نظــر

د پردیو په بازار کې د افغانستان د خرڅولو بیه

محمد طاهر ثابت

امریکایي یرغل او اشغال د طالبانو د آزادفکرۍ او عدالت له کبله راوستل سو. امریکایانو اسامه ملامت کړی او د هغه تسلیمي یې غوښته او طالبانو د اسلامي اصولو په بنا او د عدالت د نظام په رڼا کې له هغوی اسنادونه غوښتل. دا چې امریکا د یو فقیر او جنګځپلي وطن داسې غوښتنه د ځان عار بلله او د دوی د استعماري ځبېښاک لپاره یې یو خطر بلله نو د سولې په ځای یې د زور وحشت پیل کړ.

خلک وایي چې دا د هغوی مخته تیار پلان و او ددې لپاره یې خپل تعمیرونه ړنګ کړل او اسامه یې باندې متهم کړ. ددې دلیل دا ویل سوی چې د ۹/۱۱ په حادثه کې یو هم افغان نه و او نه پلانګذاري په افغانستان کې سوې وه.

که رښتیا امریکا د غچ په اخیستلو فکر کاوه نو باید د سعودي په پاچاهۍ یې کړی وای. دا چې امریکايان غله دي او د افغانستان په طبیعي زیرمو پسې راغلي وو او د مرکزي اسیا او هندي قارې په بازارو پسې لالهانده خوځیدل نو په افغانستان یې حمله وکړه چې د دوی په ګومان طالبان ناپوه او ضعیف دي. هغوی خپل جاسوسان لا له اوله د طالبانو په بدنامۍ پسې اچولي ول.

د سقاویانو مشرانو چې په اسلامي او قانوني برخو کې یې مهارت درلود د یوه او یا بل څه په نامه د امریکایانو لپاره خپله غلامي برحقه بلله او د کفر د اشغال لپاره یې دلیلونه پیدا کول. چنګیزیانو په درواغو ځانونه د طالبانو د قتل عام ځوریدلي معرفي کړل، د هغوی د جنایاتو مکافات هغوی ته په امریکایي اداره کې تر ټولو لویه برخه ورکړل سوه. سقاویانو بیا د قومپرستۍ تر شعار لاندې خپلې ګټې لټولې. په دې کې تر ټولو لوی جنایتکاران بیا ځینې هغه تعلیم یافته مفتخواران وو چې د اسلام نه د تیښتې په نامه پردیو دولتو ته کډه سول او هلته یې یا جاسوسي واخیسته او یا په ارزله کارو بوخت شول او بیا یې د اشغال د دوام لپاره ټیکې واخیستې. ځینې یې بیرته افغانستان ته راصادر سول او ځینو بیا د افغانستان څخه د باندې زهرجن پروپاګند په طالبانو پسې پیل کړ او لا دوام لري.

اوس چې طالبان د بري په دروازو کې ورونه ټکوي او پلورل سوي دماغونه د نوي بادار په لټه کې دي، د ۲۰۰۱ د خندا تیاتر بیا د کړکو خنداوو ځای سوی دی. هغه چې خندونکی باید وبولو هغه د افغانستان د خرڅولو بیه ده. مونږه د افغانستان د خرڅولو بیه په لاندې کسانو کې وینو:

1: د بې حیایۍ خرڅونکي:
د بې حیایۍ نظام یا دیموکراسۍ او جمهوریت خلکو ته د خدمت کولو په ځای د بې حیایۍ آزادي ورکوي. ښځو ته د تعلیم په ځای د ځان خرڅولو چلونه ورښودل کیږي. ښځو ته د خپل زینت د تماشې موقعې روښانه کیږي او د دې په مټ بیا ښځو ته د جنسي تمایلاتو بازار تهیه کول او له هغوی څخه بیا د یو مال په ډول استفاده کول رامینځ ته کیږي.
له کوره بې پردې آزاد وتل د جنسي ښامارانو د خولې ډکول دي چې هغه یا په بیه او یا خوشې، یا په زور او یا رضا ددې ښځو په ښکار پسې راوتلي وي. دلته ښځې د پوره بې عقلۍ سره ځان آزاد بولي او دا بیحیایي د ځان حق ګڼي خو په واقعیت کې دا آزادي دوی د شرافت او عزت له حقه محروموي. هغوی همیش یا فقر او يا ټولنیز محرومیت ته ټیل وهي. دلته دا توپیر نشته چې داسې ښځې په اسلامي ماحول کې وي او یا په غربي او بې پروا ټولنه کې. ځینې هوښیارې ښځې اوس دې ټکي ته متوجه سوي.

2. د جنسي غریزې د تامینولو اخیستونکي:
نر یا سړی د تعلیم په دوره کې له بیباکۍ سره اموخته کول او بیا هغه د جنسي غریزو بازار ته لیږل بل قدم دی چې د آزادۍ په نوم په هلکانو او ځوانانو باندې ترزیق سوي دي. دوی ته د جنسي غریزو راپارونکي عملونه ورښودل او بیا د هغه د لاسته راوړلو لارې ور زده کول دي.
داسې بیباکي بیا د عمر تر اخره له داسې کسانو سره پاته کیږي ترڅو د جنسي بازار تاوده خریداران وي. دا خریداران په مفته او زور او که قدرتمند سي نو بیا په زور او زر د ښځو بدنونه اخلي او یا یې غصب کوي. د تعلیمي ادارو نه پیل او د کار او کوڅو په چاپیریال کې ادامه پیدا کوي. دا بې باکي آزادي بلل سوې ده خو په رښتیا دا د جنایتونو مور ده. بیباکان بیحیایي زیاتوي چې په آخر کې هم د نر او هم د ښځې ټولنیز ژوند خرابوي.

په اسلامي جامعه کې د شرم نه کورونه ویجاړیږي او په عادي ژوند کې بیا د نکاح نظام له مینځه وړل کیږي او یا د طلاقونو سبب کیږي چې تاثیر یې بیا په ښځو او ماشومانو باندې ښکاره او د هغوی د دماغي او اقتصادي مصیبتونو سبب ګرځي.

3: د زور او زرو نسپړسان:
دا هغه کسان دي چې اخلاقي معیارونه نلري او د دنیا ژوند یې په مادیاتو باندې ولاړ وي. هغه که تسبیح په لاس او وردونه په خوله ګرځي بیا هم د دوی هدف مادیات وي. د نوم او ثروت لپاره غلامي کوي او په هرڅه چې وي دوی د نوم او ثروت لاس راوړل غواړي.

4: بې هنره لټان:
هغه چې د هنر او صنعت نه لرې وي او هغه چې همدا لاره سخته بولي همیش د حرام او حلال فرق نکوي او په هره لاره چې وي دوی د خپل نس په غم کې وي. دا په دې شرط چې اسانه او مفته وي. دوی هم کوم اخلاقي معیار نلري او صرف د خپل نس په ډکولو پسې پکو وي. داسې کسان کله ناکله معتاد هم وي.

5: پوه ناپوه، بیغیرته او ناپوه لیونیان:
هغه چې څه تعلیم لري او په اسلامي اخلاقو باندې ځان مکلف نه ګڼي او یا د تعلیم په ځای په غربي ایډیالوژۍ یې ایمان راوړی وي هغه ناپوه ناپوهان دي چې د افغانستان آزادي او استقلال ورته مطرح ندی. یو لړ بیا هغه کسان دي چې د زور په مقابل کې بیغیرته او مادي مفاد یې په نظر کې وي. ناپوه لیونیان بیا هغه دي چې د وطن پلورنکو په ډله کې ولاړ مګر د هغه په ګټه او تاوان یا ناخبره او یا په ناخبرۍ کې د غلامۍ لیونیان وي.

د پورتنیو کسانو په لحاظ ویلای سو چې د افغانستان د خرڅولو بیه دا شیان تشکیلوي:
ا. بې حیایي: بې پرده کیدنه، فحاشي او د ښځینه بدنونو خرڅونه.
ب. جنسي تمایلات: آرت، موسیقی، تلویزيون، سینما، ږیره او لمونځونه.
ج. نسپړسان او لټان: بداخلاقي، نوم، قدرت او ثروت ترلاسه کول یا اسانه او مفته یوه ګوله مړۍ ډوډۍ پیدا کول؛ او…..
د. پوه ناپوه او لیونیان: بې دیني، ایډیالوژیک لیونتوب، بیعقلي او د جنایت کولو آزادي.
اوس نو دا سوال دی، چې ایا د افغانستان د خرڅولو بیه د خندا وړ نده؟

محمد طاهر ثابت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

محمد طاهر خانه وروره مننه د دیر خایسته مضمون سخه دی . وروره تر سو مکتبی خپل سیاست یا خپل سیاسی جهت او اقتصادی تگلاره مطابق د الله ( ج ) د خوشی نکری ، یعنی د قرآن عظیم الشان د هوشیاری یا باخبری سخه کار وانخلی ، یقینی ده چی د ملا به بده ورز وی همیش. مکتبی دا ندی لوستی خپل عقل یا د میدیا چی بیا هم د انسان عقل دی ، العیاذبالله د خدای تعالی تر پوهی لور بولی، افسوس په ناپوهی کی ژوند تیروی عجیبه ده د انسان د خیر خیگنی قضاوت هم کوی دا… نور لوستل »

طاهر ثابت

آمین
وروره
سقاویان او چنګیزیان یعنی دمجاهدینوهغه ګمراهی ډلی چه دیرش کاله کیږی دافغانستان په چور کی ددین او قومی امتیازاتو څخه سوء استفاده کوی. دا ټکی دغوسی څخه نه دقومی نفرت په خاطر ویلی سوی. بیا هم تاسو برجق یاست. دکابل خبری وسائلو شاید زه هم تر تاثیر لاندی راوستلی یم.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x