ورزش

انګلستان دوهمه شل اوريزه لوبه کې پاکستان ته د ۴۵ منډو په توپير ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوريزو سيريز کې کوربه لوبډلې انګلستان خپل سيال د ۴۵ منډو په توپير مات کړ.

په ياده لوبه کې لومړی انګلستان توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې ۲۰۰ منډې وکړې، ددوی له لوري جوس بټلر ۵۹، معين علي ۳۶ او ليام ليوينګسټن ۳۹ منډې وکړې، د پاکستان له لوري محمد حسنين ۳، عماد وسيم او حارث رؤوف ۲-۲ ويکټې واخيستلې.

په ځواب کې د پاکستان توپ وهونکو ښه پېل وکړ خو بابر اعظم له ۵۰ منډو ملګرتيا وروسته خپله ويکټه له لاسه ورکړه.

له محمد رضوان پرته هيڅ توپ وهونکی ونه چلېد او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۵ منډې وکړې او د ۴۵ منډو په توپير يې ماتې ومنله.

په دوهمه سيالۍ کې پاکستان په داسې حال کې ماتې ومنله چې له دې وړاندې يې په لومړۍ شل اوريزو سيالۍ کې ۲۳۲ منډې کړې وې او سيال لوبډلې ته يې د ۳۱ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

د يادونې وړ ده چې د انګلستان او پاکستان لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ لوبې هم وشوې چې پاکستان په دريواړو کې ماتې ومنله او په يادې لوبلړۍ کې وايټ واش شو.

https://twitter.com/ICC/status/1416804527655817217?s=19

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x