دیني، سیرت او تاریخ

د خپل علم په ارزښت پوه شئ!

مولوي نورالحق مظهري

عَنْ كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ أَبِيْهِ : قَالَ سَمِعْتُ رَسُوْلَ اللهِ صَلَى اللهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ يَقُوْلُ مَنْ طَلَبَ الْعِلْمَ لِيُجَارِيَ بِهِ الْعُلَمَاءَ أَوْ لِيُمَارِيَ بِهِ السُّفَهَاءَ أَوْ يَصْرِفَ بِهِ وُجُوهَ النَّاسِ إِلَيْهِ أَدْخَلَهُ اللهُ النَّارَ.[سنن ابن ماجة 253]

ژباړه:څوك چې طلب د علم وكړي ددې لپاره چې په هغه باندې ځان د علماوو سره په لانجه كې واچوي او يا په هغه باندې د كم عقلانو سره مقابله وكړي او يا په هغه باندې ځان ته د خلګو مخونه را واړوي، نو الله پاك به هغه سړی اور ته داخل كړي.

توضيح: يعنې څوك چې تحصيل د علم كوي خو د الله د رضا لپاره نه بلكې ددې لپاره چې په هغه باندې د نورو علماو سره ځان په جنجال كې واچوي او د هغوی سره مناظرې وكړي او يا په خپل علم باندې و غواړي د كم عقلانو انسانو سره مقابله وكړي البته د هغوی د اصلاح لپاره نه بلكې ددې لپاره چې ځان په هغوی كې مطرح كړي او يا هم د دوی سره داسې بحثونه كوي چې نه تنها دا چې هغوی ورباندې اصلاح كيږي نه بلكې پرې پوهيږي نه چې په نتيجه كې هغوی نور هم د اصلاح كېدلو څخه لرې كيږي، او يا هم تحصيل د علم ددې لپاره كوي چې ځان په خلکو كې مطرح كړي، شهرت وګټي پدې باندې ځينې دنيوي امتيازات او لوړ نوم وګټي نو دغسې انسان به اور ته داخليږي.

يا الله د داسي خلګو څخه مو مه ګرځوې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x