شعـــــرونه

ستړی مزل/ حيدري

محمد اغا حيدري
رڼا تیاره شوله تور تم راغی
ښکلي وطن باندې مو غم راغی
ځوانې غوټۍ یې را خزانې کړلې
چې سور ښامار زموږ په چم راغی
په موږ یې وکړو د بمونو باران
بس راته راغی د دردنو باران
ویل یې وله یې په سر سر باندې
داسې د سترو وحشتونو باران
څه یې زخمیان کړه څه زندان ته لاړل
ځینې ملګري ګورستان ته لاړل
بیا مهاجر شول له وطنه کډه
له لوی ښارونو نه بیابان ته لاړل
د وحشت نوره انتها جوړه شوه
په مونږ داسې کربلا جوړه شوه
چې چا به نوم د مسلمان واخیسته
د دې یهودو به غوغا جوړه شوه
یو څو خاین یې په څوکۍ کښینول
زموږ په سرو یې په ګدۍ کښینول
د الله مرسته او نصرت یې هیر کړو
غټ جاهلان یې په ماڼۍ کښینول
بس زنده ګي وه عیش او نوش وو
د یموکراسي وه داسې جوش وو
د غلامۍ ځنځیر یې غاړې ته کړ
د شنو ډالرو خرید او فروش وو
له خپل راتلونکي نا خبره وه دوی
ټانګ طیارو باندې په غره وه دوی
چې به له کوم طرف پرې ډز وشولو
بیا رسېدلي تر سنګره وه دوی
ای!!!
بل طرف کې څو مظلوم انسانان
په ناچارۍ وو جګرخون انسانان
د زنده ګۍ حق یې اخیستی وو ترې
په زندانونو وو محکوم انسانان
په تورو شپو کې په پیرو ګرځېدل
خپل او پردو نه په تیارو ګرځېدل
ورته چا لاس هیڅ د کومک ورنکړ
یبله پښې په تورو غرو ګرځېدل
په سر خوړلی یې ګذار جوړ شو
ورپسې نور کرار کرار جوړ شو
دوی توکل په پاک الله وکړلو
بیایی د سوي زړه پرهار جوړ شو
په هره لاره یې کمین کمین کړل
موټر بمونو په زړګي غمګین کړل
توره تبۍ شوه ورته ټوله ځمکه
ټول کافران یې په اورو کې خوړین کړل
ترې په غیرت یې ازادي واخیسته
هم یې په زور ترې خوښي واخیسته
په ښکلي دین باندې یې ننګه وکړه
بس له اشغال یې خپلواکي واخیسته
دلته نور پای یې د اشغال راغی
ورته د تېښتې لوی مرال راغی
د شهیدانو وینو رنګ راوړلو
د دې سورمخو نور زوال راغی
وطن ازاد شو خوشحالي راغلله
په کور او کلي کې خوښي راغلل
بیا روڼ سهار شولو سپین څرک شو د لمر
نور مو د ورورنو ورورولي راغلله
زما حیدري! تاته وصیت ده ګوره
هم په زاریو نصیحت ده ګوره
پام کوه وینو کې خیانت ونکړې
دغه د پاک الله نصرت ده ګوره
محمدآغا حیدري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x