افغانستان

اتمر: د افغان سفير د لور تښتولو په تړاو د پاکستاني چارواکو څرګندونې له وخت مخکې او خواشينوونکي دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر په اسلام اباد کې د افغان سفير نجيب الله عليخېل د لور تښتولو په تړاو له خپل پاکستاني سيال شاه محمود قريشي سره ټيليفوني خبرې کړي دي.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې حنيف اتمر له شاه محمود قريشي سره د خبرو پر مهال د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد پرونۍ څرګندونې له وخت مخکې او د روانو څېړنو باور ته زيان رسوونکي بللي دي.

تېره ورځ د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد ويلي و، چې د افغان سفير لور تښتول شوې نه ده، بلکې دا پېښه يې يوه نړيواله دسيسه بللې، چې په وينا د هند استخباراتي اداره هم په ښکېله ده.

د شيخ رشيد په وينا د سفیر لور سلسه عليخېل په لومړي وخت کې ويل، چې تښتوونکو ترې مبایل اخيستی، خو وروسته يې څېړنکي پلاوي ته خپل مبایل ورکړ، نو وټس اپ، انسټاګرام، کلاوډ او ټول نظام يې ترې ډيليټ کړی و.

د کورنيو چارو وزير زياته کړې: « ما هغه ټولې ويډيوګانې وکتلې، چې نجلۍ له کوره پياده وځي، راولپينډۍ ته ځي، له هغه ځایه دامن کوه « د اسلام اباد شمال کې د غره لمن د چکر يو ځای دی» ته ځي او له هغه ځايه بله ټيکسي کې کيني او په لاره کې انټرنيټ هم کاروي.

خو حنيف اتمر د شيخ رشید څرګندونې له وخت مخکې بللي او زياته کړې يې ده، چې دا ډول خبرې د روانو څېړنو پايلو او دوه اړخيزو اړيکو ته زيان رسولی شي.

ښاغلي اتمر زياته کړې: «افغانستان چمتو دې چې د څیړنو په بهیر کې، د مجرمینو د نیولو او د هغوی د محکمه کولو تر مرحلې او د ډیپلوماتانو د امنیت د خوندیتوب په لار کې د پاکستان له حکومت سره مرسته وکړي.»

اعلاميه زياتوي، چې شاه محمود قریشي حنيف اتمر ته ډاډ ورکړی، چې د سلسله‌ عليخېل قضيې سره به د خپل اولاد په څېر چلند وکړي او د لومړي وزير عمران خان په مستقيمه لارښوونه به ډېر ژر د دې قضيې پایلې راووځي او د هغې په رڼا کې وروستي ګامونه پورته شي.

دوه ورځې مخکې داسې رپوټونه راغلل، چې په اسلام اباد کې د افغان سفير نجيب الله عليخېل لور سلسله عليخېل د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوې او له شکنجه کولو وروسته يې پرېښې ده.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه توند غبرګون وښوده، له پاکستاني چارواکو يې په دې اړه د جدي پلټنو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پېښې پخلی وکړ او ژمنه يې وکړه، چې په د پېښې هر اړخيزه پلټنه به کوي او د سفير او د هغه د کورنۍ امنيت ته به جدي پاملرنه کيږي.

د کابل حکومت مشر اشرف غني تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت ته امر کړی و، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او ډيپلوماټان راوغواړي او تر څو، چې د دوی د امنيت په اړه پاکستان بشپړ ډاډ نه وي ورکړی، تر هغو دې بېرته نه ستنيږي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کابل حکومت په دې پرېکړې خواشيني ښوولې او غوښتنه يې کړې، چې افغان حکومت دې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hey Atmar 420.

You did it

یو بل مه سره وژنی

صلحه صلحه صلحه
د تسلیم نوم یو بل ته مه ورکوی صلحه وکی دواره مسلمانان افغانان یاست. کفار درته گوری تاسو سره وژنی. چی دا نن هر سه طالب ته تسلیم سی باور وکی که یی جور کری زکه تاسو ازمایل سوی یاست. حکومت هم غرقردی نو چی داوره سره یوزای سی شاید یو د بل د ضد خخه سه وکری.

محمد نعیم

داسي خبره ده چي د غني په حکومت کي لحاظ او لحاظ بازي خورا زیاته ده. د دوئ هر سیاسي ډرامه د دې سیاسي بازي د لاسه ناکامه وي. دا خو هیڅ سټوري نه ده چي د سفیر لور یوچا غلا کړه، دوې څپیړي یې ووهل او بیا یې د سړک پر غاړه وغورزول. دا ډرامه حکومت ته د ګټي پر ځای بدنامي ډیره ورواړول. دې واقعې افغانانو ته دا حقیقت روښانه کړ چي په خارجي هیوادونو کي د افغان ډیپلوماټانو د کور ښځي او انجوني څومره د افغانانو د ارزښتونو څخه مغایر ژوند کوي. د محرم پرته ازادانه یوازي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx