افغانستان

د المان دفاع وزيره په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلې

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، زمری۱، ۱۳۹۳ل): د المان د دفاع وزيره په يو ناڅاپي سفر د افغانستان په شمال کې د خپلو پوځيانو د ليدو لپاره راغلې ده.

د الماني رسنيو له قوله، د المان دفاع وزيره اورزولافون نن چهار شنبه سهار وختي د افغانستان شمال ته رسيدلې او هلته له خپلو پوځيانو سره په ليدو بوخته ده.

سرچېنه لیکي، دا چې پنځه مياشتې وروسته به افغانستان کې د ايساف تر ماموريت لاندې دالماني عسکرو دنده پای ته ورسيږي، له همدې امله نوموړې له هر ډول دولتي پروټوکول پرته د هېواد شمال کې نېغ په نېغه له خپلو پوځيانو سره د ليدو لپاره ولاړه.

راپورونه وايي، چې اورزولافون د مزار شريف پر هوايي ډګر له کښته کېدا وروسته لومړی مزار کې دايساف قومندانۍ کې له خپلو عسکرو سره د الماني پوځ په دندو او ماموريت خبرې اترې کوي.

۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان دامريکا او د هغې د ايتلافيانو د يرغل پر مهال المان هم افغانستان ته خپل پنځه زره عسکر راليږلي و، چې اوس مهال د نوموړو عسکرو شمېره ۲۴۰۰ تنو ته راټيټه شوې ده.

د ایساف له لورې د ورکول شویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې تر اوسه دالمان شاوخوا شپيته عسکر وژل شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x