افغانستان

اشرف غني د یو هیئت په مشرۍ هرات ولایت ته سفر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته تللی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې ده ښاغلی غني به ددې سفر په دوران کې د هرات له والي، د ۲۰۷ ظفر قول اردو له قومندانانو او نورو نظامي او ملکي مشرانو او استازو سره د هرات د امنیتي وضعیت په هکله خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د هرات د ۱۷ ولسوالیو له جملې څخه ۱۵ ولسوالۍ او د اسلام کلا او تورغنډۍ سوداګریز بندرونه تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي، دا مهال یوازې د انجیل او ګذرې ولسوالۍ مرکزونه او د هرات ښار د دولت په ولکه کې پاتې دي.

د هرات ولایت خبریالان چې د اشرف غني د غونډو له رسنیز کولو څخه منع شوي، د نوموړي سفر نمایشي بللی چې په هیڅ توګه نه شي کولای د هرات د خلکو ستونزې حل کړي.

خبریالان او مدني فعالان دغه راز اعتراض کوي چې د اشرف غني د سفر د امنیتي ترتیباتو او تشریفاتو په وجه د هرات د هوايي ډګر او ولایت مقام او د ښار یو شمېر نورو سیمو ترمنځ غځېدلې لارې تړلي، چې له امله یې خلک د اختر په دې مصروفه ورځو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx