نظــر

یوه تبر واهه او بل هه هه ورته کول

نوراحمد نور

وایي یو وخت یو سړي تبر واهه او بل هه هه ورته کول، ماښام تبر وهونکی رک روغ و او هغه بل وینې قی کولې. کیسه مې دا کوله: له کومه وخته راهیسي چې طالبانو د ولسوالیو په نیولو پیل کړی دی او لوی ښارونه ټول محاصره دي د کابل د ادارې حالت بیخې خراب دی. له ننګونکو حالاتو سره مخ ده طالبان نه یوازې چې د جنګ په میدان کې پرې بر لاسي دي بلکې د دعوت او میډیا په میدان کې یې هم لاره ترې ورکه کړې ده.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسون مشر مولوي امیرخان متقي د هیواد  په بیلابیلو سیمو کې غونډې کوي، له عامه خلکو سره مجلسونه کوي، تسلیم شویو عسکرو سره ویني، خبرې ورته کوي،  نور عسکر دې ته تشویقوي چې طالبانو ته تسلیم شي او په دې کار کې پوره برلاسی ښکاري ځکه چې د متقي صېب جذاب شخصیت، فیصحه ژبه، کار ته جدي توجه او معنویت په اولس او عسکرو ښه اثر کوي عسکر یې درګرده تسلیمیږي، وسلې او مهمات یې په پېخر طالبانو ته پاتي کیږي.

بل خوا طالبان په خواله رسنیو ټویټر، فیسبوک او ټیلیګرام وغیره کې پراخ شتون لري او له دې لارې د خپلو فتوحاتو او لاسته راوړنو خبرونه او ویډیوګانې نشروي د طالبانو د فرهنګي کمېسیون ډیر غړي د جګړې په لومړی کرښه کې دي له هماغه ځایه په ژوندۍ بڼه د جګړې پوښښ کوي او په خواله رسنیو کې راڅرګندیږي.

ورسره همهاله د طالبانو سیاسي کمېسيون په سفرونه بوخت دي ګاونډیو هیوادونو ته سفرونه کوي او له هغوی سره د راتلونکي افغانستان په هکله خبري کوي.

دې ټولو شیانو د کابل له ادارې او فیسبوکي اربکیانو درک ورک کړی دی ټول زور یې په دې دی چې څرنګه د طالبانو فتوحات کم رنګه ښکاره کړي، پاکستان ته یې منسوب کړي او څرنګه وکولای شي چې خپلو غولیدلیو عسکرو ته مورال ورکړي.

فیسبوکي اربکیانو خو یې بیخې وار پار خطا کړی او اوس نو له دروغو او ښنکځلو ماسوا بل څه نه دي ورته پاتي.

که د  هر یوه فیسبوک پاڼه وکتل شي نو ارو مرو به د درواغو ویډیو ګانې چې طالبانو ته منسوبې د خرابۍ ویډیو ګانې دي او یا هم د کابل ادارې د عسکرو پخوانۍ ویډیوګانې دي د پر فیسبوک پاڼې باندې وي او له ښنکځاوو خو یې خبرې بالکل خالي نه وي د طالبانو فتوحات به پاکستان ته منسوبوي او ورسره به یې پوچ الفاظ لیکلي وي.

تر دې چې داود جنبش چې په ظاهره سنجیده سړی ښکاریده کله چې په یوه ټویټ کې د کابل ادارې حمایت اعلان کړ ورپسې دوهم ټویټ یې له پوچو او سپکو الفاظو ډک دی.

دلته له سړي سره دا پوښتنه پیدا کیږي چې دوی ولي ښکنځل، غلط نسبتونه او ناوړه الفاظ کاروي؟ نو یوه خبره خو دا ده چې دوی مجبور دي د طالبانو په فتوحاتو یې زړونه شنه دي او بې اختیاره یې له خولو ورته پوچ الفاظ وځي که څه هم دا ډیر ناوړه کار دی خو دوی معذور(!) دي  کله چې د طالبانو فتوحات پر دوی بد اثر وکړي نو دوی خو به هم د خپل زړه بړاس کاږي.

مګر په دوی کې ځینې یې بې له پوچ الفاظو بالکل خبره نشي کولای یا خو د منطق او دلیل پر ځای سپکاوی کوي او که دلیل هم وایي نو په هغه کې هم سپک او پوچ الفاظ کاروي.

ځینې یې دا دبیان په ازادي تعبیروي او وایي چې دا ازادي ته هم لرې.

مګر حقیقت دا دی چې دوی د دلیل او منطق له افلاس سره مخامخ دي او دا بیا بېله خبره ده چې دوی ته د دلیل او ښکنځلو تر منځ فرق نه کیږي. خو که هرڅه وي کیسه هغه ده چې یوه تبر واهه او بل هه ورته لاره، خو حقیقت دا دی چې د کابل ادارې د تبر خوله نوره پڅه ده او فیسبوکي اربکیان دې ورته هه هه نلري د دې پر ځای چې د ناکامي او شوړېدلې ادارې په ننګ پوچ او سپک الفاظ وکاروي ښه به دا وي چې خپل انساني کرامت ته متوجه شي او دنیاوالو ته خپل ټیټ او پست اخلاق ورښکاره نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx