ټولنیزه برخه

د غوسې خطر!

رحمت الله مومن

غوسه یو خطرناک شی دی چې موږ سبا او بېګاه له ستونزو سره مخ کوي او ژوند مو بربادوي؛ خو د حیرانتیا وړ خلک هغه دي چې د غوسې له سیلاب سره درومي او څه چې ترې غوسه وغواړي، ترسره کوي یې، هېڅکله د غوسې د پرېښودلو هوډ نه کوي.
غوسه د سرطان تر ناروغۍ سخته ناروغي ده؛ خو خلک د سرطان د درملنې لپاره په یوه او بل روغتون ګرځي او بېحسابه لګښت کوي، ولې د غوسې د سرطان هیڅ غم ورسره نه وي. سره له دې چې ډیل کارنیګي وایي: یو انسان پخپل ژوند کې له غوسې نه له سختې ناروغۍ او ستونزې سره نشي مخ کېدای؛ خو خلک یې مخې ته نه ودرېږي او نه یې د درمل په اړه څه فکر کوي.

زما دا ارمان دی چې کاشکی یو روغتون مې وای او نوم یې { لَاتَغْضَبْ } یعنې { مه غوسه کېږه } وای او د ښو متخصصینو له خوا پکې د غوسې د لېونو درملنه کېدای.

رحمت اللّٰه مؤمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x