نظــر

د ملي اهدافو په اساس ولاړ حکومت/ شپږمه برخه

سيد مبين شاه

د پرمختګ او د قايد د صفاتو څخه وروسته:
د ملي اهدافو د تحقق په اساس ولاړ حکومت او اختلافي موضوعات او د حل لپاره يې پيشنهادي توافقات:

په تيره کې مو د طالبانو او جمهوريت خواهانو ترمنځ د اتفاقي موضوعاتو په هکله بحث درلود چې د ملي اهدافو په اساس د حکومت جوړونې لپاره اساس وه. خو دلته غواړم د جمهوريت خواهانو او طالبانو تر منځ په ښکاره ډول په لاندې عمده موضوعاتو بحث ولرم چې ظاهراً د دواړو ډلو تر منځ د اختلافات موضوعات دي چې بين الافغاني مذاکرات يې بنبست ته کش کړيدی او د سولې پر ځای يې جنګ ته مخه شوې ده:

جمهوريت که امارت او يا بل څه؟

قانون اساسي او پيشنهادي اصلاح

د قدرت د انتقال او اوربند عاجل مکانيزم

د قدرت د انتقال دايمي ميکانيزم او موده

د حکومت او طالبانو د مسلحو قواو د دمج حل لارې

خارجي سياست او ممکن توافقات

داخلي سياست او ممکن توافقات

د ښځو حقوق او ممکن توافقات

د بيان ازادي او ممکن توافقات

ټول پوهيږي چې په جنګ کې درګيرې ډلې ټول افغانان او مسلمانان دي. پدې هم پوهيږو چې د سياسي قدرت په جنګ کې هره يوه ډله په قدرت کې د پاته کيدو او يا هم قدرت ته د رسيدو په خاطر ورته ځان د مخالف په مقابل کې په حقه ښکاري او بل ورته مجرم. د ملامت او سلامت خبره به د تاريخ او ملت قضاوت ته پريږدو، ځکه په اوس وخت کې د خارجي فوځونو د وتلو څخه وروسته دواړه ډلې بايد په دې پوه شي چې د افغانانو جنګ او اقتصادي پرمختګ د پرديو پوري تړلی.

پداسې حال کې چې جنګ، ملت وژنه او وطنه ورانونه ده او مونږ يوازې اقتصادي پرمختګ ته ضرورت لرو چې د اسلامي حکومت يو اساسي کار هم دی. په عين وخت کې افغانستان د منطقې او نړۍ د رقابتونو د ويستلو او د موجوده بحرانونو د حل يوازينۍ لاره د ملي اهدافو د تحقق په خاطر د افغانانو يو والی او اتفاق دی چې د اسلام او افغاني غيرت او کلتور تقاضا هم ده. افغانان بايد ملي لويو مصالحو ته توجه وکړي او پرې نږدي چې وطن او ملت دي د افرادو د شخصي او توکمي غير اسلامي او غير ملي غوښتونو قرباني شي.

نو په همدې منظور راځئ د حکومت او طالبانو تر منځ هغه اختلافي مواردو ته داسې د حل لارې پيدا کړو چې دواړه پرې موافق شي او ملت وژنې او وطن ورانونې ته د پای ټکی کېښودل شي.

جمهوريت که امارت پيشنهادي توافقات:
اسلامي جمهوريت او اسلامي امارت د سياسي حکومتدارۍ نمونې دي چې په اوسني وخت کې په بين الافغاني خبرو کې په اختلافي موضوع تلقي کيږي. په اسلامي جمهوري نظام کې د حکومت مشر د خلکو له خوا د يو معلومې مودې لپاره انتخابيږي او هر څه د اسلامي قانون له مخې اداره کيږي چې د تطبيق صلاحيت يې د ريس جمهور سره وي او د تمويل منابع يې د اسلام قوانينو له مخې اداره کيږي او په دواړو نظامونو کې د اقليتونو حقوق ساتل کيږي.

د اسلامي امارت مشر د اميرالمؤمنين په نوم ياديږي او مشر يې د اهل الحل والعقد په واسطه د نامعلومې مودې لپاره انتخابيږي او هر څه د اسلامي شريعت له مخې تنظميږي او صلاحيت يې د اميرالمؤمنين سره وي.

د اميرالمؤمنين کلمه د لومړي ځل لپاره عمر رضي الله عنه ته استعمال شوه او د عباسيانو تر اخر پورې د اسلامي دولت مشر د اميرالمؤمنين په نوم ياديده او د خلافت تمديد وه. د هغه څخه مخکې ابوبکر (رض) د خليفه په نوم ياديده او کله چې هغه وفات او عمر (رض) صحابه و د هغه جانشين وټاکه او نوم يې ورته خليفه رسول الله وټاکه نو عمر(رض) يې مخالفت وکړ او ويې وويل چې زما جانشين ته به خليفه رسول الله وايي او داسې نور نو صاحب غږ کړ چې يا امير المومنين او هغه اميرالمومنين د نړۍ د ټولو مسلمانانو د امير او مشر حيثيت درلود چې د نړۍ مسلمانان يې په بيعت او اطاعت مکلف وه. نو دا چې د پيغمبر (ص) د خليفه څخه د شرايطو په تبديلۍ کې انعطاف وښود نو پدې خاطر طالبان وايي چې د جمهوريت او طالبانو تر منځ نوموړې موضوع بايد بحث شي او وايي چې مونږ د بحث په نتيجه کې چې په هر څه توافق کيږي مونږ هغې ته ژمن يو.

د عمر (رض) څخه د عباسيانو تر اخره د اسلامي خلافت مشر اميرالمومنين په نامه ياديده او د ټولو مسلمانانو مشر وه. که څه هم په نړۍ کې به زيات مسلمانان ليواله وي چې مسلمانان بايد د پخوا په شان يو اميرالمومنين ولري خو حالاتو دا کار په لنډ مهاله کې ناممکن کړيدي ځکه د اميرالمومنين د ټاکلو لپاره د نړۍ د مسلمانانو اجماع ضرور ده او که د امارت او اميرالمومنين څخه يې هدف تنها د افغانستان امير يا مشر وي نو بيا د ريس جمهور، پادشاه حاکم او امير تر منځ کوم فرق نشته ځکه په مفهوم کې هره اصطلاح د مشرۍ په معنی ده. په اوسني وخت کې د نړۍ اسلامي هيوادونه د يو حاکم او يو اسلامي قانون تابع نه دي نو د اميرالمومنين هغه مفهوم چې پخوا موجود و په اوسني موجود حالت کې په عمل کې وجود نه لري. کله چې د حکومت قانون اسلامي شريعت وي که هغه جمهوريت وي او که امارت خو هدف يو دی.
د هدف يووالی او په نوم اختلاف کول جدل دی او د هغه چا سره نه ښايي چې د خلکو او حکومت مشري غواړي چې په جدل کې ښکيل شي که هغه طالبان وي او يا د طالبانو په اصطلاح د کابل اداره، نو پدې اساس دغې اختلاف ته غټ اختلاف ويل هم مبالغه ده.

که څه هم د مشر او حکومت نومول په يو ازاد ملک کاملاً د هيوادوالو حق دی او بل څوک پکې د مداخلې حق نه لري خو په اوسني وخت جمهوريت د نړۍ په هيوادونو او حتی افغانستان کې په عرف بدل شوی او يو مروج نوم دی او د بل طرفه د افغانستان معاصر جګړو او نړيوالو حساسيتونو، لوی مصلحتونو ته په کتو انعطاف پذيري د اسلام د اصولو څخه مخالفت هم ندي.

په ټوله کې که نيت موجود وي او اطراف د ډير تعقيداتو څخه تير شي او خارجي مداخلات نه وي نو زما په نظر بين الافغاني خبرې به ډير ژر کاميابې شي.

په دې هکله بايد لاندې توافق وشي:
د افغانستان حکومت عبارت د هغې وسيلې څخه دی چې د ملي اهدافو د تحقق لپاره ضرور ده چې قوانين يې د اسلام او افغاني کلتور په اساس بناء دي. ځکه په اسلامي ټولنه د دين او شريعت پلي کيدل د ژوند اصلي مقصد دی.

د حکومت اداره بايد د ملي اهدافو د تحقق سره متناسبه جوړه شي او د تمويل چوکاټ يې په لاندې شکل وي:

– د تمويل منابع بايد قانوني وي او د ملي او بين المللي قوانينو سره مخالفت ونه لري.

– تمويل بايد د اولوياتو مطابق د اقتصادي پرمختګ د پروژو قصير المدة، متوسط المدة او طويل المدة تقاضا عاجله او اجله تقاضا پوره کړي.

– تمويل بايد د افغانستان لپاره ګټور وي.

-په افغانستان کې د ازادۍ، امنيت، عدالت او پرمختګ منافي نه وي.

– د اينده نسل په قيمت نه وي.

– د اسلامي او افغاني اصولو مطابق وي.

د حکومت واک يو اسلامي امانت او اداء کول يې يو ديني مکلفيت دی او بايد امانت اهل خلکو ته وسپارل شي او د کانديداتورۍ لپاره شرط قوت کاري او امانت کاري دي.

اسلام کې که څوک واک وغواړي بايد ورنه کول شي. بلکه اهل خلک يې ورته سپاري چې تر ټولو غټه ولسواکي هم همدا ده. اهل خلک هغه وي چې د شروط له مخې چې مخکې ذکر شو کيدای شي د علماوو د شوری لخوا يې کانديداتوري په اسلامي طريقه منظور او عامه رايي ته وړاندې شي.

په اسلام کې کانديدان د منصب لپاره رقابت نه کوي بلکه خلک د زعيم او مشر د تعين لپاره رقابت کوي.
د حکومت واک بايد د يو لاس څخه بل لاس ته د اسلام د اصولو مطابق انتقال شي هغه نړيوال نورمونه چې د اسلام مخالف ندي د تطبيق وړ دي.

د حاکم چې هغه امير وي او که ريس جمهور او يا پادشاه د هغه لپاره بايد شروط وټاکل شي:

– افغان مسلمان وي او يوازې د افغانستان تابيعت ولري او د بل مملکت تابيعت ونه لري او ښځه يې بايد هم مسلمانه او افغانه وي.

-د علميت او عمل خاوند او امين کس وي.

– په قتل، فساد، غلا او په خارجي اجنټ توب تورن کس نه وي.

– د بحرانونو د لمنځه وړلو او په وطن کې د ازادۍ، امنيت عدالت او پرمختګ پلان وړاندې کړي.

– ښه مديريت او تجربه ولري.

– او داسې نور.

د ريس جمهور يا امير د خدمت موده پنځه کاله وي او يا هغومره چې توافق پرې وشي.
ريس جمهور يا امير بايد د يو شفاف سيستم له مخې وټاکل شي. که هغه عام انتخابات وي او که شوری اهل الحل و العقد. ځکه که د ريس يا امير کانديداتورانو لپاره شروط ټاکلي وي او د علماو او يا فقهاوو د کميسون لخوا منظور شوي وي نو که عام انتځابات وي او که اهل الحل و العقد يو به راځي او هغه به د شروطو واجد وي.

کيدای شي نوموړي شروط د هرې ولسوالۍ د کانديدانو لپاره وټاکل شي او بيا د فقهاوو د شوری د معيار له مخې منظور او عامه رايې ته وړاندې شي چې که د هرې ولسوالۍ څخه يو کس وي يا دوه د ملک په سطحه جمع شي چې دا به شوری الحل و العقد وي او بيا هغوی يو کس د هيواد د مشر په توګه وټاکي.

د انتخاباتو کميسون چې شوری الحل و العقد ټاکي بايد هم تر ټولو امين عالم او د اسلام په اصولو برابر خلک وي.

په انتخاباتو کې د کانديد لخوا د خلکو په پيسو، ډوډۍ او وعدو د خلکو ووټ اخيستنه ملي خيانت وبلل شي او کانديداتوري به يې ختميږي. کانديدان بايد يوازې د ملي مطبوعاتو له لارې خپلې برنامې د اسلام او افغاني کلتور په چوکاټ کې د ملي اهدافو د تحقق په خاطر خلکو ته هره ورځ دوه ساعته د لسو ورځو لپاره وړاندې کړي او همدغه کار بايد د کمپاين ځای ناستی شي ځکه په اسلام کې د ملي منصب لپاره کمپاين نشته.

د ولس هر عاقل بالغ او راشد کس بايد په ووټ ورکولو مکلف وي.

د ووټ ورکولو سيستم بايد کمپيوترايز وي او نتايج يې د يو هفتې څخه زيات وخت ونه نيسي.

نور.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x