دیني، سیرت او تاریخ

معجزه،کرامت او جادو

سعدالدین حاذق
څرنګه چې د معجزې، کرامت او جادو موضوعات په قران او سنت ثابت دي او هیڅوک ورڅخه انکار نشي کولای خو ځینې خلک د کرامت په موضوع کې غلو او زیاتی کوي. دې لپاره چې د کرامت موضوع واضحه شي دغه مختصر مطلب وړاندې کوم:

معجزه:
علماوو د معجزې تعریف داسې کړی:
معجزه یو خلاف عادت (خارق العادت) کار/عمل دی چې انسانانو د عادت او قوانینو پر خلاف یې، الله تعالی د انبیاوو په لاس جاري کوي او هدف یې د نبوت رښتیولي ثابتول دي. مثالونه یې په قران کې خورا زیات دي، د نمونې په ډول یو څو دلته یادوم. د محمد صلی الله علیه وسلم معجزه – شق القمر (د سپوږمۍ دوه برخې کیدل)، د موسی علیه السلام لاس رڼا کول او امساء چې مار به ترینه جوړیدلو، د عیسی علیه السلام په لاس د برګي مرض ښه کیدل، د ابراهیم علیه السلام په اور کې ژوندي پاتې کیدل، د موسی علیه السلام د امساء په وار سره د بحر ودریدل، وغیره.

د معجزې هیڅ مقابله نشي کیدای او نه یی د هغې په مثل بل شخص کوم عمل ترسره کولای شي. نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته الله تعالی د دین د رښتینولۍ لپاره یو خارق العادة قدرت ورکوي چې د باطل مقابله پرې وکړي.

کرامت:
په لغت کې عزت ته وايي او په شرعه کې کرامت یو (خارق العادة) خلاف عادت کار/عمل دی چې د انسانانو د عاداتو او قوانینو پر خلاف د ولي الله په لاس ترسره شي او هدف یې د دین تقویت، پر دین باندې د ولي د ثابت پاتې کیدلو، د دنیا څخه د اخرت په لور رغبت پیدا کیدل دي. مثالونه یې ډیر زیات دي، د نمونې په توګه یو څو یادوم:
لکه بي بي مریم عليها السلام ته بې موسمه میوې راتللې، یا په خطبه کې د عمر رضی الله تعالی عنه اواز کول مجاهدینو ته چې غره خوا ته لاړ شي او هغوی یې اواز واوریدلو، سره له دې نه چې څو زره میله مجاهدین لرې ول.
بعضې واقعې داسې هم شوي دي چې د الله تعالی د نیکو او پرهیزګارو بندګانو عزت پس له مرګه هم ساتل شوی او کرامات یې لیدل شوي لکه چې یو ځل کفارو د شهید شویو صحابه کرامو سرونه پریکول غوښتل خو الله تعالی د مچیو په واسطه هغوی وساتل او کفارو ونشوای کولای چې سرونه یې له ځان سره یوسي.

جادو:
جادو د شیطانانو په کومک سره د عادي انسانانو د بشري قوت خلاف یو عمل تر سره کول دي لکه د پړي نه مار جوړول. چې دغه کار د یو فاسق او فاجر انسان لخوا د شیطانانو په کومک ترسره کیږي او هدف یې د انسانانو دوکه او بې لارې کول دي.

جادو یو ناروا او باطل عمل دی، د جادو مقابله کیدای سي. جادو له منځه تلای سي.
په حقیقت کې دا درې واړه کارونه د انسانانو د عرف او عادت پر خلاف وجود ته راځي خو ماهیت، اهداف او محلونه یې جدا دي.

اوس راځو خپل هدف ته چې د کرامت په اړه وضاحت دی:
ځینې خلک د معجزې او کرامت په اړه ناسم معلومات لري او یا هم د کرامت په موضوع کې زیاتی کوي.

د معجزې او کرامت په منځ کې اساسي لاندې دوه فرقه دي:
1. معجزه د نبي او رسول له طرفه وي او کرامت د ولي الله چې په رښتیا ولي وي له خوا ترسره کیږي.
2. معجزه د الله تعالی لخوا نبي ته ورکول کیږي او هر وخت ورسره وي اما کرامت د ولي په اختیار کې نه وي بلکه کله کرامت د ولي په لاس صادر کیږي او کله نه حتی ځینې وخت ولي خبر هم نه وي.

د کرامت لپاره علماوو درې اساسي شرطونه لیکلي دي:
1. دغه شخص به تقوا داره او په قران او سنت عمل کوونکی وي. لکه چې سورة یونس کې الله تعالی فرمایي(الا ان اولیاء الله لاخوف علیهم ولاهم یحزنون. الذین امنوا و کانو یتقون)
ژباړه: خبردار یقیناً دوستان د الله تعالی نه به وي هیڅ یره پر دوی باندې او نه به دوی غمجن کیږي. دا هغه کسان دي چې ایمان یې راوړی او دوی ځان ساتي د هرې ګناه نه. خطیب شیربیني ددغه آیات په تفسیر کې لیکي چې پر هر هغه چا چې د دین او شرعې اعتراض وي نو هغه دوکه باز او فریب کار دی او ولې نشي کیدای.

2. په کرامت کې قدرت او اختیار د ولي نه وي بلکه هغه فعل د الله تعالی وي او الله یې د ولي لخوا ظاهروي د ولي د اکرام او عزت لپاره بلکه کله په کرامت باندې ولي خبر هم نه وي.

3. دریم شرط دادی چې ولي به دغه کرامت د پټ ساتلو کوښښ کوي.
خلاصه د خبری داده چې کرامت د الله تعالی لخوا یو متقي او پرهیزګاره شخص ته عزت ورکول دي چې پر دین ثابت پاتې شي او د دین خدمت لپاره تقویه سي.

نو اوس که یو شخص لمونځ نه کوي یا مسجد ته د جماعت سره لمونځ اداء کولو لپاره نه ځي یا حرام خوری یا چرسي او پوډري وي او خلاف د عادت کارونه ترسره کوي نو پوه شه چې دا ولي نه دی بلکه شیطان، جادوګر او دوکه باز دی.

دوهمه مهمه خبره داده چې کرامت دې ته نه وایي چې یو شخص دې په هوا والوځي او یا دې داسې کارونه وکړي چې بلا اسباب د خدای توب کارونه وي لکه بادونه بنده ول، باران کول، د لرې ځای نه لکه امریکا او لندن نه بل هیواد لکه افغانستان او پاکستان ته بلا اسباب سفر کول او داسې نور.

الله تعالی دی موږ ته د دین فهم را نصیب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x