شخصیتونهنظــر

د ازادۍ په کال تولد شوی اتل؛(خالص بابا) د ازادۍ په لار کې

احمد الیاس یوسف

په افغانستان کې د دواړو جهادونو[روسانو او امریکانو سره] قاعد او مخکښ مجاهد او رهبر مرحوم حضرت مولوي محمد یونس خالص بابا په هغه کال (۱۹۱۹م ۱۲۹۸ ه ش) کې دې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې په کوم کال کې چې د وخت انګرېزانو د وخت پاچا امان الله خان ته د افغانستان د ازادۍ سند ورکړ او افغانستان یې په خپلو چارو کې ازاد او خپلواک اعلان کړ.

بابا د حزب اسلامي په تشکيل او جوړښت کې مهم رول درلوده خو د حزب مشر یې حکمتیار وټاکه، دا چې بابا هماغه مهال د حکتمیار په شوم او مغرض هدف پوه شو نو سمدستي لاس په کار شو او پاک یې له ناپاکو جدا کړل او ځان ته یې بېل حزب جوړ کړ.

د ازادۍ په کال متولد مجاهد خالص بابا خپل عمر د افغانستان د ازادۍ لپاره وقف کړی وه، هغه (بابا) د روسانو سره په مجاهده کې هم په ټول ځواک جهاد وکړ او تر هغه یې جهاد وکړ کله چې وروستی روسي عسکر هم له افغانستان نه بهر شو.

خو کله چې بیا نورو تنظيمي مشرانو په کابل کې د چوکۍ پر سر خپلو کې سره په جنګ شول، نو (بابا) ننګرهار ته راغی او په کورنيو جنګونو کې یې برخه وانه خیسته او د هیچا ملاتړ یې هم ونه کړ. خالص بابا څو شخصیتي بېلګې یادوم.

د ازادۍ په لار کې ثبات:
خالص بابا د ازادۍ په لار کې هیڅ کله هم ثبات نه ده بایللی او نه بې ثباته شوی، ۱۳۵۸ کال ورستیو کې چې کله کمونستان واک ته ورسېدل او د حکمتیار د جهاد لپاره ارادې سستې شوې نو خالص بابا خپل ثبات له لاسه ور نکړ او متزلزل نشو، تر وروستۍ لحظې ولاړ وه.

د ۲۰۰۱ کال نه وروسته چې امریکا او متحدینو یې پر افغانستان وسله وال یرغل وکړ، نو خالص بابا هم د جهاد اعلان وکړ او خپله جهادي روحیه یې هماغسې ژوندۍ وساتله او د ازادۍ په لار کې بې ثباته نشو.

د ازادۍ په لار کې نفسي او روحي خپلواکي:
په ۱۳۶۵ کال کې د نجیب حکومت نسکور او مجاهدین واک ته ورسېدل اما هغه کسانو چې نفسي او روحي خپلواکي نه در لوده او د بل لپاره جنګېدل نو خپله بلواکي یې هلته ثابته کړه چې د بل په اشاره یې کابل کې خپل منځي جګړې پېل کړې او کابل یې لوټې لوټې کړ، اما خالص بابا چې د هیچا تر تاثیر لاندې نه و او نفساً او روحاً ازاد او خپل واک وه د خپل منځي جګړو په وخت کې په کور ناست وه او د هیچا په طرف کې نه و.

د پورته ادعا لپاره بل ثبوت هم لرم، ۲۰۰۱ کال نه وروسته پر افغانستان د امریکا او د هغوی د متحدینو د یرغل او د افغانستان د لاندې کولو لپاره کامیابه قوه او قوي مټې هماغه تنظیمونه او ډلې وې چې بابا ورسره د نجیب د حکومت د نسکورېدو نه وروسته لاره بېله کړه او همدا احزاب وه چې دا اوسه پورې د امریکا تر قومندې لاندې کار کوی او په افغانستان کې د موجوده اشغال لپاره سپر جوړ شوي، د کفر لپاره ښکاره دلیل ګرځېدلي او د بلواک لاندې ژوند کوي، خو خالص بابا د هیڅ شي[ ډالر، چوکۍ، امتیاز، ….. ] تر تاثیر لاندې رانغی او خپله نفسي او روحي خپلواکي یې وساتله.

د حقیقت طرفداري (حق بین):
کله چې به بابا ته هر مهال حق او حقیقت ښکاره شو، نو بیا به یې هیڅ مصلحت نه کاوه او نیغ به د حق په طرف ولاړ وه، تل يې حق پاللی، حق ویلی او حق اداء کړی دی. د روسانو سره د جهاد د پیل نه تر نجیب د حکومت تر نسکورېدو د حق په طرف ولاړ وه بیا چې خپل منځي جګړې پیل شوې بیا هم حق په طرف ودرېده او بې طرفه پاتې شو او په هغې انسان وژونکې جګړه کې یې هیڅ برخه وانه خیسته.

بیا چې امریکا په افغانستان کې جوړ اسلامي نظام ته بهانه وکتله او د خرابولو لپاره یې پر افغانستان حمله وکړه، نو د امریکا د اشغال په وړاندې د بابا د جهاد د سنګرو ملګرو د جهاد په مقدس حقیقت سترګې پټې کړې او د بابا د اعلان شوي جهاد پر وړاندې ودرېدل او د امریکا د اشغال پر وړاندې جهاد یې نيابتي جنګ وباله، بیا هم بابا د حق په طرف ودرېده او د جهاد اعلان یې وکړ او خپله یې هم په مسلح جهاد کې برخه واخيسته.

د بابا شخصیت، فکر، اند او تګلاره د راتلونکو نسلونو لپاره یو پوره مکتب دی.

بابا په ۱۳۸۵ ل کال کې د ۸۷ کلنو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې د تل لپاره پټې کړې او مونږ ته یې خپل فکري مکتب په میراث کې پرېښود.

روح یې ښاد او فکر یې تاند.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

خالص بابا نر انسان، صحيح مسلمان، غيرتي افغان، ميړنى مجاهد او ننګيالي پښتون او عالم شخصیت وو. روح دي ښاد او جنت فردوس دي په نصيب شي. آمين يارب العالمين

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx