افغانستان

اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو په خلاف په کابل کې لاریون شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په اسلام اباد کې د کابل حکومت د سفیر «نجیب الله عليخیل» د لور «سلسله عليخیل» د تښتونې او شکنجه کولو خلاف په کابل کې د اسلام اباد د سفارت مخې ته لاریون شوی.

سلسله علیخیل دوې ورځې وړاندې د اسلام اباد په تر ټولو امن سیمه کې د ناڅرګندو کسانو لوري تر تښتول کېدو وروسته شکنجه شوې او تر څو ساعتونو وروسته له بنده خلاصه شوې ده.

نجیب الله علیلخېل تر دوې ورځې چوپتیا وروسته تېر ماښام پر ټویټر ولیکل، چې لور یې سخته شکنجه شوې او اوس تر درملنې لاندې ده، چې دده له قوله، روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی او موضوع تر جدي‌ تعقیب لاندې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې پېښې خواشینې کړې دې او امنیتي ادارو ټولې هڅې په لار اچولې دي، تر څو اختطاف کوونکي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان»‌ هم له پېښې خبر شوی او کورنیو چارو وزارت ته یې اته څلوېښت ساعته وخت ورکړی تر څو له ټولو امکاناتو په کار اخیستنې سره اختطاف کوونکي ونیسي‌ او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم پر پاکستان ټینګار کړی چې پېښه وڅېړي‌ او ددې تر څنګ یې په کابل کې د پاکستان سفیر «منصور احمد خان»‌ احضار کړی او د موضوع په تړاو یې معلومات ترې غوښتي.

لسګونو لاریون کوونکو نن د پېښې په غبرګون کې د پاکستان د سفارت مخې ته لاریون کړی او له پاکستاني‌ حکومت وغواړي، چې د پېښې عاملین ونیسي.

لاریون کوونکي وایي، افغان سفیر ته سپکاوی ټولو افغانانو ته سپکاوی دی او پاکستاني لوری باید ژر تر ژره د قضیې عاملین ونیسي.

یاده دې وي، چې اسلام اباد کې د افغان سفیر لور داسې مهال تښتول کېږي‌ چې د کابل او اسلام اباد تر منځ اړیکې په یوه ترینګلي حالت کې دي.

Image

Image

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

دا ټول ### د بدترین عقوبت مستحق دي. دا ۲۰ کاله چي د کابل ادارې لنډغرو کوم ظلمونه د افغانستان پر ۸۳٪ (لا ډیر) نفوس باندي کول، دوئ چوپه خوله وه. اوس چي د یوه عیاش سفیر ## لور (###) د یو څو ساعتو لپاره وتښتول سول، دا بیغیرتان سړکانو ته راووتل؟ داسي ښکاري لکه د کابل بې کفایته اداره چي د اموشنل بلیکمیل د لاري خپل بایللی اعتبار لاسته راوړل غواړي. کله د افغانستان ولسي حقوقي انقلاب ته د هند او پاکستان د نیابتي جګړې رنګ ورکوي او کله د خپل سفیر لور په اسلام آباد کي په نامعلومه… نور لوستل »

طوطی

عبدالرقیب ## ته: ###. سفارتونو کی ټولی کمری نصب دی ټول ځایونه څارل کیږی دا مسؤلیت د پنجابی د حکومت دی چی امنیت د هر سفارت ونیسی. ته ځان ته مسلمان وایی د کابل خلک ټول مسلمانان ## تا ته چا دا حق در کړی چی خلکو ته## وایی د ##؟ د یوه کس په خاطر خو تاسو ##د خلکو منڅ کی انتحار وکړ، سرکونو تاسو ویجاړ کړل، اختطافونه او قتلونه خو تاسو وکړل د ##.

جلال

بسم الله الرحمن الرحيم
والله چي دا مسئله هم داسى چتل او رذيل ښکاري لکه په کابل پوهنتون کی د بیګناه محصلینو وژنی ډرامه او یا مثلاً په زیږنټون یا زایشگاه کی د نوزادانو او حامله ښځو د وژلو ډرامه! ما ته خو بل هیڅ معنی داره توجیه ذهن ته نه راځي؟ یعنی دی کار څوک څه کول غواړي؟ هر چا چی دي خام فکر کوي خو په عین حال کی ډیر بیرحم او بیغیرت دي. والله اعلم

pattang

لاریون ته زه بد نه وایم خو دغه لارسون وال رانده چاپلوسان او بد بخته انسانان دي ! داهم یوه إفسانه ده پرون د سفر لور وتښتول شوه او نن بیرته خلا صه شوه ؟ واقعت او که خوش قصه او إفسانه ؟ دغه بدبختان لاریون ولې دامریکې په اشغال د فاسد او غله دولت او دسولې د سبوتاژګرو په مقابل کې لاریونونه نکوي ! داټول یې پوچمغزه انساناندي چې کیفي هر ډول ته ګډیږي !

طوطی

د ##امریکا د یوه توافق په اساس راغلی وه همداسی یو توافق لکه چی اوس طالبانو ورسره وکړ چی په تا به جنګ نکوه خو نور افغانان به وژنو. اوس چی امریکایان په وتو دی د دی جنګ څه شرعی جواز دی؟ د الله او د رسول نه منی لاکن د پنجابی مفتیانو منی. کچیری دا کیسه ستا په ##شوی وای بیا به بدی دا خبری هیڅکله هم نکولی د پ##. ## خو ته یی چی بدون له ورانی او ویجاړی نه نور څه مو زده ندی. دنیا چیری ورسیده تاسی اوس هم خپل ځانونه په تعویض او د زیارت… نور لوستل »

Adam Khan
Brothers and sisters, I would strongly suggest going to ARG and stand
 in front of the office Nasaleh and ask him why.
Brothers and sisters, you might be missing the right person behind this
 issue.

B

Isaac

Da khabara deer da Sharam khabara da.khu taliban chupa dei da kar by namusa talibanoo karie dei.

طوطی

طالبان باید چپه خوله پاتی کنه نو د هغوی سره به هم همداسی رویه وشی ګرچه په تیر وخت یی ډیری امریکایانو ژوندی سپارلی او خرڅ کړی یی دی. زنده باد ملا ضعیف هغه د پنجابیانو د ضد اسلامی او ضد انسانی عمل وغنده کور یی آباد خپل د پښتو غیرت یی معلوم کړ دومره چی د طالبانو مشران بی غیرته دوی څخه غنی ډیر ښه وه هغه خپل سفیر او ډیپولومان خو یی را وغوښتل.

Isaac

.Taliba da punjab aw isi zaman dey.chire da pakistan par khelaf khabara kawaly see. Punjab ba yei ###.

طوطی

کابل لیانو خپل غیرت تر یوه حد وښود دا طالب ## خو یوه خبره هم ونکړه. دا څومره د##قوم دی بیا ټول ځانو ته پښتانه او افغانان هم وایی. د هر سفارت عزت د هغه د ملک عزت دی. طالب دا ثابته کړه چی دوی افغانان ندی. ###

تور سپین

مشوکه دى ماته سه. په دى ډرنامه باندى د وړکى ماشوم سر هم خلاصيږى، چه ددى فلمى تښتونى سناريو ورسته تر هغه کابل کى جوړه شوه کله چه عمران خان د غنو انتقادات په ازبکستان کى ور رد کړل. دا هغه سى يوه ډرامه ده کله چه عراق پر کويټ حمله وکړه او امرىکا د يوه کويټى سفير لور د نرسى په رول کى راښکاره کړل او دى وويل، چه عراقى عسکرو دغسه او هغهسى بيعزتى او ظلمونه وکړل. مګر په حقیقت کى دا نرسه نه وه او د حملى په وخت کى دا انجلى په امرىکا کى ژوند کاوه… نور لوستل »

طوطی

دومره بی غیرتی هم پکار نده چی له خپل عزت او عقت نه پنجاب ته تیریږی. کچیری ستا ##وی بیا دی داسی خبری کولی؟

Back to top button
12
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx