افغانستان

اسلام اباد: کابل دې د سفیر د وربللو په پریکړه بیا ځلې غور وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): وروسته له هغه چې د اشرف غني په امر د کابل د بهرنیو چارو وزارت له اسلام اباد څخه خپل سفیر او  نور ډيپلوماټان کابل ته وبلل؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له یادې پریکړې ناخوښ دی او هیله یې څرګنده کړې چې کابل به یې په اړه بیا ځلې غور وکړي.

د تېرې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د کابل د سفیر «نجیب الله علیخیل» د لور د تښتول کېدو او شکنجه کېدو په غبرګون کې اشرف غني امر وکړ، چې سفیر او ډیپلوماټیک پرسونل دې له اسلام اباد کابل ته ستانه شي او تر هغه دمه دې دلته پاتې شي، تر څو قضیه نه وي څېړل شوي او عاملین یې د قانون منګولو ته نه وي سپارل شوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې د کابل پریکړه د «افسوس او خواشینۍ وړ» بللې ده او هیله يې کړې، چې کابل به شوې پریکړه به بیا ځلې غور وکړي.

د اعلامیې له مخې د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي هدایت په اساس پېښه په ډېره لوړه کچه څېړل شوې او تر دې دمه اخیستل شوي ګامونه هم د افغانستان له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له لوري شریک شوي دي.

یاده دې وي، چې کابل داسې مهال له اسلام اباد خپل سفیر رابولي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا لور ته روانې دي او کابل حکومت پاکستان تورنوي، چې ورسره کړې ژمنې یې نه دي عملي کړې.

څه موده وړاندې د کابل حکومت چارواکو په بحرین کې له پاکستاني لوري سره لیدلي وو او داسې ویل کېږي، چې په امنیتي برخه کې ورسره پټ تړونونه هم لاسلیک شوي دي، چې د نه عملي کېدو له امله یې د کابل چارواکي غوسه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

فکر د غنی دا کار خورا ښه او پر ځای دی. خلک نغواړی چی د پاکستان سفارت هم په کابل وی. خیر دی زمونږه مریضان دی ټول مړه شی خو دومره بی غیرتی نه منو. د سفارتونو ساتنه د هر حکومت په غاړه ده پاکستان د سفارت په امنیت کی پاتی راغلی باید چی نور هیوادونه هم خپل سفارتونه په پاکستان کی وتړی.

Adam Khan

Silly Imran Khan Niazi.
You silly boy, the issue was planned and executed by Nasalih

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط نن که د پاکستان په پلازمينه کې د کوم رزيل او جنايتکاره دلاسه افغان تور سرې او که پرون د افغانستان په دننه کې د اروپايې او امريکايې وحشيانو له لورې افغانانې بې عزته کيدې ، د هر يوه کړه حيوانې او وحشيانه دي. الله سبحان وتعالی دې په افغانستان کې داسې نظام حاکم او يو داسې رهبر افغانانو ته په برخه کړې ، نه داچې د افغان ميرمنې بلکه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هرې مسلمانې خور ، مور او لور د پت او عزت ګرويږنه د هر جنايتکار ، وحشې او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx