افغانستان

سیاسي فعالان له حکومت څخه د «هدایت الله پکتین» د خلاصون غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د سیاسي چارو فعالان پر حکومت غږ کوي، چې د بیان ازادۍ ته دې احترام وکړي‌ او د سیاسي چارو فعال «هدایت الله پکتین» دې د ملي امنیت له بنده خلاص کړي.

هدایت الله پکتین چې په کابل کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو فعال و، له تېرې څه باندې یوې اوونۍ راپدېخوا د ملي امنیت له لوري نیول شوی او لا هم د هغوی په بند کې دی.

ملي امنیت که څه هم د پکتین د نیول کېدو لامل نه دی روښانه کړی، خو نوموړي وخت ناوخته د خپلو مرکو له لارې پر حکومت نیوکه کولې او اشرف غني یې تورناوه چې د سولې لپاره صادقانه هڅې نه کوي.

د نجات حرکت مشر او د ماليې پخواني وزیر «عمر زاخېلوال» د اشرف غني د تسلیت د هغه پیغام په غبرګون کې چې د هندي خبریال «دانش صدیقي»‌ د وژل کېدو په مناسبت یې خپور کړی و او خپل حکومت یې د بیان د ازادۍ ملاتړی بللی و، لیکلي چې حکومت دې خپله ژمنتیا د پکتین په خلاصولو سره ثبوت کړي.

د سیاسي چارو یو بل فعال «خیرالله شینواري» د پکتین نیول کېدل غندلي او وړاندې یې زیاته کړې، چې د بیان د ازادۍ شعار نمایشي دی او هر هغه څوک چې حقایق په ډاګه کوي، هیڅ ډول ازادي نه لري.

د سیاسي‌ چارو یو بل فعال «شفیع اعظم» لیکلي، چې د بیان ازادي‌ د حکومت یوازینی ارزښت و، چې د اشرف غني‌‌ په راتګ سره له منځه ولاړ.

ده د پکتین د خلاصېدو غوښتنه کړې او د بیان د ازادۍ زندۍ کول یې د زوال لور ته د حکومت د تګ نښه بللې ده.

د کابل پوهنتون استاد «فیض محمد ځلاند» هم پر حکومت غږ کړی، چې د سولې د ملاتړ په «جرم» دې پکتین نه زنداني کوي او ټینګار یې کړی چې د بیان ازادي سره کرښه ده.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې د سولې فعالان په کابل کې نیول کېږي.

تر دې وړاندې هم د نظر محمد مطمئن، خیرالله شینواري، حسن حقیار او نورو فعالانو د ترور هڅې شوې دي او د سولې یو بل فعال وحید مژده وژل شوی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

مور او پلار باید وی چه زوی او لور وزیږول شی. د بیان له ازادی د ټول هیواد خپلواکی لمړی اړینه ده، دغه هیواد د یوه هم نه د ۴۸ هیوادو په واسطه اشغال او د خپلو استعماری کړنو د مخکی وړلو د پاره یی د کابل غلامه اداره ټاکلی چه د ۴۸ هیوادو د پاره خپل خلک استثمار او لا ووژنی ، زندانو، شکنجو او زولنو کی وساتی او لا ووژنی  د بیان ازادی د استعماری هیوادو او غلامی اداری د استمرار او ګټو د پاره ده او بس . که څوک د دغه په مقابل کی دریږی ّهڅه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x