لیکنېنظــر

افغاني درنه جرګه؛ او د طالبانو د قطر نامات منډ!

استاد محمد زمان مزمل

درنه جرګه:
سره له دې چې د افغانستان د بحران په اوږدېدو تر هر چا چې یو هوښیار افغان غوسې ته ځي او د نابسامان وضعیت په اړه پاريږي نو پر افغاني مشرانو راګرځي او باید پرې راوګرځي.

مشران که خلک یې احترام کوي او که د مشرتابه حق اداء کوي نو باید د ملتونو ربړې حل کړي نه دا چې په خپلو سیاسي ناندریو د یو عزیز او مجاهد ملت نن او سبا بلکې څلوېښت کاله ژوند د بحران سره غوټه کړي.

نه پوهېږم چې دا به یې رحمت وي که عذاب، موږ ته خدای په دې څلوېښت کلن سیاسي ژوند کې چې افتخارات او پېغورونه یې موازي روان دي فتحې او پرېوتنې پکې خرې په خرې دي، موږ ته خدای په دې څلوېښت کلن عمر کې همدغه مشران راکړل چې کېدای شي راتلونکې جمعه د کنګل قطر نامات منډ مات کړي.

موږ او انجنیر صاحب احمدشاه احمدزی او څه درانه عزیز دوستان پکې اولنۍ جرګه وو چې په لرې قطر کې د مظلومو طالبانو میلمانه شو، که څه هم هغه سفر تر شا څو نور سفرونه درلودل ولې موږ پکې پوه شو چې دا ډبره زموږ د مټو نه قوي مټې غواړي.

هغه مهال د طالبانو سوچ او منطق خپلې برازندګۍ درلودلې ولې هغوی پکې د حل لاره د امریکا سره د مخامخ تفاهم په هسکه نقشه کړې وه.

د لږې مودې په تېرېدو کنګل قطر پکې دا چانس پیدا کړ چې له امریکا سره یې مذاکرات پیل شي، سره له دې چې هغه مهال زموږ مشوره پکې دا وه چې افغاني خپلمنځي مذاکرات باید له امریکا سره د متحد افغان دریځ ته زمینه برابره کړي چې ټول افغانان په یوه خوله ووایي چې موږ خپل مشکلات حل کړي تاسې مسافر پخپل کور شئ.

د امریکا او طالب مذاکرات پر تړون ودرېدل طالب د فتحو په یو هسک بام ودرېد.
توقع دا وه چې طالب مشران د خپلې لویې موخې ته د رسېدو وروسته د افغاني دود مطابق خپلو حریفانو او له خپل ولس سره تواضع او حل ته په خپله بزرګوارۍ او د دین او مذهب په نمایندګۍ لاره اسانه او هواره کړي، ولې نږدې ده کال پوره شي ولې د قطر د سیاسي کنګل دریځ د واورو منډ چا پکې مات نه کړ او په افغانستان کې د ولسوالیو په سقوط د ناهیلۍ وریځې خورې دي.
په دغسې يوه فضا کې ښه دي که بد دي دغه طالب مشرانو ته روان افغاني مشران ددې ملت هغه وروستۍ جرګه تمثیلوي، موږ او خلک منتظر یو چې دغه درنه جرګه به واقعا دغه منډ مات کړي او له طالب مشرانو سره به یوې ګډې فیصلې ته ورسېږي.

افغانان چې سیاست او حکومتولي پکې په ډېر وروستي تاریخ کې ملي او د خلکو مشارکت ته پکې ځای ورکړل شو دغه ملت په همدغسې سوابقو کې پای د سیاست لوبې او چوترې ته پکې مذهبي طالبان راګډ شو او د نېکه مرغه د یوې مقدسې پلمې چې د کورني جنګ خاتمه وه ددغه فساد د کابو کولو په پلمه سیاست ته ننوتل او تر ډېره ښه وځلېدل، ولې حیف چې د دوی د حکومتولۍ تنسته د ځوان مُلا او طالب له قلمرو پورې ننوته همدا وجه وه چې په اول پړاو کې یې د ملت بشپړ ملاتړ ونه ګاټه.

اوس چې د افغانستان اوله درجه مشران طالبانو ته روان دي وبه ګورو چې د هغوی کړه وړه او تعامل د امریکا سره د تړون د باتجربه سیاستوالو په پیمانه ده او که بیا هم طالب مشران د تېرو سواببو په تآثر له خپلو خلکو سره د یوه غیر سیاسي طالب معامله کوي.

زموږ هیله دا ده چې د درانه تاریخ لرونکي افغانستان دغه بګنوونکې مرحله او د بحران لېونی موج پکې ددغې جرګې سره په تفاهم پای ته ورسوي داسې نه چې دا د مشرانو جرګه هم لکه د نورو جرګو ناهیلې بحراني افغانستان ته راستانه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلامت خان

ته اوس غلو ، خائنينو، غدارانو، شل کاله د امريکا د اشغال په صف کې د اسلام او آزادۍ په خلاف ولاړو منفورو څېرو او د وطن خرڅوونکو ته چې يو يې ګلم جم، بل يې کمونيست، بل يې رافضي، بل يې باطني کافر، بل يې نشنلست او د پيبسي تش بوتل او بل يې سیکولر او بل يې جاسوس او د شریعت پر ځای د جمهوريت غوښتونکو ته( درنه افغاني جرګه ) وایې؟! عقل خو به دې زوړ شوی وي ګيله ترې نشته، ديني علم او ملايي دې په کومه لاړه؟!

غوربندي

یره سپین ږیریه خدای مې دې غاړه نه درباندې بندوي بیخي له لخکه وتلی ښکارې.

د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو سپکو، رټلو او خاینو څېرو ته درنه جرګه ویل واقعا ## دی.

باتور دوستم، عطا نور، عبدالله عبدالله،، رښتیا چې د غولي په ننګه سړی شرمېدلی ښکاري!

وزغلوم تا پوچ کارتوس چې یوازې طالب ته دې زړه ## ډک ډک دی.

خپل پوچ منطق باندې ویاړ کوې ،، امریکایی یرغلګر (ستا په قول مسافر) به تر اوسه ستا متفرقې اجماع ته ناست وو؟؟

سلیم

«…اوس چې د افغانستان اوله درجه مشران …» د افغانستان اوله درجه، مشران نه، بلکې اوله درجه بې ننګه ګوډاګیان، ناموس پلورونکي، ملی خاینان او تاریخي غداران. طالبان ډېره غټه حوصله کوي، کنه دا ډول خاینانو ته باید د ## په سترګه هم ونه کتل شي. او دا ستا غوندي ##قلموال چې شل کاله یې د متجاوز کافر په څنګ کې تېر کړل، د ## په نامه وطن یې ورباندي خرڅ کړی وو، د هغوی ډالر یې په مستقم یا غیر مستقیم چینل کي خوړل، نن به خود داسي ## دریځ نیسي. دغه ## به د افغانستان د اوله درجه… نور لوستل »

عبدالرووف لیوال

په قلم دې برکت شه استاده ! ډیره عالی مشوره اولارښوونه – یاالله ! سوله راولې

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x