افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد له عمران خان او باجوه سره د افغان سولې او سیاسي  جوړجاړي په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» اسلام اباد ته تللی  او هلته یې  د پاکستان له لوی درستیز  او لومړي وزیر سره د افغان سولې په  اړه خبرې کړې دي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له باجوه او عمران خان سره د لیدنو په مهال خلیلزاد په افغانستان کې د جګړې دوام د سیمې پرمختګ او امنیت ته ګواښ بللی  او  ټینګار یې کړی چې باید د طالبانو او حکومت تر منځ سمدستي یو سیاسي جوړجاړی وشي.

ده وړاندې زیاته کړې، چې امریکا د سولې په  تړاو تر خپله وسه هڅې کوي او باور لري چې په افغانستان کې د سولې تامین به  سیمه ییز  اتصال غښتلی کړي او په سیمه کې د سوداګرۍ د کچې د لوړېدو سبب به شي.

ورته مهال د خلیلز اد او عمران خان د لیدنې په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پاکستان د افغان سولې ملاتړ کوي او باور لري چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري، نو ځکه باید د یوه سیاسي او پراخ بنسټه سیاسي جوړجاړي لپاره کار وشي.

عمران خان ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې دوام د پاکستان په ګټه نه دی او ددې تر څنګ یې ټینګار کړی چې د زور له لارې راغلی حکومت به د افغانستان معضله بد اړخ ته بوځي.

خلیلزاد داسې مهال اسلام اباد ته سفرکوي، چې په تېرو دوو ورځو کې په دوحه کې د طالبانو او افغان سیاسیونو تر منځ د لوړې کچې مذاکرات ترسره شوي او هوکړه شوې چې ورته غونډې به دوام مومي.

ورته مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پنځه نوي سلنه بشپړه شوې، طالبان د پرمختګ په حال کې دي او سلګونه ولسوالۍ یې په ولکه کې اخیستي.

طالبان توانېدلي چې د افغانستان ستر او مهم سوداګریز بندرونه چې زیاتره یې په پولو موقعیت لري، ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x