ټولنیزه برخه

زرپارې «۳۷ مه برخه»

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: احمد ګل ريان

د يوې انې سود:
رچرډ پرائس د برطانيې مشهور عيسايي عالم (Thelogian) او اقتصاد پوه دی، نوموړي په خپله يوه مقاله کې حساب کړی و چې که چېرته په لومړۍ ميلادي سنه کې يوه پيني (چې تقريبا د يوې انې مساوي ده) چا ته په سود ورکول شوې وي، نو د سرمايه داري نظام تر پيل پورې يې ګټه دومره زياتيږي چې د سرو زرو يوه داسې کُره ترې جوړېدای شي چې حجم به يې د زمکې له کُرې څو چنده زيات وي. (L. Leantyer: A Short Course of political Economy, Progress Publishers, Moscow 1968)

د صحت شکرانه:
ابو حمزه محمد بن ميمون سُکري رحمه الله (وفات ۱۶۸ هـ ق) مشهور محدث دی. د (سکري) لفظ معنی (نشې والا) ده. اصلا سُکري د نشه يي توکو پلورونکي ته وايي، خو ابو حمزه رحمه الله ته دا لقب ځکه ورکړل شوی چې د خبرو انداز يې ډير خوږ او غيزناک و.

د ابو حمزه معمول و چې کله به يې په ګاونډ کې څوک بيمار شو او په علاج به يې هر څومره مصرف وشو، ده به هماغومره پيسې د الله تعالی په رضا صدقه کولې، په دې خاطر چې الله تعالی له بيماري د ساتلو احسان پرې کړی، نو د دې شکرانه دا ده چې لږ تر لږه هماغومره پيسې صدقه کړي.

ابو حمزه رحمه الله خپلو ګاونډيانو ته زيات قدرمن و. يو وخت يې يو ګاونډي کور پلورلو، خريدار ترې د قيمت پوښتنه وکړه او د کور مالک ځواب ورکړ چې دوه زره د کور قيمت او دوه زره د ګاونډي ابو حمزره قيمت دی. کله چې ابو حمزه دا جمله واورېده، څلور زره مبلغ يې ورکړ او ورته کړل يې چې: دا واخله او کور مه خرڅوه. (خطيب رحمه الله: تاريخ بغداد ج: ۳ ص: ۲۶۸ او ۲۶۹، مطبوعه دارالکتاب العربي، بيروت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x