دیني، سیرت او تاریخ

د عبادت د قبلېدو شرطونه

مولوي محمد انوارالدين شرفزی

څرنګه چې عبادات په اسلام کې اوچت مقام او منزلت لري چې شامل، کامل، دقیق، ژور او هر اړخيزه بڼه لري. نو د قبلیدو لپاره يې هم شريعت دوه شرطونه ښودلي که په عبادت کې دغه دوه شرطونه وي عبادت قبلېږي او که دغه شرطونه پکې نه وي نو د نه قبلېدو سره سره عمل کوونکی ګنهګارېږي، د عبادت د قبلېدو شرطونه عبارت دي له:
اول: اخلاص
عبادت که په زړه وي، که په ژبه او که په غړو، د قبلېدو لپاره يې اخلاص ته ضرورت دی چې یواځې د یو الله سبحانه وتعالی لپاره خاص کړل شي او هیڅ ډول شریک او برخَوال دې ورسره پکې نه وي. لکه چې الله تعالی فرمايي:
(هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)( )
ژباړه: الله تعالی هغه ذات دی چې همېشه ابدي ژوندی دی، نشته لایق د عبادت او بندګۍ مګر همدغه الله تعالی دی، نو تاسو همدغه الله تعالی راوبلئ، په داسې حال کې چې خالص کوونکي یاست هغه ته د خپل دین او عبادت او بندګۍ، ټول د کمال صفتونه الله عزَّوَجَلَّ لره دي چې پالونکی او پروردګار د عالمیانو دی.

د جاهليت په دوره کې به مشرکانو د الله تعالی عبادت کولو او د هغه سره به يې د بتانو عبادت هم کولو، مشرکانو د بيت الله شريف احترام ساتلو، نذرونه يې کول، د بيت الله شريف طواف يې کولو، حج يې اداء کولو، په الله تعالی يې سوګند کولو، د سختۍ پر مهال به يې الله ته پنا وړه او د آسانۍ او خوشحالۍ پر مهال به يې خپلو بتانو ته پنا وړله مګر د هغوی دغو ټولو عباداتو هغوی ته هيڅ ګټه ونه رسوله ځکه چې د دوی عبادت خاص د الله تعالی لره نه و بلکي په هغه کې شرک و او زمونږ څخه الله سبحانه وتعالی خالص عبادت غواړي نه مشرکانه لکه چې فرمايي:
(وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ)( )
ژباړه: او هغوی ته پرته له دې هيڅ امر نه و شوی چې: عبادت وکړئ د الله داسې چې خالص او سوچه کوونکی وي الله لره (د شرک او نفاق څخه پاک) په داسې حال کې چې د باطل څخه حق ته را ګرځېدونکي وي.

دويم: د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) متابعت:
د اخلاص سره سره به عمل د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د لارښوونې سره سم اداء کېږي ځکه الله تعالی فرمايي:
(وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ)( )
ژباړه: او هغه څه چې رسول يې تاسې ته درکوي؛ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ، يقيناً چې الله تعالی سخت عذاب ورکوونکی دی.

خو که هر عبادت چې د اسلامي شريعت د حکم موافق نه وي هغه مردود دی او قبول نه دی لکه چې رسول الله(صلی الله عليه وسلم) فرمايي:( مَنْ عَمِلَ عَمَلاً لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ)( )
ژباړه : که چا داسې عمل وکړ چې په هغه سره مونږ امر نه وي کړی يعنې زمونږ په لاره او طريقه برابر نه وي نو هغه عمل يې مردود دی نه قبليږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x