افغانستان

طالبانو په پاکستان کې د افغان سفیر د لور تښتونې پيښه وغندله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): طالبانو د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور تښتونې پيښه په کلکو ټکو غندلې او دا یې د اسلام او بشر ضد عمل او ظلم ګڼلی دی.

طالبانو همداراز د پاکستان د حکومت څخه غوښتي چې د جنایت کاروانو د نیولو او مجازات په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم لیکلي:

بلخوا د طالبانو د سیاسي دفتر بل ویاند محمد سهیل شاهین هم په ورته ټکو دغه پيښه غندلې خو زیاته کړې چې پاکستان د جنایت کارانو په نیولو باید چټکي وکړي تر څو د دواړو هیوادونو تر منځ نفرت خپروونکو ته فرصت برابر نشي او تخریب کاران غلطه استفاده ځیني ونه کړي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي:

د افغان سفیر لور سلسله علیخیل دوې ورځې وړاندې د اسلام اباد په تر ټولو امن سیمه کې د ناڅرګندو کسانو لوري تر تښتول کېدو وروسته شکنجه شوې او تر څو ساعتونو وروسته له بنده خلاصه شوې ده.

نجیب الله علیلخېل تر دوې ورځې چوپتیا وروسته تېر ماښام پر ټویټر ولیکل، چې لور یې سخته شکنجه شوې او اوس تر درملنې لاندې ده، چې دده له قوله، روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی او موضوع تر جدي‌ تعقیب لاندې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې پېښې خواشینې کړې دې او امنیتي ادارو ټولې هڅې په لار اچولې دي، تر څو اختطاف کوونکي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د پاکستان لومړی وزیر «عمران خان»‌ هم له پېښې خبر شوی او کورنیو چارو وزارت ته یې اته څلوېښت ساعته وخت ورکړی تر څو له ټولو امکاناتو په کار اخیستنې سره اختطاف کوونکي ونیسي‌ او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم پر پاکستان ټینګار کړی چې پېښه وڅېړي‌ او ددې تر څنګ یې په کابل کې د پاکستان سفیر «منصور احمد خان»‌ احضار کړی او د موضوع په تړاو یې معلومات ترې غوښتي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې حکومت د سفیر د لور د اختطاف کېدو له امله خپل سفیر او ورسره ډيپلوماټان راغوښتي او تر هغه به دلته پاتې وي، تر څو «امنیتي ګواښونه له منځه ولاړ شي او تښتوونکي د قانون منګولو ته وسپارل شي».

د کابل حکومت د پریکړې په جواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې د کابل پریکړه د «افسوس او خواشینۍ وړ» بللې ده او هیله يې کړې، چې کابل به شوې پریکړه به بیا ځلې غور وکړي.

د اعلامیې له مخې د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي هدایت په اساس پېښه په ډېره لوړه کچه څېړل شوې او تر دې دمه اخیستل شوي ګامونه هم د افغانستان له سفیر سره د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال له لوري شریک شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
Hey Dr. Naeem:

I am glad you condemned this action but you have to be wise too.  This was truly
planned and executed by Naslih.  You will see the findings and it will clearly show 
that Nasalih was behind it.
طوطی

It’s the responsibility of every government to protect an embassy in its country. Salih is in Kabul and the event occurred in Islamabad where everything is controlled by the Pakistani agency ISI. You are such stupid as Talib

طوطی

طالبان دی لږ شرم وکړی ورسته له هغه چی غنی خپل سفیر او ډیپلوماتان راوغوښتل، خپله حکومت پاکستان هم دا عمل ناجایزه او د شرم وباله بیا نو طالبانو په ډیر احتیاط سره ورسته له ټول خوله وازه کړه بی غیرتو. غنی تر طالبه ډیر با غیرته وو پدی قسمت کی. اوس که طالبان واقعآ استقلالیت لری نو د غزن تار دی هم غندی. فکر نکوم چی داسی یو نر طالب پیدا شی.

pattang

وایې کتابونه دریابونه دي خوشالونګین هم پکشې شته ! دا نو څه مانا لري نجلۍ وتښته وه او له یوې ورځې وروسته یې بیرته خوشې کړه : ایا دا تښتول دنجلۍ د بیعزتي لپاره وو او که دپيسو لپاره ؟؟ دغه دوه سیناریو امکان لري ، داچې نجلۍ وتښته وه وئې وهه او وئې ځوروه ،‌بیرته یې ایله کړه ، داسې عمل دانسان تښتونکو په قاموس او کتاب کې نشته ! دغني فاسد دغه حرکات چې سفارت یې وتاړه او ټول دیپلوماتان یې بیرته کابل ته راوغوښتل یوه سیاسي لوبه او ماجرا جویې ده چې دپاکستان رنګ نور هم خپلوبړېڅو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x