ټولنیزه برخه

د غوسې ډولونه!

رحمت الله مؤمن

د غوسې ډېر ډولونه دي؛ خو تر ټولو خطرناک ډول یې هغه دی چې تر پلي کولو وروسته سړي ته په ترسره شوي ناوړه کار د پښېمانۍ موقع هم نه ورکوي، ډېرو خلکو قتلونه کړي دي؛ خو په دې نه پوهېږي چې دا دده د غوسې لامل و او وروسته هم وایي چې ده مرګ غوښته. د غوسې دا ډول ډېر هلاکوونکی دی او له دې نه ډېره ډډه کول پکار دي.

د غوسې يو ډول هغه دی چې ته کولای شې کابو یې کړې او روغ ترې خلاص شې.
د غوسې یو ډول بیا دا دی چې تا د عقل له چوکاټ څخه باسي او عقل دې تصرف ته نه پرېږدي، دا هم د غوسې ناوړه ډول دی.
یو بل ډول یې بیا جنوني غوسه ده چې تا له سره فکر کولو ته نه پرېږدي او یوه ناروا درڅخه صادروي.

د غوسې یو ډول دا هم دی چې د دین او فطرت خلاف کار په لیدلو سره مینځته راځي او ستا تصرف پکې په پوره عقل، هوش او د شرعي ضوابطو په پلی کولو سره وي او له دغو ضوابطو څخه دې نه باسي، دا د غوسې تر ټولو ښه ډول دی، همدې ته غیرت ویل کېږي او په قرآن او حدیث کې پرې امر هم شوی دی.

” رحمت اللّٰه مؤمن “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

دروند ورور عبدالغفار سړبن صاحب !
په قلم او ګوتو دې هزار هزار بار برکت سه . د ليکنې په توصيف کې دې دومره وايم چې ( لوستل يې هر مسلمان ته سپارښ کوم ) .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x