
تركيه د کابل هوايي ډګر د امنیت په اړه له طالبانو سره مذاکرات کوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): اسیوشیټیډ پریس خبري آژانس د ترکي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې ترکیه غواړي د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت په هکله له طالبانو سره مذاکرات ترسره کړي.
له بل پلوه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د دوشنبې په ورځ قبرص ته له روانېدو وړاندې خبریالانو ته ویلي، چې د افغانستان غوڅ اکثریت خلک مسلمانان دي او د طالبانو لخوا د سیمو پرلپسې لاندې کول «ښه تګلاره» نه ده.
نوموړي د طالبانو لخوا د ترکي عسکرو په وړاندې وروستي خبرداري ته په اشارې ویلي، چې د یو مسلمان له بل مسلمان سره مقابله مناسبه نه ده او طالبان باید د خپلو ورونو د خاورې«اشغال» ته د پای ټکی کیږدي.
اردوغان زیاتوي، د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره باید طالبان خلکو ته ښکاره کړي چې په افغانستان کې سوله او امن دی.
د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو په هکله چې اردغان مخکې ویلي ؤ له امریکا سره موافقې ته رسېدلی، نن یې بیا د پخوانیو څرګندونو په خلاف ویلي، چې په دې اړه لاهم د امریکا متحدو ایالاتو سره په خبرو بوخت دی.
ترکیه وروسته له هغه د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو په موضوع کې زړه نازړه شوه کله چې تیره اونۍ طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ترکي چارواکو ته خبرداری ورکړ، چې د ناټو عسکرو له وتلو سره باید ترکي پوځیان هم ووځي او که له هغه وروسته د هر هېواد پوځيان تر هر نامه لاندې په افغانستان کې پاتې کیږي طالبان او افغان ولس به د اشغالګرو په څېر تعامل ورسره کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ننیو څرګندونو کې دا نه ده ښکاره کړې چې طالبانو د کوم مسلمان هېواد خاوره «اشغال» کړې؛ خو د هېواد په شمال کې د طالبانو وروستیو چټکو پرمختګونو چې تر ډیره په کې د ترکیې له سیاسي او پوځي ملاتړه برخمن د ګلم جم ملیشو قومندان جنرال دوستم بایلات کړي، ترکیه سخته په قهر کړې ده.
د شنونکو په باور ترکیې غوښتل د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو کې د افغان همکارانو او «اجیرانو» په توګه د جنرال دوستم ملیشه ځواک استفاده کړي؛ خو د طالبانو پر وړاندې د دوستمي ملیشو پرلپسې شکست ترکانو ته هم سخت ټکان ورکړی او اوس غواړي د داسې څرګندونو په کولو سره په شبرغان او میمنې ښارونو کې کلابندو ګلم ملیشو ته جنګي مورال ورکړي.
ای کله پوچه ترک مشره تا په ښکاره پر سوریه او عراق یرغل وکړ تا دکردانو ځمکی لاندی کړیدی تا په لیبیا یرغل وکړ دکفارو سره یوځای ایا دامسلمانان او مسلمان ملکونه ندی ای جاهله ته دافغانستان اصلی وارثین نه پیژنی نو بیا خو له تاریخ څخه یو بی خبره تش کله خام یی او که پوهیګی نو بیا دلته هغه سړی خوره ګلمجم ملیشی دختمیدو په حال کی دی تاسو هغه وخت چیری وې چی ګلمجم ملیشو ستاسی او دکفارو په مرسته په زرهاوو تسلیم شوی دقران پاک حافظان په کانتینرونو کی په مرمیو ویشتل او کله جنګی باندی… نور لوستل »
دتعجب خبره ده چه اردغان تراوسه دانده احساس کړی چه دوستم کمونسټ دملت قاتل اوموجوده حکومت کمونسټ اوپه روسیانواوامریکایانویی خپل ملک اوملت وټکاوی اوځان دعثمانی خلافی جانشین معرفی کوی داسی جاهل اوبیخبره هیڅکله داسلام نمایندګی نسی کولای عیناً لکه اشرفغنی اوعمران دمسلمانانوپه سترګوکی ګوتی ورنسی فقط دخپل اقتدار اوږدوالۍ غواړی .عبدالواحد اڅګزۍ
خیر دۍ چې په ملک کښی دې شراب زنا روا او قانوني دي خو ته به مونګ ته د اسلام او مسلمانئ خبرې راخائ خه د د طالبانو د راتلو سره الله ج ډیر منافقان هم رسوا کړل
اردوغان لوي منافق إنسان دي
اسلامي امارت مشران بأيد د اردوغان او د هغه د حزب
منافقت ته متوجه أوسي
تيره ورز مي يو خبر وليدلو
جه خلاصه يي دا وه
تركيان د افغانستان سو شمالي ولاياتو كي د جنوبي تركستان فه نوم زانته دولت پلان جورول لری
چه مشری به یی د امریکا اجرتی قاتل او پخوانی کمونیست جنرال دوستم کوی
او نور جنبشیان به یی په اساسی
وظیفو کی ورسره ملگری وی
بسم الله الرحمن الرحیم کل عام و انتم بالخیر، تقبل الله منا و منکم صالح الأعمال، عیدکم مبارک. اختر مو مبارک وي. دا چی مستر اردوغان د خبری کولو یعنی افغان مبارک مجاهدین او د افغان هیواد اصلي بچیانو او وارثینو یعنی د افغانستان اسلامی امارت یا طالبانو کرامو سره خبری کولو یعنی دوی ته عذر او زاری ته متوجه شیوی دي، شایي چی لگ ماغزه یي په سر شیوی دی. خو که هغه احمقانه خبری چی د هغه له خوله نه خپور شیوي دي واقعیت ولري، نو دا به شايی چی غه سری باندی هسی مو شه گومانونه کول.… نور لوستل »
د افغانستان اشغال، د ترکي شهنشاه له نظره…!! لیکنه: موسی فرهاد ۲۰۲۱/ ۷ /۱۹ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان نن دوشنبه ۱۹ جولای ۲۰۲۱ د استانبول ښار د اتاترک په نامه هوایی ډګر کې د یوې خبري غونډي پرمهال د افغانستان په اړه خبریالانو ته وویل چې: (( په افغانستان کې د طالبانو لخوا د سیمو پرلپسې لاندې کول ښه کار نه دی او باید چې طالبان دا اشغال پای ته ورسوي، نوموړي زیاته کړه زما له نظره طالبان چې له خپلو مسلمانانو وروڼو څخه ځمکي لاندي کوي؛ دا د یو مسلمان چلند نه دی، په وینا یې د یو مسلمان… نور لوستل »
باور می نه کیزی، که دومره نشنلست وی نو سنګه شه مسلمان کیدای شی؟ خوا تری بده شوه. بیا د داسی چا ملګری کوی لکه دوستم. قاتل ظالم بی وفا بی سواده او…..