افغانستانسولې اړوند خبرونه

ملا برادر اخند: شخصي ګټې باید د خپلواک او مرکزي اسلامي نظام د جوړېدو په لار کې خنډ نکړو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس او د طالبانو سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» وایي، افغانستان د پرمختګ او ارامۍ لپاره یوه خپلواک مرکزي نظام ته اړتیا لري، چې باید شخصي غوښتنې او منافع یې په لاره کې خنډ ونه ګرخول شي.

ملا برادر اخند دغه څرګندونې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې جوړې شوې ناستې ته کړې دي.

دغه ناسته چې له کابله د سیاسیونو او چارواکو یو پلاوی هم پکې ګډون لري، ملا برادر اخند ورته د وینا په مهال ویلي، چې د افغان ولس د عزتمن، ارم او پرمختللي ژوند لپاره خپلواک، اسلامي‌ او مرکزي نظام اړین دی چې باید د راتګ په لاره کې یې شخصي غوښتنې او ګټې خنډ ونه ګرځول شي.

ده د ملي وحدت په ساتلو او د قومي‌، ژبنیو او سمتي تعصباتو په مخنیوي ټینګار کړی او وړاندې یې ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او پر ټولو د خدمت حق لري چې باید خدمت یې وکړل شي او ددې لوړ هدف د ترلاسه کولو لپاره جزي اختلافات څنګ ته کړل شي «موږ چې لوړ اهداف تر لاسه کوو باید له جزیاتو تیر سو. پراخه سینه، تحمل او برداشت ولرو. بې باوري او بې اعتمادي باید ختمه کړو، د ولس د وحدت او یووالي لپاره کار وکړو، د ټولو هغو هڅو په وړاندې په کلکه ودرېږو چې زموږ ارضي تمامیت او ملي وحدت ګواښي، قومي، سمتي، ژبنيو او نورو تعصباتو ته په هېڅ صورت په خپل ولس او هېواد کې ځای ور نه کړو، په تاسف سره باید ووایم چې د اشغال له راتګ سره په دې اړه یو څه ستونزې را پیدا شوې دي، خو بیا هم الحمد لله ولس په عام ډول خپل ملي وحدت ساتلی دی. په دې اړه د أفغانستان إسلامي امارت په ډاګه وايي چې هېڅ داسې هڅو ته به اجازه ور نه کړي چې زموږ د هیواد ارضي تمامیت او ملي وحدت ته زیان رسوي.»

د بین الافغاني مذاکراتو په اړه ملا برادر اخند ویلي، چې هغه ډول روان نه دي‌ څومره چې ورته تمه وه، خو دده په خبره، طالبانو یې د وړاندې تګ لپاره هر ډول هڅې کړې دي او لا هم نا امیده نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خبری به هغه وخت مؤثری وی چی ټول ملک کی سوله او اوربند وشی او ټول په یو غښتلی او قوی حکومت باندی فیصله وکړی خو په ابتدا کی اول باید اربند وشی داسی نکیږی چی د اسلامی حکومت خبری وشی خو تر څنګ یی جنګ هم وی. بیا د طالبانو اسلامی حکومت یا نظام باید واضحه بیان شی څه رقم اسلامی حکومت؟ داسی اسلامی حکومت چی پټکی او ږیری پکی لومړنی شروط وی؟

ملا جانان

الله تعالی ج مهربانه دی. داسي وخت به راسي چي افغانان به هر هغه څه ولري چي نن یې د لرلو خوب هم نه سي لیدلای، خو هغه مهال به داسي پر الله ج باندي توکل، هیلي او هوډ نه وي موجود لکه د ملابرادر اخوند د دې وینا څخه چي څرګندیږي. هغه وخت به زموږ د هغه وخت نسلونو د هوډ تازه کولو لپاره به د ملابرادر اخوند او نور مشرانو ورته ویناوي په ملي رسنیو کي نشریږي. هیڅ ملت باید خپله ماضي هیره نه کړي، د خپل حال د اصلاح د هڅو څخه لاس وانه خلي او د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x