نړۍ

سورلیو موټرباندی دډزو له کبله څلور تنه وژل شوی دي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱۲۴)کوټه : سریاب روډ باندی دسورلیو یوه موټرباندي دډزو له کبله څلورکسه وژل شوی اویو بل ژوبل شوی دی، له سیمی څخه امنیتي چارواکو خبرورکړی دي چي دسورلیو موټر دکوټي سریاب روډ باندی دپټرولو یوه پمپ سره څیرمه ولاړ وو، چی نامالومو وسلوالو ورباندی ډزي وکړي ، چي له امله یی دڅلورو کسانو دوژل کیدو اویو کس دژوبل کیدو خبرورکړشوی دي.

امنیتي کسان دپیښي ځای ته رسیدلي ژوبل کسان یی نژدی روغتون رسولي اودبریدکونکو لټه پیل کړی ده.

دپیښي پړه تراوسه پوري چاپه غاړه نه اخیستي.

دیادوني وړده چی وژل شوی کسان په کوټي دهزاره توکم سره تړلی شعیه مذهبه کسان وه، چي په تیرو ورځو کې د سخت مرګوني بریدونو سره مخ شول، یوازي په یوه پيښه کې چي د بلوچستان په مستونګ سیمه کې يې د یوه برید له کبله ۲۶ تنه په ډزو سره ووژل شول او یو شمیر يې نور ټپیان شول.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x