افغانستان

هدایت الله پکتین د ملي امنیت له بند څخه آزاد شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه هدایت الله پکتین نن ماښام د ملي امنیت له بند څخه آزاد شو.

نوموړی کابو یوه اونۍ وړاندې د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې له خپل کور وروسته له هغه ونیولو چې په یو تلویزیوني بحث کې یې د جګړې د بندولو غوښتنه وکړه او د کابل حکومت یو شمېر کړۍ یې د جګړې په اوږدولو تورنې کړې.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند چې د ښاغلي پکتین د خلاصون لپاره یې ډیرې هلې ځلې کړي، لږه شېبه وړاندې د هغه د خلاصون خبر ورکړ؛ خو په دې اړه یې نور تفصیلات نه دي ورکړي.

د هدایت الله پکتین نیول کېدو د ټولنیزو او سیاسي فعالانو پراخ غبرګونه راپارولي وو، چې په اړه یې دلته لوستلای شئ.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل حکومت ملي امنیت ځواکونه په پلازمینه کابل کې سیاسي فعالان او د پوهنتون استادان نیسي او یایې هم په غیر مستقیم  ډول ګواښي، بلکې تردې وړاندې یې هم ګڼ شمېر فعالان او د پوهنتونونو استادان او دیني عالمان بندیان، ګواښلي، ترور کړي او آن یو شمېر له هېواد څخه کډې کولو ته اړ ایستلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

دکابل آدارې دملی آمنیت صفری قطعات او د کوماندو او کمپین ملیشی ارباکیان هغه ځواکونه چی دخپلو خلکو په وینو یی لاسونه سره باید تر بشپړ کنترول لاندی راشی او په دوی کی هغه کسان چی دخلکو په وژلو او ربړولو کی مستقیم لاس تر جدی تعقیب او پوښتنی لاندی ونیول شی او د خپلو اعمالو سزا باید ووینی تر څو عدالت او انصاف تطبیق شی او زموږ راتلونکی نسل تری عبرت واخلی

الحاج استاذ بیانزی

که څه هم پکتین صاحب ډیر نه پیژنم ، مګر دا چه بیطرفه ولی د حق پلوی تحلیلګر دی او د هیواد، خلکو او خبلواکی مین شخص دی موږ ته د قدر وړ او مهم شخصیت دی او په ځانګړی ډول چه مطمن. اعظم ، ځلاند صاحب او داسی نورو یی لنګه کړی . وایی یار له یارانو پیژنی چا چه یی تصدیق کړی هغوی زه پیژنم ښه خلک دی نو پکتین صاحب هم شخصیت لری هیواد اشغال او غلامه اداره یی د برچی په زور پری چارواکی کړی چه خلک د اشلګرو د پاره استثمار او حقایق ولټه کړی.… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x