افغانستان

کاپیسا: له سختو نښتو وروسته د نجراب ولسوالي طالبانو ونیوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ مرکز له سختو نښتو وروسته تیره ورځ ناوخته د طالبانو لاسته لوېدلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د نجراب ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او اړونده ټول تأسیسات یې نیولي دي او دولتي عسکرو له جګړې لاس اخیستی دی.

د کاپیسا یوې امنیتي سرچینې هم د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې له سختو نښتو وروسته تیره شپه ۹ بجې د نجراب ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته لوېدلی او دولتي عسکر د نجراب تپې ته تښتېدلي دي.

سرچینې دغه راز څرګنده کړې چې د نجراب ولسوالۍ په مرکز او امنیه قومندانۍ کې یو شمېر ټانګونه، رینجر موټرونه، وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تردې وړاندې د کاپیسا ولایت تګاب او اله سای ولسوالی مرکزونه هم نیولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx