ادبي لیکني

مانا لومړۍ ده که ګرامر؟

پوهنوال اجمل ښکلی

خپله به خبره له يوې بېلګې پيل کړو:
ته او همکار دې د خپل رييس په خونه کې ناست يئ. همکار دې تا ته په اشاره رييس ته وايي، چې ده ويل، چې رييس موږ منفکوي. د همکار په دې خبره دې ته غبرګون ښيې:
“ما درته کله ويلي؟”
پوښتنه دا ده، چې دا جمله” ما درته کله ويلي؟” يوه پوښتني جمله ده که منفي؟
پوښتني جمله(سواليه) خو ځکه ده، چې يو: د جملې آهنګ د سواليې دى. دوه د “کله” کلمه دلته پوښتنومځرى دى. دا دواړه لامله د رغښتي توصيفي ژبپوهنې دي، چې د ژبې ګرامر له نورو ذهني او ژبپوهنيزو حوزو بېل مطالعه کوي او تصور لري، چې ګرامر خپلواک قواعد لري، چې پخپله په ژبه کې يې موندلاى شو.

د رغښتي توصيفي ژبپوهنې پر بنسټ د جملې مانا د د وجهې په بڼه رابرسېره کېږي او وجه د جوړښتي(ګرامري) بدلونونو پايله وي. يعنې لومړى ګرامري جوړښتونه دي، بيا د دې جوړښتونو په لوښي کې مانا رابرسېره کېږي. چامسکي هم دا هڅه وکړه، چې ګرامر له مانا بېل کړي او ګرامر ته لومړيتوب ورکړي.

زموږ رغښتي ژبپوهنه په ټوله کې مانا پر يوه ګرامري يا وييز واحد سربارې بولي؛ خو که د مانا او ګرامر دا اړيکه برعکس کړو او خپلې زاويې بدلې کړو، د پښتو ګرامر په اړه نوې خبرې کولاى شو.

پاسنۍ جمله موږ ځکه منفي جمله نه بولو، چې د نفې توک(نه) پکې نه دى راغلى. زموږ ژبپوهنه وايي، چې د منفي جملو په ډلبندۍ کې (نه) مخبېلګه ده. يعنې داسې منفي جمله نه پيدا کېږي، چې (نه) و نه لري: زه کور ته نه ځم، سوله نه راځي او داسې ټولې جملې ځکه منفي بولو، چې (نه) پکې راغلى.

خو که د خپلو جملو د ډلبندۍ په اړه له نرمښته کار واخلو او د تداخل اصل په پام کې ولرو، پوهېږو، چې د جملو د وجهيت لپاره د ټاکلو ګرامري جوړښتونو او توکيو شتون نسبي دى او د دې مانا دا ده، چې ګرامري جوړښتونه او توکي د ويناوال له غوښتنې يا له مانا سره سم په خپل بدلون کې نرمښت ښيي، ځکه مانا د ارادې په پايله کې کله له بڼې خپلواک چلن کوي او پر جوړښت خپله اراده تحميلوي؛ خو زموږ ژبپوهنې له خپل لوري په ټاکليو څو اصولو د مانا هوا ګزوي. له مانا سره دا چلن زموږ د ژبپوهنې د چلن څو نيمګړتياوې ښيي:
يو: قواعد يې محدود دي.
دوه: قواعد يې شمېرلې دي.

درې: هڅه کوي، چې هر ډول او ګڼې ماناوې ددې څو ګرامري قواعدو تابع کړي.
راځئ، چې يوه بله بېلګه وړاندې کړو:

۲- ما درته نه ويل، چې درس ووايه!
دا جمله د “ما درته ويلي وو، چې درس ووايه” يوه بله بڼه ده. که د خپلې ژبپوهنې له زاويې دې جملې ته وګورو، بايد دا جمله منفي وي، ځکه چې “نه” پکې راغلى. يعنې “ما درته نه دي ويلي چې درس ووايه”؛ خو موږ پوهېږو، چې د دې جملې مانا “ما ورته ويلي، چې درس ووايه” ده.

دا ښيي، چې ګرامري توکي او قواعد نرمښت لري او آن کله متقابله مانا لري. يعنې مثبته بڼه د منفي يا برعکس ښودانه کوي. پر دې بنسټ لومړۍ جمله”ما درته کله ويلي؟” منفي او دويمه “ما درته نه ويل” مثبته جمله ده. دا ډول جملې کمې نه دي، چې زموږ ژبپوهنې تل څنډې ته کړي او د يو څو جملو پر بنسټ يې خپل قواعد درولي دي.

که ګرامري قواعد نه وي، موږ څنګه پوه شو، چې پاسنۍ دواړه جملې د خپل جوړښت برعکس ماناوې لري؟

د وينا(مکالمې)، وضعيت او داسې نورو له مخې پر پاسنيو جملو پوهېږو. دا کاروني(پراګماتيکي) توکي دي، چې چارواله ژبپوهنه، ادراکي ژبپوهنه او د وينا ژبپوهنه ورته اهميت ورکوي. دې تيورۍ پر بنسټ ژبه بايد د فعاليت په وخت کې او ژبني توکي په خپلو ډينامکو نقشونو کې مطالعه شي.

زموږ د ژبپوهنې ستونزه دا ده، چې د سوسور غوندې ګرامري اصول د ولاړ لانګ زېږنده بولي او د لانګ په سيستم کې د اړيکو پر بنسټ د توکيو ګرامري ځانګړنې ټاکي، چې دا ځانګړنې په لانګ کې ثابتې وي او دا ثبات يې په بالفعل ژبه کې هم مطالعه کېږي. د دې ليدتوګې يوه نيمګړتيا دا ده، چې د سوسور غوندې په بالفعل ژبه(وينا) کې د توکيو پر مانيزو رنګارنګيو سترګې پټوي او د لانګ محدودې قاعدې وضع کوي.

خو کله چې ژبه د وينا په بڼه په ټولنيز تعامل کې مطالعه شي، ډېرې رنګارنګۍ لري او دا رنګارنګۍ يو واقعيت دى، چې بايد سترګې پرې پټې نشي. مثلا پاسنۍ دواړه جملې يو واقعيت دى، چې بايد دا ډول جملې په فعاليت کې وشنل شي.

د پاسنيو دواړو جملو مانا بايد په وينا کې مطالعه شي. په وينا کې ژبني توکي نقشونه لوبوي، چې دا نقشونه د لانګ پر ثابتو اړيکو لومړيتوب لري. که مانيز نقش ته پر ګرامري اړيکه لومړيتوب ورکړو، د خپل ګرامر ښه تحليل کولاى شو.

چامسکي چې ګرامر ته پر مانا لومړيتوب ورکاوه، ګرامري جملې يې د خپلواکو ګرامري قواعدو زېږنده بللې، چې مانا پکې نقش نه لري؛ خو چارواله، ادراکي ژبپوهنه او وينا ژبپوهنه چې مانا ته پر ګرامر لومړيتوب ورکوي، ګرامري قواعد د مانا تابع بولي. يعنې يوه جمله هله جمله او ګرامري ده، چې مانا ولري. د دې خبرې پر بنسټ موږ د وينا رنګارنګيو ته په ژبنۍ شننه کې ځاى ورکولاى شو. پر دې بنسټ دا شونې ده، چې يوازې يو غږ يا يو مورفيم يوه جمله اوسي او په دې ډول دا شونې ده، چې يوه خبري جمله ناخبري او ناخبري جمله خبري مانا ولري.

که د وينا ژبپوهنې له زاويې نه وګورو: په لومړۍ جمله کې ويناوال د “ويلو” يوه مفهومي حوزه جوړه کړې، بيا د “کله” په مټ له دې حوزې وتى دى. د هرې مفهومي حوزې له حدودو بهر نفي او تقابل وي. دلته “کله” د “هېڅکله”، چې د انګليسي د Never انډول دى، چار پر غاړه اخيستى؛ خو په انګليسي کې Never په خبري جملو کې notته اړتيا نه لري؛ خو په پښتو کې “هېڅکله” له “نه” سره کارېږي.

د چاروالې ژبپوهنې پر بنسټ د پاسنيو دواړو جملو مانا بايد د جملې او بهرنۍ نړۍ(قرينې) سره په تړاو کې وپلټل شي. زموږ د رغښتي توصيفي ژبپوهنې بله ستونزه دا ده، چې ژبه له ټولنيز تعامل پرته په خپلواکه توګه بشپړه ګڼي. که د لومړۍ جملې د کارونې چاپېريال(قرينه) درته ما په لومړي پراګراف کې نه واى تشريح کړې، تاسو ترې ښايي د پوښتنې مانا اخيستې واى؛ نو دا قرينه ده، چې د جملې د مانا په دقت کې مرسته کوي، ځکه چې ژبه د نورو چېنلونو په مټ خپله مانا رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x