نظــر

له افغانستانه وتنه؛ آیا جکسونیزم مکتب، د امریکا په بهرني سیاست کې خپل ځای له لاسه ورکړی؟

منیر ستانکزی

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته، کله چې د ختیځ (شوروي او متحدان یې) او لویدیځ (متحده ایالات او متحدان یې) ترمنځ سړه جګړه په ۱۹۴۷ م زیږدیز کال کې د ترومن له ډکټورین سره پیل او تر ۱۹۹۱ ام زیږدیز کاله پورې وغځېده، متحده ایالتونو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپل نظامي حضور پیل او حفظ کړ. ان تر دې چې اوس، د امریکې د دفاع وزارت د Base Structure Report ښوونو پر بنسټ، دا هیواد د نړۍ په ۳۹ هیوادونو کې نظامې پایګاوې او ۱۴۰ نورو هیوادونو کې نظامي تم ځایونه لري. خو له دې سره سره امریکې پرته له ځینو هیوادونو، په ټولو دغو هیوادونو کې مستقیمه جګړه نده کړې او فعال نظامي حضور یې ندی درلودلی مګر خپل منفعله نظامي حضور یې تل حفظ کړی. دغو آمارو ته په کتو سره امریکې خپلې ډیرې داسې جګړې بې له پای ته رسولو پرې ایښي دي چې وروستنۍ یې د افغانستان جګړه ده.

له افغانستان څخه وتنه په دې معنا ده چې دا مهال امریکا پرته له عراقه د نړۍ په هیڅ هیواد کې فعاله او روانه جګړه نلري. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۰ م زیږدیز کال په جنوري میاشت کې د عراق پارلمان له عراق څخه د ټولو بهرنیو هیوادونو د سرتیرو د وتلو غیر الزامي مصوبه تصویب کړه او ډونلډ ټرمپ په مارچ میاشت کې د امریکایي سرتیرو د ایستنې لړۍ پیل کړه.

د نړۍ په مختلفو جګړو کې د متحده ایالاتو مستقیم او فعال نظامي حضور، د امریکې په بهرني سیاست باندې حاکم، جکسونیزم مکتب په سیوري کې توجیه او تفسیریدلی شي. خو اوس پوښتنه دا ده چې دغو وتنو ته په کتو سره، آیا جکسونیزم مکتب د امریکې په بهرني سیاست کې خپل ځای له لاسه ورکړی؟

جکسونیزم، د امریکې د بهرني سیاست هغه تګلاره یا مکتب دی چې د آنډرو جکسون، د متحده ایالاتو اووم جمهور رئیس له اندیښنو څخه را اخیستل شوې. آنډرو جکسون د امریکې د اووم جمهور رئیس په حیث تر امریکایي ارزښتونو ډیر، د امریکې په ګټو باندې ټینګار کاوه او باوري و چې ددې ګټو د لاس ته راوړلو لپاره زور او ځواک ته هم لاس ورته کولای شي. د امریکې د جکسونیزم مکتب تګلاره وقعګرا او د ځواک پر سیاست ولاړه تګلاره ده او په بهرني سیاست کې د امریکا په ملي ګټو ټینګار کوي.

د دغه مکتب اندیښنې پر دریو ستنو ولاړې دي:
لومړی: د امریکې د موقعیت پراختیا د یوه ستر ځواک په حیث.
دوهم: د نړۍ په هر ګوت کې د متحده ایالاتو د ملي ګټو د ملاتړ لپاره د نظامي مداخلې مننه.
دریم: د امریکې د ګټو په مخ کې ګواښونو او خنډونو ته ژر تر ژره نظامي ځواب ویل.

جکسونیزم د امریکې په بهرني سیاست کې یو غالب او بر لاسی مکتب دی.
متحده ایالات هغه هیواد دی چې ډیر تر ډیره ۲۵۰ کاله یې عمر کړی خو جالبه دا چې د دغه هیواد ۹۳ سلنه عمر په جګړه، یرغل او په نورو هیوادونو کې په مداخلې سره تیر شوی چې دغه جګړې، یرغلونه او مداخلې د امریکې د اووم جمهور رئیس د اندیښنو په سیوري کې ډیرې ښې د بیان وړ دي، خو له ۱۹۹۱ زیږدیز کال را په دې خوا، کله چې د شورویو د جمهوریانو اتحاد مات کړی شو او سړه جګړه پای ته ورسیده، د امریکې جمهور رئیسانو په بهرني سیاست کې سره له دې چې ډول ډول تګلارې خپلې کړې دي چې جکسونیزم هم په دې تګلارو کې تر یوه حده شتون لري، مګر بیا هم جکسونیزم مکتب په هغه کچه چې د سړې جګړې په لړ کې په خاصه توګه د رونالډ ویلسون او جیمي کارټر د حکومتونو په لړ کې تر سترګو کیږي، له سړې جګړې نه پس یې رنګ بایللی.

له افغانستان نه وتنه او د جکسونیزم درې ګوني اصول:
لکه څنګه چې وویل شول، سړې جګړې نه وروسته د امریکې راغلو جمهور رئیسانو په بهرني سیاست کې ډول ډول تګ لارې خپلې کړې. وروسته له سړې جګړې د متحده ایالاتو په بهرني سیاست کې د جکسونیزم تر یوه خاصه حده شتون هیڅ کله هم د انکار وړ ندی چې د بیلګې په توګه په عراق کې په پراخه کچه نظامي عملیات (د پارس خلیج لومړنۍ جګړه)، د سومالیا اشغال، پر یوګسلاویا باندې نظامي یرغل، د القاعده ډلې د رټلو په بانه افغانستان ته راتګ، د عراق اشغال او داسې نورې ځینې جګړې یادولی شو. مګر پوښتنه دا ده چې آيا له افغانستان څخه وتنه د جکسونیزم مکتب اندیښنې هیرول دي؟

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د یوې ستراتيژیکې څلور لارې په حیث، د نړۍ سترو ځواکونو لپاره، په ځانګړې توګه امریکې ته خورا ډیر ارزښت درلودلای او لري یې.
له یوې خوا د افغانستان په شاو خوا کې د ستر ځواکونو (روسیه) او د سیمه ییزو ځواکونو (هند او چین) شتون او له بلې خوا د افغانستان موقعیت د روسیې او د هند د اقیانوس د نښلوونکي په حیث د افغانستان ستراتيژیکي او جیوپولټیکي ارزښت خورا ډير کړی.

دا هیواد د سویلي او شمالي آسیا ترمنځ تر ټولو مهمه او لویه ټرانزیټي لاره بلل کیږي چې افغانستان د آسیایي هارټ لنډ د یوې تر ټولو ارزښتناکې برخې په حیث، نړۍ ته ور پېژني.
سر هالفورډ مکینډر د هارټ لنډ د نظریې رامنځ ته کوونکی په دې باوري وو چې هر هغه هیواد چې پر ختیځې اروپا حاکمیت درلود، هغه هیواد کولای شي چې د هارټ لنډ په محاصره کولو پر هارټ لنډ باندې برلاسی ومومي او هر هغه هیواد چې پر هارټ لنډ باندې برلاسی مومي، کولای شي چې پر ټوله نړۍ حکومت وکړي.

ددې نظریې په اساس دا روښانه کیږي چې په افغانستان کې د امریکې شتون کولای شو چې د جکسونیزم لومړی اصل، یعني د امریکې موقعیت په حیث د یوه ستر ځواک په ډيره ښه توګه تضمین کړي.

په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې امریکې د القاعدې ډلې د رټلو او له منځه وړلو په بانه په افغانستان باندې نظامي یرغل ترسره کړ. سره له دې چې په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې اسامه بن لادن، د القاعده ډلې مشر، ووژل شو، خو بیا هم امریکې د بنسټ پالنې او ټروریزم د له منځه وړلو په نامه خپل شتون په افغانستان کې حفظ کړ او په لړ کې يې له طالبانو سره هم و جنګیدل.

د طالبانو او القاعده ډلې له یو بل سره همکاري، په سیمه او نړۍ کې د امریکې د ګټو لپاره لوی ګواښ و چې امریکا له دغه ګواښ سره له نظامي او جګړه ییزو لارو مخامخ شوه چې د جکسونیزم د مکتب دوهم اصل وو. مګر اوس مهال چې متحده ایالات له افغانستانه وځي د ترهګریزو ډلو لکه داعش، د القاعده او طالبانو ترهګریزو ډلو تر منځ د همکارۍ او د امریکې نړۍ والو او سیمه ییزو ګټو ته د ګواښ سلنه بیا هم پر سلو ولاړه ده خو ښایي دا چې امریکا له افغانستانه په وتنې سره دې ډلو ته مستقیم نظامي او جګړه ییز ځواب ونه وایي.

ددې تر څنګ په ۲۰۲۰ ام زیږدیز کال کې د امریکې او طالبانو تر منځد دوحې تړون لاسیک شو چې د دغه تړون پر اساس د امریکې او طالبانو ترمنځ اوربند وشو.
په ډاګه ویلی شو چې پورته موارد په ښکاره توګه د جکسونیزم مکتب د دوهم او دریم اصل تر پښو لاندې ایښودنه ده.

ښایي دا چې امریکې په خپل بهرني سیاست کې داسې څرخ را منځته کړی چې پر بنسټ یې د جکسونیزم پر اصولو باندې د نورو مکتبونو لکه هملټنيزم يا ویلسونیزم سوری غورځول کیږي، له افغانستانه د وتنې خبرې په قطعي توګه د اوباما د حکومت پر مهال تر غوږه شوې خو بیا میراث یې ټرمپ او پس له ټرمپه اوس جوبایډن ته ورسید. لکه څنګه چې وویل شول چې پس له افغانستانه، متحده ایالتونه یوازې په عراق کې فعاله جګړه لري خو له عراقه هم د وتنې لړۍ مخکې پیل شوې، نو کولی شو چې دې پایلې ته ورسیږو چې د جکسونیزم مکتب د متحده ایالتونو په بهرني سیاست کې خپل ځای او ارزښت له لاسه ورکوي او دا چې بله کومه تګلاره به یې ځای نیسي، دا بله اړینه پوښتنه ده چې د دغې لیکنې په پای کې را منځته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګلاب الکوزی

بس همدا مفته خبری مونګ ته پاتی دي عمل خو ولاکه ولرو……

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x