نظــر

های وطنه؛ چې له کمپایني ایله جارو او مافیا پاک وای!

استاد محمد زمان مزمل
د جوبایډن خبرې هومره روح فرورې او د افغانستان د ژوندي ملت لپاره تاریخ جوړونکې وې.

شل کاله سیاسي ایله جارو دا ببولاله غږوله چې امریکا د ترورېزم جګړې ته راغلې او د خسکي چرګانو په شان یې له هر سټېج شاته غړانګې وهلې چې موږ د امریکا د ترورېز پر ضد جګړې ملګري یو او که موږ نه یو نو اروپا او امریکا به په یو خړ مازدیګر کې اور واخلي.

د شوروي نه بعد د امریکا مظالم هومره زیات او ترخه وه چې د شوروي د مهال زورېدلو پکې بار بار وویل له دې امپرالیستې امریکا نه شورویان د جنګ په میدان کې ځوانمرده وه، علی الاقل د جنګ په میدان کې خو یې د حریفانو په جسدونو ولاړې میتازې نه کولې.

د ملت دا بری لکه د شوروي د مهال بری روح پالونکی دی، متأسفانه هغه خو د کم ظرفو په تعامل کې پیکه شو ګوره چې طالب لالا د ملت دغه فتحه لکه د تېرو په شان د ځان یې ګڼي او دا ځل افغانستان د شوروي د پاتې شوني مافیا او د امریکا د پړاو سیاسي ایله جارو په منځ کې د لوبې میدان ګرځوي.

د جوبایډن خبرې پرون هم او نن هم زموږ د ملت د عظمت هغه تاریخ دی چې موږ یې د امریکایي عسکرو په شان چې له افغانستان خپل وطن ماتې ګڼي او له لمانځلو یې شرمینده دي موږ هم د خپلې مافیا د لاسه پرون د شوروي فتحه ونشوه لمانځلی او نن د سیاسي ایله جارو په غوبل کې چې د سولې په ځای په ازاد افغانستان کې په فتحو او ولسي پاڅونونو مصروف دي نن به یې ددغو د تور کردار په لړ کې د لمانځلو چانس پیدا نکړي.

د شورویانو د وتلو په مهال هلته چې په پينډۍ کې په مدینة الحجاج کې افغاني مشرانو او کشرانو د شوروي بعد افغانستان لپاره د ناکام حکومت مانوره جوړه کړې وه د اسلام اباد پوهنتون د افغاني محصلینو په جلسه کې شهید عبدالله عزام د تأسف نه په ډکه لهجه کې وویل:
دا ورځ چې د افغانستان په تاریخ کې باید افغانانو په کې جشن نیولی وای، هغوی خوارکیان په یو ناوخته هڅه کې په پينډۍ کې په هغه څه اخته دي چې لا یې تر دې دمخه باید دنیا ته ځان ښودلی وه.

بیاهم بل چانس راغی مګر دا ځل پکې د شهید عزام پېغور هم چوپ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قیامت دی

مزمل صاحب سلامونه
د تیوری تر حده نه بلکی عملی حل یی وایه!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x