ټولنیزه برخه

زرپارې «۳۸مه برخه»

لیکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژباړن: احمد ګل ريان

ستا لورېينه ستا تر لقاء اړه لري:
قاضي بکار بن قتيبة رحمه الله د مصر مشهور محدث او فقيه تير شوی دی، نوموړی د امام ابو جعفر طحاوي رحمه الله استاد دی او په شرح معانی الآثار کې ډير حديثونه د ده په سند روايت شوي دي.

احمد بن طولون د قاضي بکار په زمانه کې د مصر حاکم و، نوموړي به د حديثو د زده کړې لپاره د قاضي بکار رحمه الله په درس کې شرکت کاوه. له درس وړاندې به د قاضي بکار خادم د درس په ګډون والو غږ کاوه چې «څوک له خپله ځايه پورته نشي» له دې وروسته به ابن طولون په پټه ورتلو، د طالبانو په صف کې به کيناست او د حديثو درس ته به غوږ و.

تر ډيره وخته د قاضي بکار رحمه الله او ابن طولون تر منځ تعلق ډير ښه و، په دې وخت کې احمد بن طولون قاضي بکار رحمه الله ته په معاش سربېره د کال زر ديناره هديه کول.

يو وخت د يوې سياسي موضوع پر سر د قاضي صاحب رحمه الله او احمد بن طولون تر منځ اختلاف پيدا شو. ابن طولون غوښتل چې خپل ولي عهد معزول کړي او پر ځای يې بل څوک مقرر کړي او قاضي صاحب يې تصديق وکړي، خو قاضي صاحب ترې ځکه انکار کاوه، چې دا کار يې ښه نه ګاڼه، چې له دې امله يې تعلقات بې خونده شول او خبره دې ته ورسېده چې ابن طولون قاضي صاحب رحمه الله بندي کړ او دا پيغام يې ورته وليږه چې څومره دينار د هديې په ډول ورکړل شوي دي، ټول بيرته ورته وليږي.
قاضي بکار رحمه الله ته تر اتلس کلونو پورې هر کال زر دينار ورکړل شوي وو، مطلب دا چې اتلس زره دينار بايد عاجل بيرته ورکړي.

ابن طولون فکر کاوه چې دا غوښتنه به قاضي صاحب رحمه الله پريشانه او بې ځوابه کړي، خو کله چې پيغام ورته ورسيد، قاضي صاحب له ځنډ پرته کورته لاړ او اتلس کڅوړې يې راوايستلې، چې په هره يوه کې زر دينار وو. کله چې د دينارونو اتلس کڅوړې ابن طولون ته ورسېدې، پوه شو چې هماغه کڅوړې دي چې قاضي صاحب ته يې استولې وې او حتی خولې يې نه وې خلاصې شوې. ابن طولون د دې واقعې په ليدو حيران شو، چې قاضي صاحب آن يوه کڅوړه هم نه وه خلاصه کړې، بلکې څنګه چې ورته رسېدلې وې، هماغسې يې ساتلې وي.

وروسته معلومه شوه چې قاضي بکار رحمه الله له دې امله دينار نه و مصرف کړي، چې که څه هم په اوس وخت کې يې له حاکم ابن طولون سره اړيکې ښې دي، خو که کله يې ورسره اختلاف پيدا شو، نو څنګه چې دينارونه ورکړل شوي دي، هماغسې يې بيرته ورته وسپارلی شي.

ابن طولون چې د قاضي بکار رحمه الله دا کردار، د ځيرکي، حکمت او استغناء ناولده او غير معمولي وضعيت وليد، د خجالت خولې پرې راماتې شوې. (يوسف بن تغري بردي رحمه الله: النجوم الزاهرة فی اخبار ملوک مصر والقاهرة ج: ۳ ص: ۱۹)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x