شخصیتونهنظــر

خالص بابا په عملي ژوند کې د ولاء او براء حيثيت او اهميت

لطف الله مخلص

زه لیکلو ته بیخي حوصله نه لرم او الله عزوجل د لیکوالۍ له نعمت څخه محروم کړی یم. کله کله د بعضې دوستانو لیکنه وگورم؛ په ذهن مې سخت بوج شي؛ ارمان وکړم، چې کاش دغه لیکوال راسره په مجلس کې ناست وای.

بعضې دوستان د خالص بابا په اړه داسې لیکنې وکړي او بابا داسې معرفي کړي، چې گواکې بابا یو ازاد نظره شخص و، د کفر او اسلام په سرحد کې ولاء او براء ته قایل نه و او د يوه ملي، قومي او وطني فكر پر بنیاد د ولاړ اسلامي نظام غوښتونكی و؛ خو دا خبره بيخي غلطه ده.

ما به همېشه له خالص بابا سره د عمر، علم او شخصيت د شاسع او ډېر زیاد فرق سره سره په سیاسي او بعضې علمي موضوعاتو بحث كاوه او يقيناً، چې دا د بابا خاکساري او شفقت و، خو له ما سره به يې د يوه همسِن ملگري په څېر بحث کاوه؛ نو له دې وجهې د بابا د بحث طريقه او بعضې خويونه راته معلوم وه، چې دغه مسایل بايد د بابا په اړه د بحثونو او مجالسو د حكايت پر وخت په نظر کې ونيول شي او زما په نظر لوی لوی ليكوالان او مشران په دې مشكل كې اخته شوي او د مرحوم خالص بابا په باره كې يې داسې خبرې ليكلي، چې له حقیقت څخه لرې دي. البته په عام مجلس کې یا په بحث کې رښتیا هم خالص بابا همدغسې ویلي لکه دوی، چې ور
څخه پوهېدلي، خو زه غواړم په دې اړه یو څه وضاحت وکړم.

خالص بابا د بحث عجیبه شوقي انسان و او دې خبرې خوند وركاوه، چې همېشه خپل حریف لاځوابه کړي. الله عزوجل د حاضر ځوابۍ او افحام په نعمت هم تر اخر سرحده نازولی و، نو له همدې وجهې اكثره مثقف علماء او مشران ملگري یې د خالص بابا په اعتقاد او نظر معلومولو كې خطاء شوي.

زه په پوره جرأت سره دا خبره كوم، چې په سیاسي علماؤ كې له شيخ الإسلام إبن تيميه رحمه الله او سيد قطب رحمه الله څخه وروسته د القاعده د فكر عالمي پېشوا او بنیاد ایښودونکی خالص بابا و، چې د حاكميت، ولاء او براء، طاغوت او جمهوريت په مسایلو كې يې په پوره وضاحت دا جوته کړې، چې له غيرالله څخه پرته كه چا حاکمیت وکړ يا يې د طاغوت ملگرتیا وکړه او یا یې جمهوریت ومانه؛ د کلیمې له ويلو سره سره له اسلامه خارج او مرتد دی.

ددې خبرې بېلګې ډېرې زياتې دي. د مثال په توگه خالص بابا د جهاد په دوران کې، چې د ريالونو او ډالرو په زور پړسېدلو رهبرانو، چې د تكفير ټاپه ماران وه؛ هم دا جرأت نشو كولای، چې شیعه روافضو ته کافر ووايي يا عامو انتخاباتو ته حرام ووايي، خو خالص بابا به هر مجلس او لیکنه کې صراحتاً دا خبره كوله، چې “شیعه کافر دی، عام انتخابات حرام دي، د طاغوت حاكميت كفر دی او خپله طاغوت او عسکر یې کافر دي”. همدا فكر او عقيده د بابا په ليكنو او شعرونو كې هم پوره معلومېږي.

يوه ورځ زه كابل ته روان وم، د كرزي د حکومت اولې شپې وې؛ تذکِره مې وركه وه. ما ويل چې بله جوړه كړم. سياسي حويلۍ ته لاړم؛ مولوي صيب مريض و او پروت و، زه ورغلم پوښتنه مې ورسره وكړه. ويل يې هلكه! چېرته روان یې؟

ما ويل: كابل ته ځم تذكِره جوړوم.
سخت يې وخندل؛ راته يې وويل: “ته هم عجيبه انسان يې، هلته يې نظام ته كافر وايې او بيا يې تذكره اخلې”. زه يې پیکه هم کړم، خو په خندا مې ځان ترې خلاص كړ؛ نو له دې خبرو صراحتاً معلومېږي، چې خالص بابا په دغو مسایلو كې څومره جدي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x