افغانستاند سولې طرحېسولې اړوند خبرونه

دوحه کې د دوو ورځنیو ناستو پای: دواړو اړخونو د لوړې کچې مذاکراتو او د ورته ناستو په دوام هوکړه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په دوحه کې د افغان سیاسي مشرانو او طالبانو تر منځ د لوړې کچې دوې ورځنۍ ناستې پای ته ورسېدې او دواړو لورو د یوې مشترکې اعلامیې له لارې د ورته ناستو او د لوړې کچې د مذاکراتو په دوام هوکړه وکړه.

د ناستې په پای کې په یوه ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې  دواړو لورو د افغانستان معضلې ته د یوه تلپاتې او منصفانه حل لارې د موندلو په موخه د مذاکراتو په چټکتیا هوکړه وکړه.

اعلامیه کې وړاندې توافق شوی، چې د لوړې کچې مذاکرات به دوام پیدا کوي او دواړو لورو خپلو مذاکراتي ټیمونو ته هدایت کړی چې خبرې ګړندۍ کړي.

د اعلامیې په بله برخه کې د ملکي زیربناوو او د روغتیايي کارمندانو او نورو خیریه کارکوونکو د امنیت په خوندي کولو ټینګار شوی او هوکړه شوې چې « ټول اړخونه ډاډ تر لاسه کوي چې په ټول افغانستان کې ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي.‌  په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخه خپریدو ته په پام سره دوی به د واکسیناسیون پرسونل د خوندیتوب لپاره ټول مناسب اقدامات کوي او د کرونا د درملنې لپاره به په ټول افغانستان کې د آکسیجن او نورو اړینو توکیو د خوندي انتقال او په شفافه توګه مستحقینو ته د رسیدو لپاره کار کوي.»

ددې تر څنګ د قطر له هیواد مننه شوې چې د افغان سولې لپاره یې «سخاوتمندانه هڅې» کړې دي.

د اعلامیې بشپړ متن:

پښتو متن: 

ګډه اعلامیه

د افغان لوریو لوړ پوړو مشرانو د قطر هیواد په کوربتوب د کال ۱۴۴۲/۱۲/۸هق. ۱۴۰۰/۴/۲۷هش ۲۰۲۱ د جولای میاشتې په ۱۷ او ۱۸ نېټه په دوحه (‌ قطر ) کې خبرې اترې تر سره کړې.

دوی د مذاکراتو د ګړندي کولو پر اړتیا توافق وکړ تر څو په افغانستان کې د موجوده معضلې د حل لپاره ژر تر ژره یوه منصفانه او تلپاتې لار ومومي.‌

دوی یوه جوړجاړي ته چې د افغانستان د ټولو نارینه وو او ښځینه وو ګټو او غوښتنو ته د اسلامي ‌اصولو په رڼا کې ځواب وايي،‌ د اړتیا درک لری.

دوی ژمن دي‌ چې د لوړې کچې مذاکراتو کې ښکیل پاتې شي تر څو دغسې یو جوړجاړی تر لاسه شي،‌ او دهمدې هدف لپاره به دوی په راتلونکي ‌کې دغه قسم غونډو ته دوام ور کړي. په عین وخت کې دواړو مشرانو خپلو مذاکراتي ټیمونو ته د مذاکراتو د ګړندي ‌کولو هدایت وکړ.‌

ټول اړخونه ډاډ تر لاسه کوي چې په ټول افغانستان کې ملکي زیربناوې خوندي پاتې شي،‌ اړونده خواوې به د ملکي تلفاتو مخنیوی کوي او د بشري مرستو په اړه به همکاري کوي.‌ په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخه خپریدو ته په پام سره دوی به د واکسیناسیون پرسونل د خوندیتوب لپاره ټول مناسب اقدامات کوي او د کرونا د درملنې لپاره به په ټول افغانستان کې د آکسیجن او نورو اړینو توکیو د خوندي انتقال او په شفافه توګه مستحقینو ته د رسیدو لپاره کار کوي.

دواړه هیئتونه په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تر لاسه کولو لپاره د قطر هیواد سخاوتمندانه مرسته ستايي. همدارنګه د ګاونډیو، سیمه ایزو هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه د سولې په پروسه کې د هغوی له همکاریو څخه مننه کوي.‌

دوحه ۱۴۴۲/۱۲/۸هق–۱۴۰۰/۴/۲۷ هش. ۱۸ جولای ۲۰۲۱‌م

دري متن: 

اعلامیه مشترک

رهبران عالیرتبه افغان از تاریخ۱۷ الی ۱۸م جولای ۲۰۲۱، به میزبانی دولت قطر، در دوحه (قطر) گفتگو نمودند.
آنها بر لزوم تسریع مذاکرات توافق نمودند تا در اسرع وقت یک راه حل عادلانه و پایدار برای معضله افغانستان به دست آید.
آنها نیاز دستیابی به یک توافق را که پاسخگوی منافع و خواسته های همه زنان و مردان افغانستان در روشنایی اصول اسلامی باشد، درک میکنند.
آنها متعهد هستند که تا رسیدن به چنین توافقی به سطح عالیرتبه در مذاکرات دخیل باشند، و بمنظور رسیدن به این هدف در آینده به چنین نشست ها ادامه میدهند. در عین حال بزرگان دو طرف برای تسریع پروسه مذاکرات به تیم های مذاکراتی خویش هدایت دادند.
تمام طرفها اطمینان میدهند که در سرتاسر افغانستان از زیربنا های ملکی محافظت صورت میگیرد، از تلفات ملکی جلوگیری مینمایند و در مورد کمک های بشری همکاری مینمایند. با توجه به گسترش چشمگیر ویروس همه گیر کووید-۱۹ در سرتاسر افغانستان، تمام اقدامات مناسب را برای امنیت پرسونل واکسیناسیون انجام خواهند داد و از حمل و نقل اکسیجن و سایر مواد ضروری به شکل شفاف برای تداوی مردم مصاب به کووید-۱۹ بدون کدام موانع اطمینان حاصل خواهند نمود.
هر دو هیئت از دولت قطر به خاطر کمک های سخاوتمندانه شان در راستای جستجو برای یک صلح پایدار در افغانستان سپاسگزارند. همچنان از کشور های همسایه ، کشور های منطقه و جامعه جهانی نسبت همکاری های شان در پروسه صلح ابراز امتنان مینمایند.

دوحه – ۲۷ سرطان ۱۴۰۰- ۸ ‍ ذوالحجه ۱۴۴۲ – ۱۸ جولای ۲۰

پښتو پي ډی ایف:

د دوحې تر دوه ورځنیو خبرو وروسته خپره شوې مشترکه اعلامیه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا نو څه اعلامیه ده؟ لکه د ماشومانو خبری. تاسو ناستو ښاعلو څخه د ملت توقع داسی یوه لنډه او بی مفهمومه اعلامیه نوه حد اقل د لوی اختر په احترام به تاسو ټولو ملت ته د اوربند څیری ورکړی وو. آیا تاسی پوهیږی چی ټول ملت او مسلمانان د ټولی نړی پر تاسو ##### پر تاسو ټولو شی لا پدی رقم به مفهمه او بی ارزشه اعلامیه. الله مو تباه کړه ##. تاسو باید د پاکستان زشت او ضد اسلامی عمل چی د سفیر یوې افغانی خور سره وشو غندلی وی. ####

nuri geylani

Allah (j.j) douy tol pa hkpal qahar taba av barbad ka . dai loy ajhtar pakhatar yai ham 4 wrazai orband wa na shawai kawalai.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x