سعودي پولیسو یو میلیونر سوالګر نیولی

نن ټکی آسیا (چهارشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۳ل): د سعودي پولیسو یو میلیونر سوالګر د سوال کولو پر مهال نیولی دی.

پولیس وايي چې ددغه سوالګر د بانک په حساب کې ۱۲ لکه سعودي ریال دي او د دوی له معلوماتو سره سم، یو قیمتي لوکس موټر هم لري.

د نیول شوي میلیونر سوالګر نوم نه دی افشا شوی؛ خو پولیس وايي چې دا کس د ګاونډي عرب هېواد اوسېدونکی دی او سعودي ته د مېرمنې او ۳ بچیانو سره یو ځای په سیاحتي ویزې راغلی دی.

پولیسو زیاته کړې چې دغه میلیونر سوالګر د سعودي په لویدیځ ښار ینبع کې په یوه ډېر لوړه سویه آپارتمان کې اوسیږي.

د پولیسو یو ویاند ډګروال فهد الغنن عکاظ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د نیولو پر مهال له ده سره نغدې پیسې او د بانک رسیدونه ترلاسه شوي. د فهد په وینا نوموړی په بانک کې ۱۲ لکه سعودي ریال او یو ګران بیه موټر لري.

سعودي د سوال کولو لپاره یو مناسب ځای ګڼل کیږي. د نورو میاشتو سربېره روژه بیا د سوالګرو لپاره خورا ډيره د ګټې وټې میاشت وي.

سوالګر په روژه کې د سعودي نور ښارونه پریږدي او د مکې او مدینې حرمونو په لورې مخه کوي: څو په دغو میاشتو کې زیاتې پیسې د سوال له لارې لاسته راوړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د