نړۍ

فلسطین په ملګرو ملتونو کې خپل د غړیتوب رسمي غوښتنه وکړه

abbas-bankimoonنن ټکی آسیا: نن د فلسطین ولس مشر محمود عباس په رسمي توګه د خپل ازاد فلسطیني دولت ورقي د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ته وسپارلې، تر څو يې د ملګرو ملتونو د ۱۹۴ غړي په حیث په رسمیت وپيژني.

هغه په دغه اړه نن د ملګرو ملتونو د غړو په غونډه کې ۴۰ دقیقي تقریر وکړ، او خپل په تقریر کې وویل چي د فلسطین خلک د هغو هیوادونو څخه مننه کوي چي ددوی تر شا ولاړ دي،

او دوی سره کومک کوي، او فلسطین يې د یو ازاد هیواد په توګه په رسمیت پيژندلی.

هغه وویل چي مونږ د سولي د خبرو اترو څخه مایوسه راغلي یو، مونږ نور په تنګ راغلي یو، مونږ خپل ازاد هیواد غواړو چي د ۱۹۶۷ کال پر حدودو ولاړ وي، او پلازمینه يې قدس شریف وي.

هغه بیا هم ویلي چي مونږ هر وخت د سولي د خبرو لپاره تیار یو.. او د مذاکراتو ټولي لاري څارو..

د بلي خوا د حماس د ډلي مشر اسماعیل هنیه ویلي چي د محمود عباس تقریر د مضمون له خوا ډیر خالي وو، ځکه هغه یو ځل بیا په مذاکراتو ټینګار وکړ، او د مقاومت هیڅ ذکر يې ونه کړ، حالانکي هیواد په خواست نه ګټل کیږي، هیواد په زور او مقاومت ګټل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x