روغتیا

پاکستان ته د کوواکس بهير له لارې د استرازينيکا ۱.۲ مليونه دوزه واکسين رسېدلي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړيوال بيړني صندوق يا يونيسيف وايي چې پاکستان ته د «کوواکس» بهير له لارې د استرازينيکا واکسينو ۱.۲ مليونه دوزه رسېدلي دي.

يونيسيف وايي، تر دې دمه د کوواکس بهير له لارې پاکستان ته له ۵ مليونو دوزو زيات واکسين رسېدلي دي، دا شپږمه جوپه ده چې د کوواکس بهير له لارې پاکستان ته رسيږي.

کوواکس د روغتيا نړيوال سازمان له لوري چمتو شوی بهير دی چې بېوزله هېوادونو ته په واکسين رسولو کې مرسته کوي. د ياد بهير له لارې د افغانستان په ګډون يو شمېر هېوادونو ته واکسين رسېدلي دي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې هره ورځ په اوسط ډول له ۵۰۰ زرو زيات کسانو ته بېلا بېل واکسين تطبيقيږي.

په ياد هېواد کې تر دې دمه له ۱۸ مليونو زياتو کسانو ته د کرونا واکسينو لومړی دوز او له ۴ مليونو زياتو کسان بشپړ واکسين شوي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x