افغانستان

اسلام آباد کې د افغان سفیر لور له تښتولو یوه ورځ وروسته خوشې کړل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خیل لور «سلسله علي خیل» چې تیره ورځ ناپېژاندو کسانو تښتولوې وه، نن بیرته خوشې کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ددې د تایید ترڅنګ ویلي، چې سلسله علي خیل د تښتولو په دوران کې د تښتوونکو لخوا شکنجه شوې هم ده، چې دا مهال د اسلام آباد په یو روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

په اعلامیه کې دا پېښه په شدیدو تورو غندل شوې او په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو د مسئولینو او دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د غړو د امنیت په هکله جدي اندېښه ښکاره کړې ده.

بهرنیو چارو وزات د پاکستان له حکومت نه غوښتنه کړې چې دنړیوالو اصولو مطابق باید په پاکستان کې د میشتو افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره یې ددې موضوع د تعقیب ترڅنګ له هغوی غواړي چې باید په دغه پېښه کې ککړ «مجرمان» زر تر زره پیدا او د خپلو اعمالو په سزا ورسوي.

غبرګونونه

په پاکستان کې د افغان سفیر لور تښتولو په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ګڼو افغانانو دغې پېښې ته سیاسي رنګ ورکړی او ځینو نورو بیا په پاکستان کې د افغان سفیر د لور بې باکه او له محافظ پرته تګ راتګ باندې نیوکه کړې ده.

ددې ترڅنګ یو شمېر پاکستانیو شخصیتونو او ژورنالیستانو هم په دا پېښه غندلې او دا یې د پاکستان د حکومت په وړاندې یو ننګونکی عمل بللی دی.

آزاد خبریال او د سیاسي چارو شنونکي طاهرخان  افغان سفیر سره د غمرازۍ ښکاره کولو سربیره په اسلام آباد کې د داسې پېښې رامنځته کېدل د مرکزي حکومت او پاکستان د کورنیو چارو وزارت په مخ «لویه څپیړه» بللې ده.

پاکستاني چارواکو تراوسه ددې پېښې په هکله رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Trust me without any doubt, Nasleh is behind this issue.
pattang

ښه تتول غیر اسلامي او هم غیرې دیني او مدني عمل دی خو یوه خبره ما ځوروي چې ایا په کابل کې ماشومان او لویان نه تشتول کیږي ! نو دا څه ما نا لري چې دغني فاسد دولت خپله مرداري پټوي او نور په ګوته کوي ! تښتول غیر اسلامي ضد داسلام هغه که د غني لور وي او که د یوو دهقان !

غوربندي

دا د امرالله صالح كار دى،، تر څو د پاکستانیانو پر ضد د افغانانو نفرت راوپاروي او دوی په فساد کې لوی عناصر ترې ګټه پورته کړي.
شرم خو به هلته وي چې پاکستان په اختطاف کې ککړ داسې کسان ونیسي چې له کابل مفسدې ادارې د داسې کولو دستور ورکړل شوی وي.

مجاهد

دا چه څه شوی ښه نه دی شوی، مګر د کابل د غلامی اداری ټول لوړپوړو او منځپوړو د نورو مظلومو افغانانو سره تر دی زیات تر سره کړی که دا کار هماغو مظلومانو دغچ اخستنی په خاطر کړی وی په حقه به وی او که ولد کوچه څوک وی چه له سفیر څه تر لاسه کړی او لا دا چه دغه انجلۍ څو کلنه ده ، که د کور له مخی یی نه وی تښتولی نو بیا خو به لویه وی باید لیکل شوی وی چه څو کلنه او څومره ښکلی وه شاید ځینو د جنسی تیریو د پاره… نور لوستل »

طوطی

دا ټولو افغانانو ته د شرم ځای دی بالخصوص ## طالبانو ته چی هلته پراته دی. کابل حکومت دی بالمثل ځواب ورکړی کابل کی د پنجابی سفیر سفارت او کور دی. بیا په بین المللی سطح دا د پاکستان د ریاست وظیفه او صلاحیت دی چی د ټولو سفیرانو امننیت خوندی وساتی و ځواب ګوی یی هم وی.

Changez

دی تاسو صفیر سره یی هم ښه کار کړی وه افغانان غیرت لري دا یی غیرت سی دي تولو افغانانو غزت ته یی لاس واچو طالبه خداي دي تبا کړه پنجابۍ اوس پر مونږ غیرتي شولو

ملا جانان

کله چي رسمیات د سیاست او نیرنګ قرباني سي نو دا د انارشي بدترین شکل دی. هغه انارشي چي په یوه ښار کي د والي ، قومندان امنیه او نورو چارواکو په موجودیت کي رامنځته کیږي ودې ته مرموزه انارشي ویلای سو. او دا ډول انارشي د واکمن او او د هغه د ادارې اصلیت تر پوښتني لاندي راولي. خو یوه خبره چي نه منونکی یې ښکاره کافر دی هغه دا ده چي په اسلام آباد کي د افغانستان سفیر د هلمند، فراه، کندهار، غزني، ننګرهار، خوست پکتیا او پکتیکا پر هغه بزګرانو او کوچیانو هیڅ نوعه فضیلت نه لري… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx