نظــر

د ملي اهدافو په اساس ولاړ حکومت/ پنځمه برخه

سيد مبين شاه

د ملي اهدافو د تحقق په اساس ولاړ حکومت د قیادت پیشنهادي مواصفات:

په اسلام کې د مسؤلیت د سپارلو اساس اسلامي علماوو د الله د قول چې فرمایي: (إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِين) څخه اخیستی. په دې ایت شریف کې د مسؤلیت د اداء لپاره په اسلامي حکومت کې ددې ترڅنګ چې عامه کارمند او قاید د اهلیت لپاره دوه عمده شیان شرط دي ولو که هغه ریاست جمهوري وي، که بادشاهي، که امارت او اولی الامر، مامور، مدیر، امر، رئیس، رئيس عمومي، معین او که بل څوک:

1. قوت کاري:
چې د علم، کاري تجربې، کاري مهارت، ذکاوت او د ورکول شوي مسؤلیت په سر ته رسولو کې د کفايت او کارایي څخه عبارت دی. البته قوت کاري د مسؤلیت د ماهیت پورې مستقیماً تړاو لري. د ډاکټرۍ ځای ته ډاکټر، د انجينرۍ ځای ته انجينر او مالي او اقتصادي امورو ته اقتصاد دان، قانوني او حقوقي ځایونو ته قانون دان او حقوق دان، د ذات البیني مشکلاتو او قضاوت لپاره قضاوت پوهان او د جنګ ځای ته زړه ور او شجاع خلک او داسې نور. علم او تجربه کارۍ کې ابتکار، رقابت، د اولویاتو له مخې د وخت او کارونو تنظیم او نور څه چې مخکې مونږ بیان کړي وه هغه ټول په قوت کاري کې شامیلیږي.

2. امانتداري:
امانتداري هغه صفت دی چې اسلام یې د اهلیت اساسي شرط ګڼي چې په نورو نظامونو کې د اسلام په څیر اساسي شرط نه دی. امانت کار د شخص د رښتينولۍ، د اعتماد وړتیا، د کار په مناسب ډول او په وخت سرته رسولو کې جدیت او کوشش او د شخص رقابتي وړتیا څخه عبارت ده، د امانت دارۍ کلمه د مسولیت پیژندنې، نیکه خبره، د خلکو تقدیر، ویښ ضمیر (د الله او د خلکو د حقوقو پیژندنه، کمک او همکاري) بدون له تقصیره د مسؤلیت سر ته رسول او په ښه سر ته رسولو کې حرص او په عدم سوء استفادې شامله ده او امانتداري هغه څه دي چې سړي ته په کار کې لوړ همت، صبر حوصله وربښي او په عامه کارونو کې مسؤل د شخصي سوء استفادې څخه (چې په هر شکل وي که هغه رشوت وي او که بل څه ) لرې ساتي.

3: قانون او اسلامي احکام په یو شان تطبیقول:
په اسلامي ټولنه کې د حکومت سیاسي مشران باید مؤمن مسلمان وي. اسلامي حکومت د خپلو ټولو اتباعو د اقتصادي تضمین مسؤلیت لري نو پدې خاطر په اسلامي حکومت کې هر قسم خلک چې د هر مذهب او دین پورې اړه لري په اقتصادي فعالیتونو کې مساوي حق لري او په اسلامي عدالت کې جبر، ظلم او په حق العبدي امورو کې خپلوي، مقام دین او مذهب او پیسې ځای نه لري او په عادلانه او مساویانه ډول تطبیقیږي. د عمري عدالت تاریخ ته پدې هکله مراجعه وکړئ.

عمر (رض) یو وخت والي مقرر کړ او د تقرر خط یې ورته ورکړ، ورته یې لیکلي وه چې که په کار کې قوي وې خو امین نه وې نو جزا درکوم. که ضعیفه وې او امین وې بیا دې هم نه لرې کوم، که هم ضعیفه وې او هم امین نه وې نو بیا دې لرې کوم او هم د خیانت جزاء درکوم او که قوي وې او هم امین نو نوره ترقي او سلطه هم درکوم. وضعي نظامونه هم د قاید لپاره لاندې شروط وړاندې کوي چې د اسلام د اهلیت په فارموله کې هم راځي.

4. د رهبر هره خبره او عمل باید دقیق او منظم وي:
خبره یې باید په علمي اساس ولاړه او دلایل ولري او د ټولنې د حالاتو سره مناسبه وي. عمل یې باید د خبرې مطابق او ټولنې ته ګټور مناسب او ممکن وي. د ښه واضحه هدف درلودونکی، ښه مقرر، باجرئته، ثابت او باهمته انسان وي.

5. د مشکلاتو د حل او د پرمختګ په خاطر د طرحو جوړونکی او د تطبیق په هکله د تصمیم او اقداماتو قدرت او جرئت ولري. یو کامیاب رهبر مخکې د مشکلاتو د ایجاد څخه د حل طرحه جوړوي او اقدامات کوي او د پرمختګ د طرحې په جوړولو او تطبیق د بحرانونو مخه نیسي.

6. کامیاب رهبر د خلکو لپاره مثال وي او داسې خبره او عمل کوي چې خلک ورڅخه متاثر شي او د اهدافو د تحقق په لور خپلو پیروانو ته لوړه انګیزه ورکړي. خلک متوجه او رهبري کړي.

7. قوي او کامیاب رهبر هغه څه ګوري چې نور یې لیدلی نه شي. نو پدې خاطر هدف یې باید واضحه او د انتقاد قبلوونکی وي.

الف: کامیاب رهبر همیشه خپلو پیروانو ته انګیزه ورکوي تر څو د اهدافو، پلانونو او طرحو په تطبیق کې ورڅخه کار واخیستل شي او ټولنه د ثبات او پرمختګ په لور حرکت وکړي.

ب: کامیاب رهبر همیشه په خپل فکر، قدرت او امکاناتو ښه مطمئن اوسي او د پیروانو په توجیه او انګیزه ورکولو کې د خپل قوت د نقطو څخه کار اخلي.

ج: کامیاب رهبر همیشه د یو دقیق پلان درلودونکی وی او د خپل پلان د کامیابی لپاره په هر صورت او حال کښی د خپلی هدف په لیار کښی د موانعو مخنیوی کوی.

8: ښه رهبر ښه اجتماعي انسان وي، ښه اوریدونکی او ښه مقرر وي.

9: ښه رهبر اهل خلک پیژني او د هغو د قدراتو مطابق کار د حدود په چوکاټ کې اهل ته سپاري.

10: ښه رهبر همېشه بافرهنګه او د خلکو په جوړښت کې د حکمت او ښه مهارت لرونکی کس وي.

11: ښه رهبر همېشه په خپلې طرحې او پلان ولاړ سړی او نه متزلزل کیږي او پوهیږي چې د پلان او طرحې تطبیق یې وخت او امکاناتو ته ضرورت لري

12: کامیاب رهبر د خپل پلان او طرحې په تطبیق کې د قانون او اخلاقو څخه کار اخلي تر څو کامیابۍ ته ورسیږي او هیڅکله عاطفې ته په اصولو ترجیح نه ورکوي.

13. په عقلاني لحاظ ذکي انسان وي. د هغه مشکلاتو په حل قادره وي چې ورسره مخامخ کیږي او په مناسب وخت مناسب اقدامات وکړي.

14. همیشه د خلکو تر منځ د اعتماد او همکارۍ فضاء رامنځته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x