شعـــــرونه

کوترې راغلې/ سعادت مهاجر

سعادت مهاجر

د هیواد د ازادۍ کوترې راغلې
بیا وطن ته بغدادۍ کوترې راغلې

په هوا کې یې سَیلونه بلا خوند کړي
ورکې تللې بریالۍ کوترې راغلې

د وطن په خړو دښتو را ګرځيږي
څو رنګینې غرنۍ کوترې راغلې

غره لمنه کې کوچۍ یې انتظار کړي
چې له پاس یې په کیږدۍ کوترې راغلې

په اوبو باندې را ټول یې شول سیلونه
په ګودر لکه جلکۍ کوترې راغلې

په اسمان کې د سَیلونو قطار راغی
سعادته تا ته په دوستۍ کوترې راغلې

سعادت مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x