شعـــــرونه

مننه!/ ابرار بهير

ابرار بهير

د تورو شپو له غیږې دې رڼا راوړه مننه
وه ګران افغانستان ته دې ښکلا راوړه مننه

ژوندۍ دې کارنامې کړې د عمر او د ابدال
جنډه دې پر نړۍ کې د ملا راوړه مننه

تورتم و په هر خوا وې د وحشت بلې لمبې
د فتحو په څپو کې دې ځلا راوړه مننه

له ډېره وخته ورکې وې د مینې کرشمې
یوسف ته دې د مینې زلیخا راوړه مننه

نافذ به په هیواد کې شي زرین زرین حکمونه
تحفه دې له عرب د مصطفی راوړه مننه

جنت جنت وطن د اشغالګرو هدیره شو
بچیو د پردو ته دې ژړا راوړه مننه

بهیره قدردانه مبارک دې واړه فـتحې
وطن ته دې د وخت لویه بریا راوړه مننه

ابرار بهیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x