افغانستان

سپین بولدک: طالبانو د مسافرو د هوساینې لپاره لار پراخه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل):له پاکستان سره د تګ راتګ په تر ټولو مهمه لار «وېش» باندې د طالبانو د ولکې له ټینګېدو یوه اوونۍ نه تېرېږي، خو مسئولین یې وایي، د مسافرو د هوساینې او د ازدحام د مخنیوي لپاره یې لازم اقدامات کړي‌.

د سپین بولدک د کمېسارۍ مرستیال «حافظ‌ عبدالله» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تر دې وړاندې له پاکستان څخه د راتګ ورودي او خروجي لارې د دوو، دوو مترونو په اندازه وې چې له امله یې لارویان له سختو ستونزو سره مخ وو.

دده په خبره، تېره شپه یې هلته له خپل همکار ټیم سره په ګډه کرۍ شپه کار کړی او ورودي او خروجي‌ لارې یې د پنځلس تر شل مترو په اندازه پراخې کړې دي، تر څو مسافر چې زیاتره یې ناروغان هم دي، له ستونزو سره مخ نشي.

د حافظ عبدالله له قوله، له پاکستاني چارواکو سره د خبرو له لارې بالاخره توانېدلي چې د وېش دروازه د دوو ورځو لپاره هره ورځ د څلورو ساعتونو لپاره دوه طرفه خلاصه کړي، مګر دده له قوله، هڅه یې داده چې دا وخت وغځول شي‌.

عبدالله وویل، چې د یکشنې او دوشنبې په ورځو به د وېش دروازه هره ورځ د سهار له اتو بجو تر لسو او ماځیګر له څلورو تر شپږو بجو پورې د لارویانو پر مخ خلاصه وي، خو د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو به تړلې پاتې وي.

د وېش لاره چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د تګ راتګ له تر ټولو مصروفو لارو څخه ده، د حکومت د ولکې په مهال یې لارویانو وخت ناوخته د ګڼو ستونزو د شتون راپورونه ورکول.

داسې ویل کېدل چې ورودي او خروجي لارې په دې موخه چې مسافر تکلیف او د رشوت ورکړې ته تیار شي؛‌ تنګې جوړې شوې وې، چې اوس د طالبانو په راتګ سره پراخې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

خدای مو هلاک که ### مخلوقه

قیامت دی

سنګه یی پراخه کری ؟ سروی یی وکره؟ لیول یی استعمال کر؟ کومه انجینری اله وکارول؟ که بس د چهارچینو او باغران په فکر یی هسی شیان ونرول او پراخه یی کرل؟ ګوره اشنا خلګ مو اوس پدی نه خطا ووزی تاسو پیزنی چی مخرب یاست نه دین پیزنی نه دنیا. باور وکه هی نشرونکی چی اخرت مو په خطر کی دی تاسو د اسلام په تر کفر بد کارونه کوی؟ د دولت تعریف هم نه کوم هغوی کی هم دیر سګ شویان چی غربی فکره دی سته. دواره ظالمان یاست ملت مو توک توک کر. لاره یی پراخه کره… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x