نړۍ

د پاکستان د کورنيو چارو وزير: د افغان سفير لور تښتول شوې نه ده، بلکې دا نړيواله دسيسه ده

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد ويلي، له پلازمېنې اسلام اباد څخه د افغانستان د سفیر لور نه ده تښول شوې، بلکې دا يوه نړيواله دسيسه ده.

شيخ رشيد احمد د پاکستان له «جيو» خصوصي ټلويزيون سره د خبرو پر مهال ويلي، چې ټولې رسنۍ د هېواد دښمنانو د دسیسې په لومه کې دي او د افغان سفير لور تښتول شوې نه ده، بلکې په دې کې د هند د استخبارتي ادارې لاس دی.

د شيخ رشيد په وينا د سفیر لور سلسه عليخېل په لومړي وخت کې ويل، چې تښتوونکو ترې مبایل اخيستی، خو وروسته يې څېړنکي پلاوي ته خپل مبایل ورکړ، نو وټس اپ، انسټاګرام، کلاوډ او ټول نظام يې ترې ډيليټ کړی و.

د کورنيو چارو وزير زياته کړې: « ما هغه ټولې ويډيوګانې وکتلې، چې نجلۍ له کوره پياده وځي، راولپينډۍ ته ځي، له هغه ځایه دامن کوه « د اسلام اباد شمال کې د غره لمن د چکر يو ځای دی» ته ځي او له هغه ځايه بله ټيکسي کې کيني.

د شيخ رشيد په وينا د ټولو ټيکسيانو چلوونکي له دوی سره دي.

نوموړي زياته کړې، چې په امنيتي کامرو کې ښکاري، چې سلسله عليخېل له کوره وځي، د اسلام اباد کهډا مارکيټ ته ځي، له هغه ځايه ټکسي نيسي، راولپنډۍ ته ځي او هلته ګهکړ پلازې سره کوزيږي، د راولپنډۍ له صدر سيمې په بله ټکسي کې کيني، د اسلام اباد په شمال دامن کوه سيلاني ځای ته ځي او دې کولای شوای، چې په لاره کې خپل کور ته لاړه شي. بیا يې له دامن کوه نه بله ټيکسي نيولې، ايف ناين پارک ته تللې ده.

شيخ رشيد وايي، د سفیر لور تښتول شوې نه ده، بلکې دا دوسيه يې د هغې په خو‎ښه هغې ته د درناوي په پار رسمي کړې ده او دوی نورې څېړنې هم کوي.

دی وايي، نجلۍ دا نه مني، چې دا راولپنډۍ ته تللې، خو له دوی سره د امنيتي کامرو ويډيوګانې شته.

د يانې وړ ده، چې دوه ورځې مخکې داسې رپوټونه راغلل، چې په اسلام اباد کې د افغان سفير نجيب الله عليخېل لور سلسله عليخېل د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوې او له شکنجه کولو وروسته يې پرېښې ده.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه توند غبرګون وښوده، له پاکستاني چارواکو يې په دې اړه د جدي پلټنو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پېښې پخلی وکړ او ژمنه يې وکړه، چې په د پېښې هر اړخيزه پلټنه به کوي او د سفير او د هغه د کورنۍ امنيت ته به جدي پاملرنه کيږي.

د کابل حکومت مشر اشرف غني تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت ته امر کړی و، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او ډيپلوماټان راوغواړي او تر څو، چې د دوی د امنيت په اړه پاکستان بشپړ ډاډ نه وي ورکړی، تر هغو دې بېرته نه ستنيږي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کابل حکومت په دې پرېکړې خواشيني ښوولې او غوښتنه يې کړې، چې افغان حکومت دې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Well, I have been shouting loudly and clearly for the last 2 days that Nasalih was behind it. Now you can see the findings that Nasalih and India were behind it. Also, it was very strange that the beautiful and young girl, like a baby cucumber, was not screwed at all. If it was not a political issue, but was a real kidnapping then they would have screwed her all night long. What a waste of life - unlucky kidnapers. If it was me, I would not have released her at all. HAHAHA What a shame! Shame on the Pakhtoon… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx