خبرتیاوی او پیغامونهنظــر

د لوی اختر په مناسبت د مولوي انوارالحق مجاهد د مبارکۍ پیغام

الله اکبر الله اکبر الله اکبر لا اله الا الله و الله اکبر الله اکبر و لله الحمد.

الله اکبر کبیرا و الحمد لله کثیرا و سبحان الله بکرة و اصيلا.

اللهم صل علي محمد وسلم تسليما كثيرا

د زړه له کومي د خپلې کورنۍ، متعلقینو او مجاهدینو په نمایندګۍ د افغانستان مسلمان ولس،  اسلامي امارت محترم مشرتابه، د حق په لاره کې د سنګر اتلانو، د کفارو او ظالمانو د وحشت په زندانونو کې مظلومو اسیرانو، د هغوی صابرو کورنیو او په دې لاره کې د شهداؤو کورنیو، اولادونو او وارثانو او د هجرت په دیار کې د خپلې عقیدې او عزت په دفاع کې مسافرو مهاجرینو او ټول اسلامي امت ته د لوی اختر د مبارکو ورځو د راتګ او په ګران هېواد افغانستان کې د سږنیو فتوحاتو مبارکي وړاندې کوم.(الله تعالی ته ډېر حمد ثناء او شکر دی). له الله جل جلاله څخه غواړم چې زمونږ او ستاسې کړي عبادات قبول او د مزید عبادت توفیق راکړي او د فتوحاتو دا روانه سلسله هر ځای په اسلامي امت پیرزو او زر تر زره زمونږ سترګې د بیت المقدس په ازادۍ یخې او خوږې کړي او د فلسطین، کشمیر، ایغور، شام، عراق، بورما او نورې نړۍ مستضعف مسلمانان د وحشي صفته یهودیانو، هندوانو، کمونستانو او بت پرستو مشرکانو له ظلم او ستم څخه خلاص کړي او د دښمنانو مکر او فریب یې د هغوی د زوال سبب وګرځوي.( ولایحیق المکر السیئ الا باهله)   و ما ذلک علی الله بعزیز و انه علی کل شی قدیر.

غواړم له فرصت نه په استفادې واضحه کړم، چې نړۍ به پوهیدلې وي، که نه نو باید و پوهېږي، چې تر څو په افغانستان کې اسلامي نظام او خپلواکي را منځته نه شي، نه به افغانان ارآم شي او نه به مداخله ګر دښمن ترینه د ارآم ساه واخلي او که له دې نه پرته د امن او سکون په لټه کې څوک سولیېزې او یا جګړیېزې هڅې کوي هسې د سراب په امید او په  ناکامه ستړیا خپل او د نورو وخت ضایع کوي.

پورتني حقیقت ته په کتلو سره دا باید ومنو، چې غلام صفته افغانان هم باید نور په ځان او په دې بیچاره ملت رحم وکړي، حقایقو او واقعیتونو ته سرونه ښکته کړي.

له خپل جهادي قیادت او مجاهد ولس مو هیله ده چې افغانانو ته پرته له شعار څخه په واقعې بڼه د امکان تر حده له ګذشت او تحمل څخه کار واخلي.

تر څو چې یرغلګر قوتونه له افغانستانه په بشپړه توګه نه وي وتلي، مجاهد ته د سنګر پرېښودل که په هر تعبیر او بهانه وي، د تسلیمۍ په معنی به وي او پرته له ندامت به بله پایله ونه لري، د یرغلګرو وجود د جګړې د دوام او شدت سبب ګرځي. که نن هم زمونږ ټولنه، ولسي او قومي مشران او علماء کرام په دې وپوهېږي، چې ریښتیا هم صلیبي ټلواله له افغانستان څخه وتلې او د اسلامي حکومت د قیام په مخکې دا موجوده ډلې ټپلې خنډ نه واقع کېږی او دې ته تیار دي، چې موجوده نظام اسلامي نظام ته واوړي، نو په یقین او اطمنان سره ویلای شم، چې یوه هفته به هم څوک د جګړې شوق ونه لري او نه به چاته اجازه ورکړي. دا چې د افغانستان ملت مسلمان دی، نو ځکه ویلای شو چې افغانستان ددې مسلمان ملت ګډ هېواد دی. د یوې قبیلې، قوم، تنظیم او ډلې یرغمل شوې مستعمره نه ده، چې د خپل خواهش مطابق یې په سرنوشت لوبې وکړي؛ ځکه دا هڅې چې تراوسه چا کړي له ډېرو قربانیو سره سره یې بیا هم دا لقمه تر ستونې نه ده تېره کړی. د اختلاف او مشکل په صورت کې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې علماء کرامو، قومي سپین ږیرو، جرګو او مرکو ته مخه کړې او پایله یې هم د مسائلو او معضلو حل راوتلای، بیا هم باید ناامیده ونه اوسو له الله تعالی نه مو دعا او امیدونه دا دي، چې ډیر زر د اسیا په ټټر   ګران ټاټوبی افغانستان سوکاله، آرام، غښتلی او اسلامي هېواد د غمیو د امیل په توګه شغلې ووهي.

آمین یا رب العلمین.

احترام

مولوي انوارالحق مجاهد

د عالقیدر خالص بابا رحمه الله زوی او ځای ناستی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x