ورزش

د شل اوريزو نړيوال جام ته چمتو والی، افغان لوبډله يوه سيالي هم نه لري

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د شل اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د چمتو والي په موخه افغان لوبډلې په کابل کې د لوبغاړو ترمنځ دوهم تمريناتي کيمپ هم ترسره کړ چې د شنبې په ورځ پای ته ورسېد.

لکه څرنګه چې په نړيواله کچه بېلا بېلې لوبډلې د شل اوريزو سياليو سيريزونه لري او د نړيوال جام لپاره چمتوالی کوي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تر نړيوال جامه هيڅ د شل اوريزو سيالي نه لري.

افغان کرکټ پوهان او مبصرين وايي چې دا د کرکټ بورډ پر بې کفايتۍ دلالت کوي، او په دې سره به افغان لوبډله په نړيوال جام کې له جدي ستونزو سره مخ شي.

د کرکټ نړيوالې شورا د FTP سياليو له مخې اوسمهال د پاکستان او انګلستان، ويسټ انډيز او استراليا، سويلي افريقا او ايرلينډ، بنګلديش او زمبابوې، سريلانکا او هندوستان يوه بل سره د يو ورځنيو او شل اوريزو سيالۍ ترسره کوي.

د پاکستان او انګلستان ترمنځ شل اوريزې سيالۍ اوسمهال دوام لري، خو له دې وروسته په همدې مياشت کې پاکستان له ويسټ انډيز سره د پنځو شل اوريزو سيريز ترسره کوي، دغه راز له نزيوال جام وړاندې پخپله خاوره له انګلستان سره دوه شل اوريزې سيالۍ لري.

استراليا له ويسټ انډيز سره پنځه شل اوريزې لوبې ترسره کړې، ايرلينډ له سويلي افريقا سره د درې شل اوريزو لوبو سيريز وکړ، او د زمبابوې او بنګلديش ترمنځ هم شل اوريزې لوبې روانه مياشت ترسره کيږي. هند د سريلانکا سره د يو ورځنۍ لوبلړۍ سربېره د شل اوريزو لوبې هم لري.

بل لوري ته افغان ملي لوبډله له نړيوال جام وړاندې يوازې د پاکستان لوبډلې سره په سپتمبر مياشت کې درې يو ورځنۍ لوبې لري، خو د شل اويزو سياليو هيڅ څرک نه لېدل کيږي.

ټاکل شوې ده د شل اوريزو سياليو نړيوال جام د اکتوبر مياشتې له ۱۷مې نيټې په عربي اماراتو او عمان هېوادونو کې پېل شي.

د افغانستان ملي لوبډلې د کرکټ نړيوالې درجه بندۍ له مخې د شل اويزو نړيوال جام ۱۲م پړاو ته مستقيما لار موندلې، چې د پاکستان، هندوستان او نيوزيلاند سره په يوه ګروپ مې شامله ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x