نظــر

نن او پرون د حقیقت په هنداره کې

ابرار بهير

که فکر وکړو پرون هغه ورځ وه، په کومه ورځ چې د نړۍ پراخ غربي اشر زموږ د له منځه وړلو لپاره له ډېرې لرې فاصلې څخه زموږ د خواږه ژوند د له منځه وړلو لپاره اشر وکړ.

پرون هغه ورځ وه، په کومه ورځ چې د غریبو افغانانو پر سر د غربي ښکېلاک سټینګر، بې باون، بلک هاک، بې پیلوټه او ډول ډول وژونکي وسایل ګرځیدل، په ډیره بې رحمۍ یې پرې بې رحمه ګذارونه کول.

پرون په همدغه اداره کې داسې څوک د واک پر ګدۍ ناست وو او یا کشینول سول چې خولې یې د غریبو افغانانو په وینو لړلې وې/دي.

پرون هغه ورځ وه، چې فساد، رشوت خوري، جنسي تیري، غلا، غصب، ظلم او وحشت پکې عام و.

پرون هغه ورځ وه پر کومه ورځ چې پر افغان خاوره د واک سودا وسوه، له افغانانو څخه د ژوند واک واخيستل شو او پر دې خاوره ورته د ژوند قانون د یو داسې چا له خوا وټاکل شو، چې هدف یې یوازې بې دیني او وحشت خپرول وو. قانون یوازې د انساني او نفسي خواهشاتو د پوره کېدو پر بنیاد د یو څو بلواکو په لاس ورکول سو، تر څو د نړيوال غربي ښکېلاک او اشر ټول مفسد اهداف پکې تر لاسه او خوندي وي.

پرون هغه ورځ وه په کومه ورځ چې مدرسه، جماعت، محراب، منبر بمبارد او لوټې لوټې شول، ملایان، د قرآن حافظان، محصلین، قومي مشران، بزګران، شپانه، ماشومان او  مظلوم افغانان پکې شهیدان، زخمیان، او ان د زندان د تورو تمبو تر شا په ډول ډول شکنجو سره وساتل سول.

پرون هغه ورځ وه، په کومه ورځ کې چې همدغه مظلوم افغانان پر ژوندونې پر شوبلو او رنجرو پسې وتړل سول، د بدن غوښې ازغیو وخوړې، شهیدانو ته اورونه ورکړل سول، پر جوش سوې اوبو کې وغورځیدل او د بدن اندامونه یې د حلال سوي پسه په څیر په تبرونو جلا سول.

پرون هغه ورځ وه، پر کومه ورځ چې د افغان مسلمانې پتمنې او مستوري خور د وقار او عزت ته د غربیانو مردار او نجس لاسونه اوږده سول، تالاشي سوې، تر بندیخانې ورسیدې، د واده په جامو کې په ډیره بې رحمۍ په شهادت و رسیدې، د وقار او عزت ټیکری یې پر ځمکه را پریوت او همدغو پرديپالو او مزدورو یې په ډیر خوند ننداره کوله.
خو پوهیږي نه څه روان او راتلونکې دي؟

ان شاء الله نن مینه، عدل او انصاف حاکم دی. نن الهي قانون حاکمیدونکی دی، نن به د پرون ټول حساب اخيستل کېږي. نن به د افغانې مسلمانې بې پردې سوې خور د عزت ټیکری پر سر کېږي نن به د یتیم اوښکې پاکېږي. نن به د غل، زاني، غاصب، رشوت خور، قاتل او داسې نورو پر وړاندې حد جاري کېږي او له ظالم څخه به د مظلوم حق اخستل کېږي.

نن د افغانانو پر سر د یرغلګرو او د هغوی د مزدورانو د بې باون، بې پیلوټه او بلک هاک چورلکو سیوری نسته، نن له افغان خاورې او افغان ناموس څخه د بلواکو خبیث او چټل لاسونه لنډ سوي، نن مو منبر او محراب ازاد او خپلواک دي.

نن هغه بې رحمه چاپې، بنديخانې او بې دریغه بمبارۍ نور د زوال وروستۍ سلګۍ ته رسیدلي، نن هماغه زموږ د مرګ او ژوند ټیکه داران زموږ تر پښو را درومي، د معافۍ او توبې لاسونه یې پر تندي نیولي او پر خپلو ټولو شومو کړنو توبه ګار دي.

نن او راتلونکې کې به ان شاءاللهِ العزیز عمري عدالت قایمیږي نور همغه دیوالونه او همغه میزونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

پرون چه کمه ورځ وه په دی کی زموږ دعمل کمه مداخله سته اوکه تسادفی وه:— إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَى وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ ﴿۱۲﴾سوره یسین :ترجمه: بیشکه موږژوندی کوو مړی اوموږ لیکوهغه څه چه وړاندی لیږلی دی دوی اونخښی دقدموددوی اوهرڅیز موږ محفوظ کړۍ دۍ په کتاب ښکاره کی. داچه تاسوکم جنایتونه ذکرکړل پدی کښی دملامحمد عمردحکومت څه برخه سته که هسی تسادفی پیښ سوی دی،دملامحمد عمرحکومت حق درلودۍ دۍ چه دامریکاورلډټریدسنټرونړو ی او۳۰۰۰-انسانان قتل کی تاسومهربانی وکۍ (سوره الممتحنه آیات ۸)په ترجمه ووایاست ملامحمدعمرد آی ایس آی په هدایت کمونسټان بیرته دځان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x