افغانستان

د طالبانو مشر: د پوځي برلاسيو سربیره بیا هم په سیاسي تفاهم ټینګ باور لرو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخندزاده د لوی په اختر په مناسبت ځانګړي پیغام کې ویلي، چې په هېواد کې د ګڼو پوځي پرمختګونو او برلاسیو سربیره لاهم په سیاسي تفاهم ټینګ باور لري.

د لوی اختر په مناسبت د طالبانو مشر ټول په هېواد کې میشت او له افغانستانه بهر په نورو هېوادونو کې کډوالو او مسافرو افغانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هېواد په ګڼو سیمو کې د طالبانو په ورتګ سره د جګړو د خاتمې او سولې د ټینګښت او له افغانستان څخه د زیاتره بهرنیو«اشغالګرو» عسکرو د وتلو یادونه شوې، چې په خبره یې دا ټولې «بریاوې» یوازې د طالبانو نه دي، بلکې ټول افغان ولس ورسره شریک دی، ځکه د تیر شل کلن «جهاد» پرمهال یې طالبانو سره یوځا ګڼې ستونزې ګاللي دي.

د زیاتو پوځي پرمختګونو سربیره شیخ هبة الله اخندزاده یوځل بیا ټینګار کړی، چې د افغان کشالې د سیاسي حل څخه په ټینګه ملاتړ کوي: «اسلامي امارت د نظامي بریاوو او پرمختګونو سره سره په هیواد کې د سیاسي حل لارې جدي طرفداره دی، هر هغه فرصت چې په هېواد کې د اسلامي نظام د قیام، سولې او امن سبب ګرځي، اسلامي امارت به ان شاءالله تعالی  حتما استفاده ترې وکړي.»

نوموړي د طالبانو په مخالفینو غږ کړی چې پر بهرنیانو د ویسا پرځای دې د طالبانو سیاسي بهیر سره یوځای شي او کورنۍ ستونزې دې د خپلمنځي خبرو له لارې حل کړي څو هېواد له «فعلي وضعیت» څخه وژغورل شي.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا په شمول ټولې بهرنۍ نړۍ سره د متقابل احترام او ژمنو په چوکاټ کې د ښو دیپلوماتیکي او سیاسي اړیکو غوښتلو ترڅنګ طالب مشر د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته هم ډاډ ورکړی چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي څو د افغانستان له خاورې نور هېوادونه وګواښي او نور هېوادونه هم باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

په افغانستان کې د بهرنیو دیپلوماتیکي استازولیو، خیریه مؤسساتو او پانګوالو د امنیت په هکله د طالبانو مشر یوځل بیا هغوی ته ډاډ ورکړی او د بهرنیو خیریه مؤسسو شتون یې د افغانستان د بیا رغولو لپاره اړین بللی دی.

د پاڅونوالو، دولتي عسکرو او نورو مختلفو نومونو باندې د طالبانو پرضد جنګېدونکو مخالفینو باندې طالب مشر یوځل بیا غږ کړی چې له مخالفت څخه لاس واخلي، طالبان به یې د سر او مال ساتنه کوي او د هېواد په بیا آبادۍ کې به د هغوی له وړتیاوو څخه استفاده کوي.

د قومي مشرانو او دیني عالمانو د رول په هکله طالب مشر ویلي، لکه څرنګه چې په دې وروستیو کې د همدې مشرانو په منځګړیتوب زرګونه مخالف«عسکر» له جګړې څخه لاس په سر شول او له مرګه وژغورل شول، طالبان به په راتلونکي کې هم ددوی هڅو ته قدرداني ولري، ځکه ولسونه د حکومتونو په جوړولو کې ډیر مثبت رول لوبولای شي.

د تعلیم د خپرواي، د صحي خدماتو وړاندې کولو، ملکي تلفاتو څخه د مخنیوي، عامه پوهاوي، د افرادو حقوقو، بیان آزادۍ او علمي کدرونو د امنیت او د بیت المال او عامه شتمنیو د ساتنې په هکله طالب مشر ټولو اړونده ادارو ته د سپارښتنې ترڅنګ د کابل حکومت له چارواکو څخه هم غوښتنه کړې چې د ولسوالیو او نورو مراکزو څخه د وتلو په وخت کې دې د اسنادو له ضایع کولو څخه ډډه وکړي.

«همدا ډول له دښمن څخه په ولسوالیو او نورو حکومتي دوايرو کې مهم اسناد، د تذکرو او قبالو ارشیفونه او نور اړین توکي پاتې دي چې محفوظ ساتل يې زموږ مکلفیت دی او باید ځانګړې پاملرنه ورته وکړئ، او مخالف لوری هم باید له ولسوالیو څخه د وتلو په وخت کې  دغو اسنادو او آرشفونو ته زیان ونه رسوي.»

د طالبانو مشر په خپلو جنګیالیو غږ کړی چې کبر او غرور څخه ځانونه وساتي، ځکه دده په خبره په هېواد کې دا سترې «بریاوې» او سوبې یوازې د الله تعالی په نصرت او د هېوادوالو په مرسته او ملاتړ طالبانو ترلاسه کړي دي.

د اختریز پیغام په پای کې طالب مشر ټول شتمن هېوادوال او په ځانګړې توګه د طالبانو د شهیدانو او معلولینو کمیسیون ته سپارښتنه کړې، چې باید د لوی اختر د خوښیو له ډکو په دغو شپو او ورځو کې د بیوزلو، یتیمانو، معلولینو او د بندیانو کورنیو سره تر خپله وسه مرستې وکړي او د هغوی لاسنیوی وکړي.

د تیرو اختریزو پیغامونو په پرتله دا ځل د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندزاده پیغام کې د طالبانو مخالفینو هیڅ راز ګواښ او ګوت څنډه نه ده شوې، بلکې ټول پیغام یې په عفوې او درګذشت او د هېواد په بیا آبادۍ او بهرنیو اړیکو په پیاوړتیا شامل وو، چې د څارونکو په باور دا څرګندوي چې طالبان نور په خپلې بریا او د کابل حکومت په ماتې یقیني شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

چیرته ## ## پټ ده.
د مسلمانو امر هیڅکله مبهم نه وی او ښکاره په میدان کی وی دا تر آوسه چا ندی لیدلی نو دا خو ## شو.
جګړه## د فکستان په اشاره د افغانانو په خلاف پیل کړی او وژنی یی ځکه پټ ده

Adam Khan
Thank you the soldier of M. M. Omer 3.  Thank you the brother of Ghazi and
Shaheed Mulla Dadulla and thank you the leader of Afghan Mujahid Nation.
طوطی

د فارسی متل دی چی وایی: آزموده را آزمودن خطاست. که طالب سل ځلی هم ووایی چی د موسیسو او بین المللی دفاترو امنیت به زمونږه په سیمو کی خوندی وی څوک پری باور نکوی. دا ځکه چی د طالبانو سیمو کی نه کار شته نه روزګار. هلته د انجنییر، استاد، معلم، ډاکټر او د خیریه کار کوونکی ژوند هر وخت په خطر کی وی. طالب په حقیقت کی له با سیواده او تحصیل کرده کسانو سره دښمنی لری دا ځکه چی طالبانو هر وخت خپل معشیت او ژوند په جهل او بی روزګاری کی وینی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx