
د ذي الحجې د میاشتې فضیلت
ژباړه او ترتیب: مولوي نور احمد نور
د ذي الحجې میاشت د قمري یعني اسلامي کال دولسمه میاشت ده اسلامي کال په همدې میاشت پای ته رسیږي. دا میاشت ډیر فضیلت او قدر لري ځکه په دې میاشت کې داسې عبادتونو ادا کیږي چې د ټول کال په نورو میاشتو کې نشي ادا کیدای لکه: حج، قرباني او د تشریق تکبیرونه.
د ذي الحجې میاشت له اشهر الحرم یعني حرمت درلودونکو څلورو میاشتو څخه یوه میاشت ده چې الله تعالی ورته له پیله عزت، احترام او فضیلت ورکړی دی لکه څنګه چې الله تعالی په سورت التوبه کې فرمایي.
ان عدة الشهور عندالله اثنا عشر شهرا فی کتب الله یوم خلق السموات والارض منها اربعة حرم ذلک الدین القیم. الایة ۳۶
ژباړه: بې شکه د الله تعالی په نزد د میاشتو شمار دولس میاشتې دی چې د الله د کتاب( لوح محفوظ) مطابق له هغې ورځې را روان دی په کومه ورځ چې الله تعالی ځمکه او اسمان پیدا کړی دی له دغو میاشتو څخه څلور د حرمت میاشتې دي همدا(د) دین سیده (غوښتنه) ده.
له دې ایت مبارک څخه دا خبره معلومیږي چې د اسلامي کال دولس میاشتې الله تعالی خپله ټاکلې دي چې په دې سره د اسلامي کال د دولس میاشتو قدر او اهمیت ښه څرګندیږي.
همدا ډول له دې ایت څخه دا هم معلومه شوه چې په دغو میاشتو کې څلور میاشتي د حرمت، عظمت او احترام میاشتې دي چې اشهر الحرم ورته ویل کیږي.
دا خبره په ډیرو احادیثو کې راغلې ده او له هغو څخه د دې میاشتو تعین هم معلومیږي لکه څنګه چې په بخاري شریف کې له حضرت ابوبکر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم د حجة وداع پر وخت وفرمایل: زمانه اوس خپل هغه هیئت او شکل ته بیرته راګرځېدلې ده چې هغه وخت و کله چې الله تعالی اسمان او ځمکه پیدا کړې وه(په دې حدیث کې د مشرکینو د یو غلط فکر تردید مقصود دی چې یادونه یې په همدې سورت توبه ۳۷ ایت کې شته).
کال دولس میاشتې وي چې څلور پکې د حرمت( عظمت او احترام) والا دي، درې خو پرلپسې میاشتې ذوالقعده، ذوالحجه او محرم دي او څلورمه د رجب میاشت ده چې جمادی الثانیه او شعبان په منځ کې ده.
۳۱۹۷: قال النبي صلی الله علیه وسلم: الزمان قد استدار کهیئته یوم خلق الله السموات والارض، السنة اثنا عشر شهرا، منها اربعة حرم، ثلاثة متوالیات، ذوالقعدة و ذوالحجة والمحرم و رجب مضر الذی بین جمادي و شعبان. صحیح البخاري.
تر ټولو میاشتو د ذالحجې میاشت حرمت ډیر دی.
په یادو شویو څلورو میاشتو کې بیا د ذې الحجې میاشې عظمت او حرمت تر ټولو ډیر دی لکه نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم چې فرمایي: د روژې میاشت د ټولو میاشتو سرداره ده او د ذې الحجې میاشت تر ټولو میاشتو د ډیر عظمت او حرمت میاشت ده.
۳۴۷۹- عن عطا ابن یسار عن ابي سعید الخدري قال قال رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم: سید الشهور شهر رمضان و اعظمها حرمة ذوالحجة. شعب الایمان
د اشهر الحرم د فضیلت نتیجه او غوښتنه!
د یادو شویو څلورو میاشتو( رجب، ذي القعده، ذي الحجه او محرم الحرام) د عزت، عظمت او احترام له امله په دغو میاشتو کې د عبادت اجر او ثواب ډیر وي او د ګناهونو وبال او عذاب یې هم ډیر وي نو لهذا په دغو میاشتو کې د عباداتو د کولو او له ګناهونو څخه د ځان ساتلو باید خاص خیال وساتل شي، علماء کرام فرمایي: کوم کس چې په دغو میاشتو کې عبادت ته متوجه وي او عبادات کوي هغه ته الله تعالی د کال په نورو میاشتو کې هم د عبادت توفیق ورکوي او کوم کس چې په دغو میاشتو کې ځان له ګناهونو ساتي الله تعالی ده ته د کال په نورو میاشتو کې له ګناهونو څخه د ځان ساتنې توفیق ورکوي.
احکام القران للجصاص: سورة التوبه ایت ۳۶، معارف القران: سورة التوبه ایت ۳۶
حضرت مولانا مفتي محمد شفیع صاحب رحمه الله تعالی په معارف القران کې د سورت التوبه د ۳۶ ایت په تفسیر کې لیکي:
د ټولو انبیاوو شریعتونو په دې خبره متفق دي چې په دې څلورو میاشتو کې د هر عبادت ثواب زیات وي او که څوک ګناه پکې وکړي نو د هغې وبال او عذاب هم ډیر دی.
مفتي صاحب رحمه الله تعالی وړاندې لیکي: په لومړي ایت کې الله تعالی فرمایي: ان عدة الشهور عندالله اثنا عشر شهرا، په دې ایت کې د عدة لفظ د شمار په معنی دی او شهور د شهر جمع ده شهر د میاشتې په معنی دی مطلب یې دا دی چې د الله تعالی په نزد د میاشتو شمار دولس متعین دی په دې کې هیچا ته د کمښت او زیاتوب حق نشته.
له دې وروسته د في کتب الله د لفظ په زیاتولو سره الله تعالی دا راښیي چې دا خبره له ازل څخه په لوح محفوظ کې لیکلې ده بیا په یوم خلق السموات والارض سره دې ته اشاره ده چې د الله تعالی قضا که څه هم په دې باره کې په ازل کې شوې وه مګر دا د میاشتو ترتیب او تعین هغه وخت عملي شو کله چې ځمکه او اسمان پیدا کړل شول.
الله تعالی وروسته فرمایي: منها اربعة حرم، یعني له دغو دولسو میاشتو څخه څلور میاشتي د حرمت دي.
دغو میاشتو د حرمت میاشتې له دوو وجو ویل شوې دي: یو خو له دې وجې چې په دوی کې قتل او قتال حرام دی دوهم له دې وجې چې دا میاشتې د برکت میاشتې دي او واجب الاحترام دي په دوی کې د عبادت ثواب ډیر دی.
په دې دواړو کې لومړی حکم په اسلام کې منسوخ شو مګر دوهم حکم چې احترام، ادب او عبادت ته توجه په اسلام کې اوس هم شته.
په حجة الوداع کې نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم د دغو میاستو تشریح په دې ډول کړې ده: چې درې میاشتې پرلپسې دي: ذی القعده، ذی الحجه، محرم او یوه میاشت د رجب ده.
د رجب میاشت په باره کې د عربو دوه قوله مشهور و: ځینو هغې میاشت ته رجب ویل چې موږ یې رمضان بولو، او د مضر قبیلې په نزد رجب هغه میاشت وه چې د جمادي الثاني او شعبان تر منځ ده ځکه نو نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم په رجب مضر ویلو سره دا وضاحت هم وکړ چې کومه میاشت چې د جمادي الثاني او شعبان تر منځ ده هغه رجب مراد دی.
ذلک الدین القیم، دا دین مستقیم دی یعني د میاشتو تعین او ترتیب او د هرې میاشتې خصوصا د اشهر الحرم اړوند چې کوم احکام دي هغه د الله تعالی د ازلي حکم مطابق اېښودل دین مستقیم دی په دې کې له خپله اړخه څه تغیر او تبدیل کول کج فهمي او کج طبعي ده.
فلاتظلموا فیهن انفسکم، یعني په دې مقدسو میاشتو کې ځان ته تاوان مه رسوئ چې د دې میاشتو د معلومو احکامو او احترام خلاف کار وکړئ او یا په عبادت کې کوتاهي وکړئ.
امام جصاص رحمه الله تعالی په احکام القران کې لیکي: په دې کې دې خبرې ته اشاره ده چې د دې له برکته ډکو میاشتو خاصه دا ده چې که په دې میاشتو کې څوک کوم عبادت وکړي هغه ته په نورو میاشتو کې هم د عبادت توفیق او همت حاصلیږي، همدا ډول که څوک کوشش وکړي او په دې میاشتو کې له ګناهونو او بدو کارونو ځان وساتي نو د کال په دا نورو میاشتو کې هم هغه ته له دغو ګناهونو او بدوکارونو ځان ساتل اسانه کیږي ځکه نو له دغو میاشتو ګټه نه اخیستل یو لوی تاوان دی.
معارف القران: جلد څلورم ۳۷۰ بیا تر ۳۷۲ مخ پوري.