شعـــــرونه

په امن کې ژوندون غوره حالات غواړمه/ ضعيف

حسان ضعيف

د خپل هیواد سکون درنه سوغات غواړمه
په امن کي ژوندون غوره حالات غواړمه

نور بس دي دا ګردش د وخت اخته په دښمني کړو
سړیه په مات زړه درنه ثبات غواړمه

دا تخم د نفاق راته تحفه پردو راوي
اشنا درنه په زهرو کي حیات غواړمه

وژل، ځپل د خپلو راته وایه چې تر کومه؟
پر یوه ټغر د ټول اولس جهات غواړمه

له رنګه یمه ښه په زړه رنځور یمه بیمار یم
له هر درده طبیبه نور نجات غواړمه

چې بله مور شي بوره او نه بل بچۍ یتیم شي
حسان ضعیفه سوله په خیرات غواړمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x