افغانستان

ډاکټر فاروق اعظم: د سولې شورا غواړي د مخالفینو ترمنځ درز واچوي

نن ټکی آسیا (چهارشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۳ل): پخوانۍ جهادي څېرې او د سولې بهیر خپلواک غړي، ډاکټر فاروق اعظم په خپلو وروستیو څرګندونو کې له «ژمن» سره د افغان حکومت د سولې عالي شورا د حکومت په پلوۍ تورنه کړې ده او زیاته کړې يې ده چې: «د سولې عالي شورا د دولت له ادرسه غږېږي، دا شورا یو طرف دی او منځګړی یې نه شو بللای».

ښاغلی فاروق اعظم چې وخت پر وخت د افغانستان دننه او بهر له ښکېلو اړخونو سره د سولې په تړاو ناستې او فعالیتونه لري د سولې عالي شورا نه یوازې دا چې د حکومت په پلوۍ تورنوي، بلکې د یادې شورا موخه د مخالفینو منځ کې درز اچول ګڼي. ډاکټر اعظم وايي: « د سولې شورا د حکومت په طرف غواړي د مخالفينو تر منځ درز رامنځ ته کړي».

ډاکټر فاروق اعظم د سولې عالي شورا فعالیتونه د جګړې یو تکتیک بولي: «دوی د مخالفينو پر ضد ولاړ دي او بيا هم ځان منځګړی او بې طرفه ګڼي، په داسې حال کې چې دوی حکومت ته خلک رابلي او مقابل لوري کې درز رامنځ ته کوي، چې دا د جګړې يو تکتيک دی.»

ښاغلی فاروق اعظم د سولې عالي شورا پر ځای د بلې درېیمګړې ډلې وړاندیز کوي: «زموږ په نظر يو درېيم ګړی بايد رامنځ ته شي او داسې کسان وي چې يوې خوا ته هم نه وي». ډاکټر اعظم باوري دی، چې درېيمګړي اړخونه شته؛ خو دی پر سیاسي ارادې باوري نه دی: «يعنې داسې نه ده چې خلک نه شته، خو چې اراده وي».

د افغانستان د سولې پر عالي شورا له پیله، کله چې برهان الدین رباني د دې شورا مشر و، د کارپوهانو له نظره همدا نیوکه کېده، چې په دې شورا کې داسې څېرې ځای لري، چې یو مهال له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ښکېل وو او بیا وروسته د امریکا په مشرۍ د طالبانو ضد ايتلاف برخه شول.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
زاهدزاده فراه رودی

دایوڅرګند حقیقت دی چه دسولی شورادکوم هدف لپاره جوړه شوی دچالخوا تمویلیږي او دچاپه چوپړکی ده ټول
هیوادوال په دی نتیجه رسیدلی چه دایو بیهوده اووخت ضایع کوونکی بهیردی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x