افغانستان

ډاکټر عبدالله: د مذاکراتو ځنډېدو سره موږ او تاسې ټول خلکو ته ملامتيږو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د دوحې دوه ورځنۍ ناستې ته د خپلې وينا پر مهال ويلي، چې د زړه له تله د سولې بهير ته ژمن دی او غواړي، چې دا اوږدمهالی بحران د ګټورو خبرو له لارې حل و فصل شي.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ډاکټر عبدالله د دوحې نننۍ ناستې ته په خپلې وينا کې وويل.

«راځئ چې مثبتو ټکو ته وده ورکړو او هغه څه چې دواړه لوري پرې باوري دي او د هېواد ملي ګټو ته زيان رسوي، بايد ځانونه ترې وساتو او هره ورځ چې خبرې ځنډيږي، خلک يې د ملامتيا ګوته دواړو لوريو ته نيسي.»

ښاغلي عبدالله زياته کړې، چې دواړه لوري بايد له حاشيوي خبرو تېر شي او پر اصلي ستونزو خبرې وکړي، په افغانستان کې د مسلمانانو او افغانانو وينه تویيږي، موږ ټول دا نه شو جبیره کولای او نه هم ځان له مسؤوليته خلاصولی شو.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر وويل، چې د ده په مشرۍ د جمهوريت تللی پلاوی باصلاحيته دی او کولای شي، چې د راتلونکو اساسي مسايلو په اړه مذاکرات وکړي، چې په وسيله يې وروستۍ پرېکړې رسېدل شوني وي.

د طالبانو سياسي مرستيال او د قطر دفتر مشر ملا برادر اخند هم دغې ناستې ته د وينا پر مهال وويل، چې افغانان د پرمختګ او سوکاله ژوند لپاره يوه خپلواک او قوي مرکزي اسلامي نظام ته اړتيا لري، چې د ټولو افغانانو هيلې په کې خوندي وي او دغه نظام ته د رسېدو لپاره بايد ټول له خپلو شخصي ګټو او غوښتنو تېر شي.

د بین الافغاني مذاکراتو په اړه ملا برادر اخند ویلي، چې هغه ډول روان نه دي‌ څومره چې ورته تمه وه، خو د ده په خبره، طالبانو یې د پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کړې دي او لا هم نهيلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

جناب محترم شیر محمد عباس ستانکزی چرا تشریف نداشتند!؟
دراین مجلس نام نهاد بین الافغانی (استخباراتی) چرا جناب محترم شیر محمد عباس ستانکزی صیب و نخبگان سیاسی ملت تشریف ندارند؟
که جناب محترم ستانکزی صیب یک چند مشت و سیلی محکم بدهن غلام بچه های اجیر## فروشان، دین فروشان و وطن فروشان میزد!
و نتیجه این نشست ها با غلام بچه های صلیبی، یهودی یک صفر بزرگ است!!

طوطی

خلکو ته یواځی نه، بلکی تاسی ټول هم طالبان او حکومت خلکو او خدای ته ملامتیږی. خو هم حکومت کی او هم طالبانو داسی کسان شته چی سوله نغواړی که سوله وشی بیانو دغو بیسواده او احمقو ته ضرورت نشته.

الحاج استاذ بیانزی

به نیمه پیړی غلا، دروغو ، درغیو او غلامیو خلکو ته نه ملامتیږی ، ځنکدن ته نزدی توبی باسی او د خلکو د ملامیتا نه ویریږی یا شرمیږی د الله ج ویره خو یی ډالر و هیره کړی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx