شعـــــرونه

اختریزه ډالۍ/زهاد

تپاند زهاد

ډک له خوښیو په موسکا راځه راځه اختره
وشینده هر خوا ته ښکلا راځه راځه اختره
چې ودې لمانځو په ډاډه زړګي بلا دې واخلم
دا ځل را درومه په خندا راځه راځه اختره
اشغال کړه ختم د حُریت څادر دې وغوړه
شه استقلال رڼا رڼا راځه راځه اختره
ارام سکون مو شه د فتحې پیلامه مو شه ته
ازادي ته کړه را پخلا راځه راځه اختره
ټکور ټکور مو شه قربان دې شم د زړو کراره
د پرهرونو شه شفاء راځه راځه اختره
د فتحو زیري د هیواد په سر درو وشینده
شه مو سکون ته په رشتیا راځه راځه اختره
تپاند زُهاد د ستا راتګ ته یم له زړه خوشحاله
لمانځم پر سترګو دې اشنا راځه راځه اختره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x